د مسيحيت د نسخ او تحريف دلائل

 مسيحيت د منسوخ کيدو او تحريف دلائل په لاندې ډول دي :

1 مسيحيت د قرآن په نزول سره منسوخ شوی:

د حضرت عیسی (عليه السلام) دين د قرآنکريم په نزول سره منسوخ شوی دی او حضرت عيسی(عليه السلام) خپل قوم ته ويلی ؤ چې وروسته له ما څخه به بل پيغمبر راشي چې د هغې نوم به احمد وي تاسې بيا د هغه اطاعت او پیروی کوئ، لقوله سبحانه وتعالی[ :وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُّصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءهُم بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُّبِينٌ ][1].

ژباړه : (او ياد کړه هغه وخت کله چې وويل عيسی زوی د مريمی خپل قوم ته ای بنی اسرائيلو! زه تاسې ته د الله تعالی راليږل شوی پيغمبر يم چې تصديق کونکی يم دهغه تورات چی مخکی له مانه راغلی او زېری ورکونکی د هغه پيغمبر چې له مانه به ورسته راشي دهغه نوم به احمد وي، خو کله چې دوی ته راغی سره له ښکاره  نېښانو نو دوی وويل دا خو ښکاره کوډې یا جادو دي) .

د حضرت محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم په باب خو په انجيل کی زېری څه چې د هغه (صلی الله عليه وسلم) ښکاره نښانې هم ښودل شوې وې .

2 عيسی (عليه السلام) يواځې اسرائيلي پيغمبر ؤ.

عيسی (عليه السلام) يواځې د اسرائيلو د قوم لپاره مبعوث شوی ؤ نه د ټولې نړۍ لپاره چی قرآن کريم يې داسې سپيناوی کوي :

[وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم]

ژباړه : (او ياد کړه هغه وخت کله چې وويل عيسی زوی د مريمې خپل قوم ته ای بني اسرائيلو! زه تاسی ته د الله تعالی له لوري پيغمبر استول شوی يم) .

په دې اړه دعيسويت څخه په اسلام مشرف شوی اشوک يانګ داسی وايی :

اشوک کولن يانک د کليسا د نړيوالې ټولنې پخوانی مشر چې په 2002 کال کی په اسلام مشرف شوی، پخوا له اسلامه به ده خپله عيسويت ته خلک رابلل او د انجيل ډول ډول کتابونه يې مطالعه کړی دي هغه وايي :

د مټي انجيل 15 باب 5 جمله کې حضرت عيسی (عليه السلام) دارنګه فرمايي [ زه نه يم راليږلی شوی مګر د بنی اسرائيلو د بې لارو او کبرجنو خلکو لپاره[.

نو معلومه شوه چې مسيحي دين يوازې د اسرائيلو لپاره ؤ چې د پاک قرآن په نزول سره منسوخ شوی دی .

مګر قرآن د ټول عالم لپاره نازل شوی دی [إِنْ هُوَ إِلاَّ ذِكْرٌ لِّلْعَالَمِين] .

جناب محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم د ټولو انبياوو ختم (وروستی او آخري پيغمبر ) دی او د ټولې نړۍ لپاره مبعوث شوی دی .

 [مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ][2] .

ژباړه : (نه دی محمد پلار د هيڅ يو تن له سړيو ستاسې مګر رسول د الله دی او مهر او ختم د ټولو پيغمبرانو دی او دی الله په هر شي ښه عالم) .

 [وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلاَّ رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ ][3] .

يعنې :محمد رسول الله رحمت د ټول عالم دی.

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – سوره الصف :۶ .

[2] – سوره الاحزاب :۴۰ .

[3] – سوره الانبياء:۱۰۷ .

Print Friendly, PDF & Email