د الله تعالی پر وجود باندې حسي او عقلي دلائل

ټول مخلوقات هغه که پخوا پيدا شوي دي او يا وروسته پيدا کيږي خالق او جوړونکی لري د خالق پرته هيڅ شی تصادفي پخپله نه پیدا کيږي بلکي هر څه خالق او پيدا کوونکی لري.

د صنائعو ، اختراع او تنالوژی واله دې مغرور نشي ، الله سبحانه وتعالی د موجوده تنالوژۍ ټول اسباب پخوا برابر کړي دي ، د اختراع ، جوړونې او پلان ګرازی لپاره د انسان دوماغ چې په ميليونوحجرې پکې ځای پر ځای شوې دي ، په ځمکه کې د موجوده تکنالوژی ټول اسباب پخوا برابر شوي دي لکه : هوا ، اوبه ، معدنيات اود ځمکې زرغونول ، کچېرې هوا نه وای ، د هوا کوچني ماليکولونه نه وای نو نن به دمخابراتو او انترنټ تکنالوژې له کومه شوې وای ؟،الکوتکو به څنګه پرواز کړی وای کچېرې د اوبو داسې خاصيت نه وای چې پخپله پاسنی سطحه د ماليکولونو کلک قشر جوړوي نو بيړيو به د بحر د پاسه څنګه تګ کړی وای .

کچېرې معدنيات لکه : زر ، ميس ، اوسپنه او نور نه وای اوسنی تکنالوژي به له کومه شوې وای، ولي دا شيان په کومه بله سياره کې نشته چې يوازې په ځمکه کې دي ؟ دا ځکه چې ځمکه الله تعالی د انسانان د ژوند لپاره ټاکلې ده خو تر يو وخته پورې ځکه چې معدنيات دکمبود او خلاصون خواته روان دي او نور موجودات د زوال په لورې روان دي .

د امام ابی حنيفه رحمه الله عقلي دليل :

يو ملحد د ابو حنيفه رحمه الله څخه دالله تعالی د وجود او خلقت دليل و غوښتلو ، ابو حنيفه رحمه الله ملحد ته وويل  مخکې له دې چې مسئلې ته ور داخل شو تهما ته ووايه چې:

يو کښتۍ ( چې د هغې تختې خود به خود له ونو څخه جلا کيږي او پخپله کښتۍ ورڅخه جوړيږي او بيا خپله باريږي ) په وسائلو بار بېړۍ د کوم چلوونکي پرته د درياب په سختو موجونو کې حرکت کوي او په سمه توګه خپل مقصد ته رسيږي ( او پخپله خالي کيږي او بيرته ځي ) .

د الله تعالی د وجود څخه منکر (ملحد)وويل: داسې کېدل نا ممکن دي او دا هيڅ عاقل نشي منلای ، ابو حنيفه وويل : افسوس ستا په حال ، ته چې دا مني چې يو کوچنۍ کښتۍ د کښتۍ چلوونکې پرته حرکت نشي کولای نو څنګه د ځمکې او آسمانونوموجودات چې د حکمت څخه ډک دي پيدا کوونکی او اداره کوونکی نلري ؟ ايا ددې ستر جهان موجوديت د الله تعالی پرته څنګه ممکن وي ؟

ملحد سکوت او بې ځوابه شو ، حق تهتسليم شو او د امام په وسيله يې ايمان راوړ[1] .

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – کتاب رد الحاد او سيکولرزم ص :۵۸ / حمدالله “شاکری”

Print Friendly, PDF & Email