د ماسپخين د سنتو قضايي ؟

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
محترمه زما یوه پوشتنه ده هغه دا چی که چیری دماپشین د لمانزه لپاره داسی وخت مسجد ته داخل شوی چی دسنتو وخت نه و فرض دی په امام پسی ادا کره
اوس به اول هغه سلور رکعته سنت کوی او بیا دوه رکعته سنت
که به اول دوه رکعته سنت کوی او وروسته سلور
محترمه په دی هکله که لژ معلومات راکری چی کوم ترتیب یی صحیح ده مننه به دی وی
جواب که یی په ایمیل راولیژی دیر به شه وی


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کچېرې جماعت ولاړ وي نو لمونځ کوونکی به په امام پسې اقتدا وکړي څلور رکعته سنت به د فرضو وروسته ادا کړي ، بی بی عايشه رضی الله عنها روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به کله د ماسپخين څلور رکعت سنت ادا نه کړل نو د جماعت د ادا کولو وروسته به يې ادا کول ، عن عايشة رضی الله عنها : «کان النبي صلی الله عليه وسلم اذا لم يصل اربعاً قبل الظهر صلاهن بعده » (رواه الترمذي بالسناد صحيح ).

نو د لمانځه وروسته به لومړی څلور رکعته سنت ادا کيږي او که دوه رکعته سنت ؟

په دې اړه مې په سنتو او فقه څه نه موندل ، ځنې فقهاء کرام وايي په دې باره کې وسعت دی خوښه يې چې هر کوم ادا کوي .

د حرمينو عالم ابن عثمين وايي : لومړی به دوه رکعته سنت ادا کوي او بيا څلور رکعته سنت (اولاً يبدأ بالنسبة البعدية ثم يقضي السنن القبلية ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email