د دين څخه فرار او بغاوت د څه لپاره ؟

الله سبحانه وتعالی په هر وخت او زمان کې د انسانانو د لارښوونې لپاره شرائع نازل کړي دي ځکه که انسان خپل خواهش ، هوا او حوس ته پريښودل شي نو له هلاکت سره مخامخ کيږي ځکه په مصالح او مفاسدو ، په حلالو او حرامو کې د ګټې او ضرر باندې يا خو پوهيږې او يا که پوه هم وي د هغه خيال نه ساتي او حتماً به د هوا غوښتنې مني، الهي شريعت ددې لپاره نازل شوی دی چې مخلوق ته خپل رب ور وپيژني د هر چا له بنده ګۍ څخه يې خلاص او د خپل خالق په بنده ګي يې راولي او د ژوند چارې د جلب مصالح او رد مفاسد پر بنا ولاړې وي .

انسانيت ، کورنی ژوند ، ټولنيز ژوند ، سياسي نظام ټول په اسلام سره جوړيږي ، په هيڅ بل قانون سره نه جوړيږي ، که په اسلام باندې پوره عمل وشي کورنۍ نظام به جوړ وي ، ځکه په په اسلام کې د هر چا حق او حد معلوم دی .

که کورنۍ ته وګورو ! نو اولاد ته د والدينو سره په ښه سلوک کولو حکم شوی دی : [ و وصينا انسان بوالديه حسنا ]   [ و قضی ربک الا تعبدوا الا اِياهُ و بالوالدين اِحساناً ].

 والدين د اولاد د بدني ، ايماني اخلاقي او علمي تربيت په باره کې مسئول دي : يا ايهاالذين آمنو قوا انفسکم و اهليکم ناراً ] ، ( کل راعٍ و کلکم مسئول ) .

خاوند ته د خپلې ښځې سره د ښه سلوک کولو حکم شوی دی [ وعاشروهن بالمعروف] .

ښځې ته د خاوند په اطاعت کولو حکم شوی .

کچېرې په اسلامي احکامو پوره عمل وشي نو دا کورنۍ به واقعاً يوه نيکمرغه کورنۍ وي، مګر کچېرې د اسلام پرته په سکولار ، وضعي قانون ،  او تکنالوجۍ سره کورنۍ جوړيدلای نو نن به په غرب کې ضعيف او محتاج د خپل اولاد له شفقت او خدمت څخه محروم والدين د سالمندان په زندان کې نه وو پراته ، اولادونو به له خپلو والدينو څخه فرار او بغاوت نه کولو ، ښځه به يوازې د شهوت رانی وسيله نه ګرځيدله .

همداسې که په اسلام کې ټولنيز نظام ته وګورو ، د ګاونډې سره ښه سلوک او د هغه ته د ضرر رسولو خطرناکې پايلي ، په حديث شريف کې راغلي:«لا يدخل الجنة من لايأمن جاره بوائقه » ( هغه به جنت ته داخل نشي چې د ده له ضرر څخه ګاونډی په امن نه وي).

همداسې نورو کسانو ته د ضرر رسول حرام دي «لا ضرر ولا ضرار في الاسلام» (په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي) ، د بل په عزت ، مال او آبرو باندې تيری کول حرام دي .

د مسلمان په جنازه او دفن کې شرکت کول په ټولنه فرض دی تر څو هغه باندې غم سپک شي ، د مريض پوښتنه تر څو مرض ورباندې سپک شي ، د محتاج کومک کول .

او د اسلام په اقتصادي نظام کې ټول هغه شيان چې د بل د ضرر رسولو سبب ګرځي حرام دي لکه : سود ، قمار ، غرر ، چل او فريب او احتکار .

همداسې د اسلام ټول احکام په جلب مصالح او رد مفاسد ترتيب شوي دي

 مګر کچېرې انسان د خپل خواهش او هوا پيروۍ ته پريښودل شي بې شکه له هلاکت سره مخامخ کيږي ، د انسانيت څخه حيوانيت ته اوړي حتی تر هغه هم پست اخلاقو ته .

هغه کسان چې غواړي د خپل هوا ، حوس او خواهشاتو غوښتنې په خلاص مټ تر سره کړي او غواړي څو ورځې ژوند مست تير کړي نو دده په مخ کې به خنډ څه شی وي ؟ دينداري  ، د دين مطلق احکام او مطلق اخلاقو.

ځکه دين ورته وايي چې زنا مه کوه ، لواطت او همجنس بازي مه کوه ، پردی مال مه خوره ، هغه شی چې ستا بدن او عقل ته مضر دي هغه مه کاروه لکه : شراب او نور مخدرات ، بل کس ته فريب مه ورکوه ، بل چاته ضرر مه رسوه ، د والدينو احترام او خدمت کوه ، والدين د خپلو اولادونو د پاللو او تربيه په اړه پوره مسئوليت لري ، حيا وساته ، د حيوان پشان ځان مه بربنډوه او داسې نور .

نو کومو کسانو چې د دين څخه بغاوت کوي هدف يې له پاکدامنۍ څخه فحشاء ته بغاوت، له حياء څخه بې حيايی ، له صداقت او رښتنولی څخه درواغو چل او فريب ته بغاوت دی او د انسانيت څخه حيوانيت ته بغاوت کوي .

ځکه که مطلق اخلاق او انسانيت په مادي پرمختګ کې وای نو نن به ملحدينو همجنس بازي او حتی د سپي او خره سره د انسان نکاح جایز نه بلله ، واقعاً چې مجرم په هره ټولنه کې شته خو دلته خبره د قانون او رسميت ورکولو او هغه جرم نه بلل دي .

دا کسان يوازې د ژوند څو شبو مغرر او په غفلت کې اچولي دي او دوی فکر کوي چې مونږ به په دې سره آرام او سکون و مومو خو داسې بالکل نه ده بلکي دا کار لاندې خطرناکې پايلې لري :

۱- د الله تعالی د سخت عذاب سره مخامخ کيدل :

الله سبحانه وتعالی فرمايي:[ذَلِكُم بِأَنَّكُمُ اتَّخَذْتُمْ آيَاتِ اللَّهِ هُزُوًا وَغَرَّتْكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا فَالْيَوْمَ لاَ يُخْرَجُونَ مِنْهَا وَلاَ هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ][1] .

ژباړه: دا هر څه لدې کبله چې تاسې د الله آيتونه په ټوکو نيولی او دنيوي ژوند غولولی واست . نو نن به نه له اور څخه وايستلای شئ او نه به ترې غوښتنه وشي چې ( د خپل رب د خوښې لپاره) عذر او زاری وکړي .

او فرمايي :[إَنَّ الَّذِينَ لاَ يَرْجُونَ لِقَاءنَا وَرَضُواْ بِالْحَياةِ الدُّنْيَا وَاطْمَأَنُّواْ بِهَا وَالَّذِينَ هُمْ عَنْ آيَاتِنَا غَافِلُونَ * أُوْلَـئِكَ مَأْوَاهُمُ النُّارُ بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ][2]

ژباړه:يقيناً هغه کسان چې زمونږ د ملاقات هيله من نه دي او د دنيا په همدغه ژوند خوښ او زړه يې پرې تړلی او هغه چې زمونږ له آيتونو بې پروا دي. د همدغه کسانو ورتګ اور ته د هغو بدو کړنو بدل دی چې په دنيا کې به يې تر سره کول .

۲- د سکون او اطمنان له لاسه ورکول .

[ وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى ][3]

ژباړه : او چا چې زما له ياد څخه مخ واړاوه ، نو بې شکه چې د هغه ژوند به تنګ وي او مونږ به هغه د قيامت په ورځ ړوند را پاڅوو .

او بلاخره خودکشي او ځان وژنه :

خودکشي او ځان وژنې ته ميلان چې دا د فقر او بې وسۍ په سبب نه بلکي د ټولو امکاناتو سره سره دوی قلبي اطمنان او سکون نلري نو ځکه د غم پر وړاندې صبر نلري او داسې کار ته لاس اچوي .

۳- په ټولنه کې د فساد او بد اخلاقۍ خپرول او په دې سره د کورني نظام او ټولنې پاشل او د عادلانه نظام او عادلانه اقتصاد له مينځه وړل .

۴- فردي ژوند :

 د خپلوي ، د بل سره کومک ، شفقت او رحم ، مينه او علاقه ، د مشرانو احترام او پر کشرانو ترحم په کلي ډول له مينځه تلل .او یوازې مادي پرستي[4]

رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَؤُوفٌ رَحِيمٌ

آن لاين اسلامي لارښود

[1] – سوره الجاثية :۳۷ .

[2] – سوره يونس :۷-۸ .

[3] – سوره طه :۱۲۴ .

[4] – د الحاد او سيکولرزم رد ، ص ۱۵  .


Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي