د شرک د پيدايښت سبب

 د شرک د پيدايښت لومړی سبب د صالحان په صفت کې غلو او افراط کول وو .

د صالحو کسانو په حق کې غلو، يعنې د حد څخه تېرېدل داسې چې د شرعی خلاف د هغه د حد څخه زيات صفت، پاکې او تقدس کول .

مونږ ته چې اسلامي شريعت د صالحو کسانو حد را ښودلی دا دی چې: د هغوی سره د الله تعالی پخاطر دوستي او محبت وساتو، د هغوی سره د الله تعالی پخاطر ملګري او په نيکو کارونو کې د يو د بل مدد وکړو .

ددې څخه علاوه د صالحو کسانو په حق کې غلو کولو څخه اسلامي شريعت منع کړي يو ځکه د پخوانيو امتونو د هلاکت يوه وجه دا ؤ چې د صالحو کسانو په باره کې يې غلو اختيار کړه .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[يَا أَهْل الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ][1]

ژباړه: ای اهل کتابو! پخپل دين کې له پولو مه اوړئ او الله ته پرته له حقو خبرو د بل څه نسبت مه کوئ يقيناً خبره همدا ده چې مسيح عيسی د مريمې زوی او د الله رسول دی هغه کلمه يې ده چې مريمې ته يې ورکړې او د الله له لوري روح وو .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«إياكم والغلو، فإنما أهلك من كان قبلكم الغلو»[2] .

ژباړه: پرهيز وکړئ تاسې له غلو، ځکه چې د تاسې نه مخکې چې وو هغوی د دغه غلو په وجه هلاک شوی وو .

په صحيح البخاري کې د ابن عباس رضی الله عنهما روايت نقل شوی دی چې: الله سبحانه وتعالی فرمايلي:

[وَقَالُوا لَا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ ولَا تَذَرُنَّ وَدًّا ولَا سُوَاعًا ولَا يَغُوثَ وَيعُوقَ وَنَسْرًا * وَقَدْ أَضَلُّوا كَثِيرًا][3]

ژباړه :او ويې ويل: بايد خپل خدايان پرې نږدئ، بايد ود، سواع، يغوث او يعوق او يسر بتان پرې نږدئ . او په تحقيق چې ډير يې بې لارې کړل .

ابن عباس رضی الله عنه چې د امت ستر عالم او د قرآن ترجمان دی وايي: ود، سواع، یغوث، يعوق او نسرا د نوح عليه السلام د قوم صالح کسان وو، چې هغوی د دغو کسانو په حق کې غلو وکړه د شيطان د وسواسو په وجه يې د هغوی د مجسمو او قبرونو لمانځنه او عبادت کولو .

آن لاين اسلامي لارښود


[1]

[2] – رواه الإمام أحمد والترمذي.

[3] – سوره نوح: ۲۳، ۲۴.

Print Friendly, PDF & Email