اسلام علیکم ورحمت الله
محترمو زماپوشتنه داده چی دلته اکثریت خلک دتومان معامله کوی خوتومان موجودنه وی اویوه بله هیله
دا جوره وی ورته وایی چی تاته زه قرض دالردرکوم فقط
هغه کس پیسی قبض کوی اوبیرته یی تری اخلی اوتومان هیچ موجودیت نلری اوس دامعامله دشریعت له نگاه جوازلری اوکنه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د أسعارو تبادله يا خرڅول او اخيستل دوه صورتونه لري :
۱- کچېرې د اسعارو جنس يو شان وي لکه : ډالر په ډالرو باندې ، افغانۍ په افغانۍ باندې نو يو برابر به تبادله کيږي او لاس په لاس به وي ځنډ به پکې نه وي او زیادت پکې نه وي که څه هم يو طرف ته پيسې زړې او خرابې او يا وړې پيسې وي سود دی او دې ډول سود ته «الرباء الفضل» وايي ، په دليل د دغه حديث شريف :«الذهب بالذهب مثلاً بمثل، يداً بيد، والفضة بالفضة مثلاً بمثل، يداً بيد» (المسلم).
۲- کچېرې اسعار له يو جنس څخه نه وي مختلف وي زيادت پکې جايز او ځنډ پکې حرام دی ، مثلاً د ډالرو تبادله په افغاني او د افغانۍ تبادله په کلدارو باندې زیادت پکې جايز دی مګر معامله به لاس په لاس وي ځنډ به پکې نه وي کچېرې لاس په لاس نه وي نو سود چې دې ډول سود ته «الرباء نسيه» وايي ، په دليل د دغه حديث شريف : فَاِذَا ختَلَفَت هذِهِ الاَجنَاس ُ فَبيعُوا كَيفَ شِءتُم اِذاَ كَانَ يداً بِيَدٍ» (رواه مسلم).
پوره تفصيل دلته ولولئ :
د اسعارو بدلول به لاس په لاس وي
همجنس شيان به يو شان او برابر بدليږي
د صرف په معامله کې به خيار الشرط نه وي
د صرف په معامله کې به ځنډ او تأخير نه وي
نورو هيوادونو ته د پيسو په حواله کولو کې د ځنډ حکم
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود