د دغه درود « ما اختلف الملوان و تعاقب العصران» ويل څنګه دي؟

بسم الله الرحمن الرحیم
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته !
د اسلامی خدمتونو د وړاندی کولو محترم مسئولینو خدای د وکړی چی روغ او جوړ اوسی هیله ده په لاندی متنونو باندی لږ وضاحت راکړی داچی له ډیر مودی راهیسی زه دا دعاګانی وایم او دا دعاګانی می له داسی کتابونو څخه را اخیستی چی اوس راڅخه هیر شوی دی هغه داسی دی :
اللهم صل علی سیدنا و مولانا محمد و علی آل سیدنا و نبینا و مولانا محمد مااختلف الملوان و تعاقب العصران و کرالجدیدان و استصحب الفرقدان و بلغ روحه و ارواح اهل بیته منی تحیته و سلاما وبارک وسلم کثیرآ کثیرا.
یامن لا یشغله سمع عن سمع و یا من لا تغلته المسائل و یا من لا یبرم من الحاح الملحین اذقنی برد عفوک و حلاوت مغفرتک
ستاسو نه بیا هم ډیره ډیره مننه هیله ده چی ځواب په ایمیل کی راواستوی.

ضياء الحق

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

لومړی :

دغه درود شریف :« اللهم صل علی سیدنا و مولانا محمد و علی آل سیدنا و نبینا و مولانا محمد ما اختلف الملوان و تعاقب العصران…. » مې د سنتو په کتابونو کې پيدا نکړ او نه هم د مأثورو درودونو څخه دی .

لکن په معنی کې يې غلو او افراط نه ليدل کيږي ، فقهاء کرام وايي د مأثورو درودونو پرته نور دردونه  داسې الفاظ چې په سنتو کې نه وي راغلي او افراط او غلو پکې نه وي ويل يې باک نلري .

جاء في فتاوی اللجنة الدائمة :

حرج في الصلاة على النبي صلى الله عليه وسلم ، بأي لفظ أدى المراد ؛ فلو قال : اللهم صل على محمد ، أو قال : صلى الله على محمد ، أو قال : الصلاة والسلام عليك يا رسول الله ، أو قال : صلى الله عليه وسلم ، ونحو ذلك فقد صلى عليه صلى الله عليه وسلم صلاة صحيحة مجزئة ، والأمر في ذلك واسع .

دوهم : دغه دعا « یا من لا یشغله سمع عن سمع و یا من لا تغلته المسائل …. » په سنتو کې ثابت نه ده او دغه روايت محدثينو موضوع بللی دی .

عن عَليِّ بنِ أبي طالبٍ أنَّه قال: بَيْنا أنا أطُوفُ بالبيتِ إذا رجلٌ مُتعلِّقٌ بأستارِ الكعبةِ وهو يقولُ: يا مَن لا يَشغَلُه سَمْعٌ عن سَمْعٍ، يا مَن لا تُغْلِطُه المَسائِلُ

موضوعات ابن الجوزي ۱/۳۱۵ لايصح .

الموضعات / امام الذهبي ۴۷ / اسناده مظلم .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي