لله (جَل جلا له) حضرت عیسی عليه السلام بنی اسرائيلو ته د ښکاره نښانو او انجيل کتاب سره وليږلو او خلک يې د يو الله (جَل جلا له) عبادت او بنده ګۍ ته رابلل مګر د عیسی عليه السلام له دورې وروسته انجيل تحريف شو اوس مسيحيت په يوه باطله عقيده او پيچيده فلسفه باندې بدل شوي دی چې د خپلو پيروانو څخه يې هم لاره ورکه ده او هغوی يې په دوو کې حيران کړي دي.

هغوی د حضرت عیسی عليه السلام په ستاينه کې دومره افراط وکړ چې د بنده ګۍ نه يې د خدايی تر پولې ورساوه چې عیسی عليه السلام د خدای زوی بولي ( العياذ باالله)

اوسنی مسيحيت په دريو بناوو ولاړ دی :

1- د تثليث عقيده يا دری ګوني خدايان

2- صليب (په دار ځړول شوی) او د هغه تقدس او د مسيح قرباني

3- د قيامت په ورځ دعیسی عليه السلام له خلکو سره حساب کول

1 د تثليث عقيده:

مسيحيان خو په لوی خدای (جَل جلاله) عقيده لري ځکه اهل کتاب دي ولې له خدای (جَل جلاله) سره شريک نيسي عیسی (زوی) او روح القدوس (جبرئل) له هغه سره شريکوي او په دې مسئله کې ټول مسيحيان په يو نظر نه دي بلکې د دوی د کليساوو تر منځ اختلاف دی[1].

۲- د صليب عقيده يا د مسيح په دارځړول او د هغې مقدس ګڼل:

د صليب نښان د مسيحيانو شعار دی او هغه مقدس ګڼي هغوی عقيده لري چې مسيح د دوو متقاطع لرکيو په وسیله په دار ځړول شوی دی دا چې ولې په دار وځړول شو هغوی يې داسې بيانوي : مسيح عليه السلام د انسانانو د پلار آدم عليه السلام د هغه ګناه د کفارې او جبران د پاره چې د کومې ميوې ورته د نه خوړولو حکم شوي وو، هغه يې وخوړه چې په دې سره يې ګناه اولاد ته نقل شوه چې ددې په وجه سره الله (جَل جلاله) د آدم ټولې اولادې ته په قهر دی نو ځکه واسطه او د خلاصون لاره په کار ده چې دا ګناهونه پورته کړي او خپل ځان د ټولو نه قربان کړي او خدای (جَل جلاله) راضې کړي .

دا فداکار عیسی عليه السلام ؤ چې خپل ځان يې قربان کړ او په دار وځړول شو ، دا چې چا په قتل ورسولو د انجيل په کتابونو کې راغلی چې يهوديانو په قتل ورساوه [2].

3 د قيامت په ورځ به عیسیٍ عليه السلام له خلکو سره حساب کوي:

مسيحيان په دې ګمان دی چې د حشر په ورځ به عیسی عليه السلام د خلکو حساب کتاب په خپل لاس کې اخلي[3].

آن لاين اسلامي لارښود

[1] – الموسوعة الميسر ص ۵۰۳.

[2] – دراسات في الاديان ص -۳۰۴.

[3] – دراسات في اديان ص:۳۳۳.

Print Friendly, PDF & Email