د الله تعالی پر وجود باندې قرآني دلائل

اول- ملحدين د علم او دليل پرته يوازې د اوهامو پيروي کوي .

قرآنکريم په څو مختصرو ټکو کې د دهرينو ماده پرستو ملحدينو افکار او عقائد بيان کړي چې هغوی پخپلو افکارو کې هيڅ علم او دليل نلري بلکي يو اټکل ، وهم او خيال دی چې خپل ځانونه ورباندې تيرباسي او د نورو دتيرايستلو او ګمراهۍ کوښښ کوي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [ وَقَالُوا مَا هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَا إِلَّا الدَّهْرُ وَمَا لَهُمْ بِذَلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ ][1] .

ژباړه: او هغوی وايي چې ژوند همدغه د دنيا ژوند دی چې همدلته مړه کيږو او پيدا کيږي او دا زمانه ده چې مونږ هلاکوي ، په دې برخه کې هيڅ پوهه او علم ور سره نشته .بس د اټکل له مخې هر څه وايي.

الله عز و جل فرمايي : [ أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ ][2]

ژباړه : آيا پخپل سر خپله پيدا شوي دي او که پخپله پيدا کوونکي دي .

دوهم– ای ملحدينو! تاسې چې د کائيناتو پيدايښت تصادفي ګڼئ ، دا څنګه تصادف دی چې يوه ورځ ځمکه له لمر سره ټکر نشوه ؟ يوه ورځ د شپي پر ځای ورځ را نغله ؟ يو ورځ لمر له خپل مدار څخه بهر نشو . آيا ستاسې په نزد تصادف يوازې په پيداښت کې دی او که په نظم او تغيراتو کې هم شته؟

بلکي دا د الله تعالی نظام دی چې په خپل کامل قدرت يې تنظيموي نو ايا د الله پرته بل څوک شته چې دا کار تر سره کړي ؟ نه

څوک شته چې په شپه يا ورځ کې تغير راولي ، بادونه جاري کړي او حتی داسې څوک شته چې د باد جهت ته تغير ورکړي ؟ نه ، او يا د لمر جهت ته تغير ورکړي ؟ نه

الله سبحانه وتعالی :[تُولِجُ اللَّيْلَ فِي الْنَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَتُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَتُخْرِجُ الَمَيَّتَ مِنَ الْحَيِّ وَتَرْزُقُ مَن تَشَاء بِغَيْرِ حِسَابٍ][3] .

ژباړه: ته شپه په ورځ کې ننه باسي (شپه په ورځ بدلوې) او ته ژوندی له مړي را وباسې او مړی له ژوندي او چې چا ته دې خوښه شي بې حسابه رزق ورکوې .

لکه ابراهيم عليه السلام چې نمرود ته وويل:[ فَإِنَّ اللّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ ..][4]. ‏

او که د الله تعالی پرته بل قدرت او بل إله شتون لرلای ؟ نو د کائيناتو په نظم کې به خامخا خلل راغلی وو.

لقوله سبحانه وتعالی :[لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلاَّ اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ][5] .

ژباړه:کچېرې په ځمکه او آسمان کې پرته له الله نور خدايان وای نو د دواړو نظام به کډوډ شوی ؤ د عرش څښتن له هغه څه نه پاک دی چې مشرکان يې وايي .

دريم- ای ملحدينو ! دا چې تاسې واياست هر څه تصادفي پيدا شوې دي ، قرآنکريم د امي پيغمبر په وسيله په داسې يو زمانه کې چې هيڅ وسائل نه وو خبر ورکوي چې انسان د مور په رحم کې څلور مرحلې طی کوي خو ساينس يې ډير وروسته کشفوي.

آيا دا تصادف دی؟ مخکې له دې چې انسان دنيا ته راشي د مور په رحم کې

څلور مرحلې طی کوي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

: [ يَا أَيُّهَاالنَّاسُ إِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْتُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِنْ مُضْغَةٍ مُخَلَّقَةٍوَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ…][6] (الحج: 5).

ژباړه: اى خلقو! كه تاسو د بیا راژوندي كېدو په باره كې په شك كې یئ، نو یقینًا مونږ تاسو له خاورې نه پیدا كړې یئ، (ستاسو نیكه ادم) بیا (مو د هغه اولاده پیدا كړه) له یو څاڅكي (مني) نه، بیا له پرنې وینې نه، بیا له یوې غوښې بوټۍ نه تام الخلقت وي او ناقص الخلقت وي.

ای د عقل خاوندانو ! ای هغو کسانو چې د حقتعالی د وجود څخه انکار کوئ او د پلمې په ټوګه په ساينس او علمي انکشافاتو تکيه کوئ .

نوي علم او ساينس دا ثابته کړې ده چې جنين د مور په رحم کې په دريو پردو کې پوښل شوی وي چې دا پردې په سترګو داسې څرګنديږي لکه يو پرده ، دا پردې د (منياري ،خوربون او فايضي ) په نوم یاديږي .

قرآنکريم د امی پيغمبر په وسيله داسې خبر ورکړی دی :

قال سبحانه: [ يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِنْ بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ ][7]

ژباړه: هغه تاسو د خپلو میندو په خیټو كې پیدا كوي، یو قسم پیدا كول، وروسته له بل قسم پیدا كولو نه، په دریو تیارو كې، دغه الله ستاسو رب دى، بادشاهي خاص د هغه لپاره ده.

 همدارنګه قرآنکريم د امي پيغمبر په ژبه د بحرله تلې څخه خبر ورکوي

[وَهُوَ الَّذِيمَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هَذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهَذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَابَرْزَخًا وَحِجْرًا مَحْجُورًا][8]

ژباړه : او الله همغه ذات دی چې دوه دريابونه يې سره يو ځای کړي دا يو ډير خوږ او تنده ماتوونکی ، او دا بل ښه تريو مالګين دی او بيا يې د دواړو په مينځ کې پرده پيدا کړې ښه منع کړ شوې .

قرآن کريم د بحر د تلې څخه خبر په داسې يو عصر کې ورکوي چې هغه وخت د کشف او مشاهدې هيڅ وسائل نه وو ، چې دا د قرآن اعجاز دی او د قرآن منکرينو ته ستر پيغام دی چې دا کتاب د رب العالمين لخوا نازل شوی چې د خپل مخلوق له هرې برخې او حالت څخه خبر او عالم دی .

مګر بشر د 18 قرن په آخر کې د بحرنو د جلاوالی مسئله کشف کړه.

پنځم– ای د حق تعالی څخه منکرينو ! نوي علم او ساينس دا ثابته کړې ده چې د انسانانو ګوتې يو شان نه دي بلکي د هر انسان د ګوتې نښې او جوړښت جلا جلا دی چې يو له بله فرق لري ، په ملياردونو انسانان دي خو د ګوټې نښې يې يو له بله فرق لري او يو شان نه دي .

آیا دا هم تصادف دی ؟ او که دا د ستر خالق (جَل جلاله ) کار دی چې هر انسان يې په جلا قواره ، جلا غږ او جلا نښو پيدا کړی دی او د هر انسان د اعمالو لپاره يې دفتر جلا کړی دی .

الله سبحانه وتعالی د خپل قدرت د نښو يادونه کوي :[ بَلَى قَادِرِينَ عَلَى أَنْ نُسَوِّيَ بَنَانَهُ ][9] .

 ژباړه: ولې نه! (جمع به يې كړو)، په داسې حال كې چې مونږ په دې قادر یو چې د ده (هډوكي او) د ګوتو بندونه (هم) برابر كړو.

  شپږم– يو ځمکه چې له زېړې ، خړې او سور رنګ خاورې او يو قسم معدني موادو ترکيب او يو قسم اوبه چې له (اوکسجن او هايروجن) څخه ترکيب شوې مګر رنګ رنګ نباتات او رنګ رنګ ميوې زرغونوي .

آيا دا هم تصادف دی ؟

[هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً لَكُمْ مِنْهُ شَرَابٌ وَمِنْهُ شَجَرٌ فِيهِ تُسِيمُونَ * يُنْبِتُ لَكُمْ بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّيْتُونَ وَالنَّخِيلَ وَالْأَعْنَابَ وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ][10] .

ژباړه: او دى هغه ذات دی چي له پاسه ئې اوبه نازلي كړې، چي يوه برخه ئې ستاسو څښاك او يوه برخه ئې وني او بوټي دي چي تاسو (څاروي په كي) څروئ، ېه همدې سره تاسو ته نباتات، زيتون، د خرما وني، او انګوراو د مېوو ډول ډول راشنه كوي، يقيناً چي په دې كي خامخا لويه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې ښه غور او فکر کوي .

نهم– او په خپل ځان کې فکر نه کوئ : [ وَفِي أَنْفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ ][11]

ژوند او مرګ د څه لپاره ؟ ولی ژوند شوې ؟ او ولې مرې؟  او د خپل بدن جوښت ته دې نظر نه کوي ؟

ژوند ، مرګ

عقل او پوهه .

ليدل او اورېدل .

خوند او د درد احساس او خواخوږي

خندل او ژړل او داسې نور .

دا څنګه تصادف دی چې انسان عقل ، فهم ، ليدل او اوريدل او خبرې کوي مګر غرونه ، ونې او نور دا شيان نلري ؟

او بلاخره په کوم لورې روان يې ، ځانکندن ته نه کورئ !

[فَلَوْلاَ إِذَا بَلَغَتِ الْحُلْقُومَ * وَأَنتُمْ حِينَئِذٍ تَنظُرُونَ * وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنكُمْ وَلَكِن لاَّ تُبْصِرُونَ * فَلَوْلاَ إِن كُنتُمْ غَيْرَ مَدِينِينَ * تَرْجِعُونَهَا إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ][12]

ژباړه: نو ولې يې نه (راګرځوئ) كله چې ساه ستوني ته ورسېږي ،او په دغه وخت كېتاسو ګورئ ،او مونږ ده ته لهتاسو نه ډېر نژدې یو او لېكن تاسو نه وینئ ، نو ولې يې نه (راګرځوئ) كه تاسو محكومان نهیئ ، نو ولېدغه ساه (نه) راګرځوئ۔ كه تاسو رښتیني یئ.

آن لاين اسلامي لارښود




[1] – سوره الجاثية :۲۴ .

[2] – سوره الطور :۳۵ .

[3] – سوره آل عمران :۲۷ .

[4] – سوره البقره :۲۵۸ .

[5] – سوره الانبياء :۲۲ .

[6] – سوره الحج :۵ .

[7] – سوره الزمر :۶ .

[8] – سوره الفرقان ۵۳ .

[9] -سوره القيامة: ۴.

[10] – سوره النحل :۱۰- ۱۱ .

[11] – سوره الذاريات: ۲۱.

[12] – سوره الواقعه ۸۳-۸۷.

Print Friendly, PDF & Email