د ملحد د عقل تول

د حق څخه د ملحد د عقل او انکار مثال داسې دی لکه چې په لاره يو کس تير شوی وي او د قدمونه نښې يې موجودې وي نو دا نښې د انسان په ترېدو دلالت کوي خو ملحد وايي زه دا نښې نه منم ځکه ما په دغه لاره د انسان ترېدل نه دي ليدلي . يا په غره باندې څه مخکې باران شوی وي او لمد وي چې لمدېدل د باران نښه ده خو ملحد وايي نه لمدېدل نه منم ځکه ما باران نه دی ليدلی .

د الله تعالی د وجود څخه د دوی انکار همداسې دي چې د الله تعالی د قدرت د ټولو نښو او اثارو څخه انکار کوي .

د يوه کوچي څخه چا پوښتنه وکړه چې الله تعالی په څه شي پيژنې؟ هغه وويل : په کومه لاره چې د اوښ قدمونه او پچې وي نو دا په لاره باندې د اوښ د تيرېدو دليل دی ، ځمکه او آسمانانونه د الله تعالی په وجود باندې دليل دی.

ای ملحده !

آیا ته خپل عقل وينې ؟ پخپل بدن کې دې روح وينې ؟

نو کله چې ته د الله تعالی روح نشي ليدلای نو الله تعالی به څنګه وويني ؟

انسان تر اوسه د مخلوق د ليدلو توان نلري ، انسان له نږدې څخه د لمر د مشاهدې توان نلري ځکه اور اخلي سوزي ، د ځمکې لاندې طبقه نشي ليدلای ځکه سوزي هلته هر څه د مګما حالت لري اور دی . ، آسمان ته نشي ختلای .

آيا انسان کولای شي د کائيناتو مشاهده وکړي او يا آسمان ته وخيږي ، د هغه فضايي راکت په وسيله چې په 8.5 دقيقو کې 20 تن د هايروجن انرژی ته ضرورت لري او په يو ثانيه کې 3000 ميله فاصله طی کوي ، دا وسيله به څنګه ميلونه نوري کاله طی کړي ؟

نو څوک چې د مخلوق د ليدلو توان نلري نو د الله تعالی د ليدلو توان به څنګه ولري ؟

هغه به د جنتيانو سترګې وي چې رب العالمين به د ليدلو توان ورکړي په جنت کې به خپل رب العالمين داسې وينې لکه د پنځلسمې سپوږمۍ چې ګوري ټولو ته معلوميږي .

الله تعالی دې مونږ ته د خپل خالق رب العالمين ديدن په نصيب کړي .

الله تعالی دې زمونږ سترګې پاکې کړې تر څو هلته خپل رب العالمين ، خپل پيغمبر ، صالح کسان پرې ووينو .

سبحان الله وبحمده سبحان الله العظيم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email