د مشرکينو سره د دعوت اسلوب

شرک :

شرک د الله تعالی سره په عبادت کې شريک اختيارول هغه چې په هره طريقه وي او هر قسم فعلي، قولي او قلبي عبادت کې وي او د الله پرته د بل شي عبادت کول او يا د الله تعالی پرته بل څه د الله تعالی سره برابرول او د خدایی صفت ورکول هغه که نبي وي ، ملائکه وي ، بت او مجسمه وي ، د صالحانو قبر وي ، لمر يا اور او بل څه وي شرک اکبر بلل کيږي.

د شرک په هکله الله تعالی ډیر ټینګار کړې دی چه بنده ورڅخه ځان وژغوري، او کنه نو دغه ګناه په دنیا کښی له توبی پرته د بخښنې هیڅ لار نه لري، بلکه مشرک سړې که بی توبی مړ شي نو ابدي او تل ترتله به د دوزخ په اور کښی وي، له همدې کبله د قرآنکریم په زياتو آیاتونو کښې ورڅخه خپل بندګان ویرولي دي، او ورڅخه یي منع فرمایلی ده، لکه چه الله جلَّ جلاله فرمایي:[وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا][1]

ژباړه: عبادت او بندګي وکړﺉ یواځې د الله تعالی، او د الله تعالی سره هیڅ شې شریک او برخمن مه منئ.

الله سبحانه وتعالی ځکه د عبادت وړ او لائق دی چې هغه زمونږ خالق او رازق او په هر څه باندې قادر مطلق ذات دی :

لقوله سبحانه وتعالی :[اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ * الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَندَادًا وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ][2]

ژباړه: عبادت وکړئ د هغه رب چې تاسې او له تاسې څخه مخکې ټول خلک يې پيدا کړي دي، تر څو تاسې پرهيزګاران شئ .

هغه ذات چې ستاسو لپاره يې ځمکه وغوړوله، آسمان يې چت جوړ کړ او له پاسه يې اوبه را ښکته کړې، په اوبو سره يې ستاسې د خوراک لپاره ډول ډول مېوې را وښکلې . نو بايد تاسې هم له الله پاک سره نور څيزونه برخه من ونه ګرځوئ .

مګر بتان او نور مخلوق د ګټې رسولو او ضرر دفع کولو هيڅ توان نلري .

[قُلْ أَتَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلاَ نَفْعًا وَاللّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ][3]

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – سوره النسآء :۳۶ .

[2] – سوره البقره :۲۱،۲۲ .

[3] –  المائده :۷۶.

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي