د قرآن عبارتي او لفظې اعجاز

د قرآنکريم د اعجاز څو مثالونه :

اول- عبارتي او لفظي اعجاز :

قرآنکريم د فصاحت، بلاغت، نظم او ترتيب، اسلوب، عباراتو او الفاظو له نظره د هيڅ کلام او هيڅ کتاب سره هيڅ ډول شباهت نلري ځکه چې قرآنکريم د شعر په شان نه دی، قرآنکريم د خطبې په شان نه دی، قرآنکريم د عادي خبرو په شان نه دی بلکي د ټولو څخه مختلف دی، قرآن داسې الهي معجز کتاب دی چې د عربو ټول شاعران، د ژبې د بلاغت او فحاصت ماهرين يې ټول عاجز او حيران کړل.

وليد بن مغيرة چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې سخت عناد لرلو د قرآن صفت داسې بيانوي: “والله لقد سمعت منه کلاما ما هو من کلام الانس و لا من کلام الجن و إن له لحلاوة، وإن عليه لطلاوة، وإن أعلاه لمثمر، وإن أسفله لمغدق، وإنه يعلو ولا يُعلى عليه و ما يقول هذا بشر” (تفسير قرطبي).

يعنې: په الله قسم دی ما د محمد صلی الله عليه وسلم نه داسې کلام اورېدلی دی چې نه د انسان کلام او نه جن کلام دی او په دې کې لوی حلاوت او خوند دی او په دې کې خاص رونق دی اعلی ميوه ورکونکی او لاندې اوبه جاري کوونکی دی او هغه يقيناً د ټولو نه لوړ دی او په هغه باندې هيڅ شی غالب کېدی نشي او دا د بشر کلام نه دی.

مطلب دا چې د قرآن دوښمان هم د قرآنکريم په حقانيت، بلاغت او فصاحت باندې اعتراف کړی دی چې دا قطعاً د بشر کلام نه دی، او بشر يې د مقابلې کولو څخه عاجز دی .

حق تعالی (جل جلاله) فرمايي:[قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَىٰ أَن يَأْتُوا بِمِثْلِ هَٰذَا الْقُرْآنِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا][1] .

 ژباړه: ووايه (ای محمده!) که ټول انسانان او پيريان په دې کې يو شي چې قرآن ته ورته بل قرآن راوړي. نو راوړی يې نشي که څه هم يو تر بل پوره لاسونه سره ورکړي.

ابن قيم رحمه الله د الکوثر چې په ټول قرآن کې کوچنی سورت دی د هغه د لفظي اعجاز په باره کې يو مکمله رساله ليکلي ده .

آن لاين اسلامي لارښود

[1] – سوره اسراء 80.

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي