د نبي صلی الله علیه وسلم د سنتو اتباع او پیروی (۱)

د کلمې طیبې )لااله الاالله محمد رسول الله( یو مقصد دا دي چې هر مسلمان په دې یقین ولري چې زمونږ د دنیا او اخرت کامیابی او خوشحالی یوازې د الله رب العزت په حکمونو او د نبي صلی الله علیه وسلم په سنت طریقو کښې ده، او د الله تعالی د حکمونو او د نبي صلی الله علیه وسلم د سنتو خلاف زنده ګی تیرول په دنیا او اخرت کښې انسان له پریشانیو او ناکامیو سره مخ کوي، مسلمان چې څومره هم له پریشانیو او ناکامیو سره مخ کیږي یوازیني سبب یې له دین څخه چې د الله تعالی اوامر او د نبی صلی الله علیه وسلم سنت طریقې دی لرې والی او عمل نه کول دي، الله تعالی د نبي صلی الله علیه وسلم په پیروي باندې امر کړي فرمایی:

قال الله تعالی: { وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا } الحشر: ٧

څه شی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم تاسې ته درکوی هغه واخلئ؛ او له څه شي څخه چې تاسې منع کوی له هغه څخه منع شئ.

و قال تعالی: { وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى{3} إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى{4} النجم: ٣ – ٤

دغه (محمد صلی الله علیه وسلم) له خپل نفسي خواهش څخه خبرې نه کوي؛ دا (قران) خو یوه وحیي ده چې پر هغه نازلیږي.

و قال تعالی: { قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ } آل عمران: ٣١

(اې پیغمبره صلی الله علیه وسلم! ) خلکو ته ووایه که تاسې په رښتیا له الله تعالی سره مینه لرئ، نو زما د پیروۍ لاره غوره کړئ؛ الله تعالی به ستاسې سره مینه وکړي او ستاسې خطاوې به در وبښی.

او همدارنګه نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي:

عنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي اللَّه عنه عن النبيِّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: «دَعُونِي ما تَرَكتُكُمْ: إِنَّما أَهْلَكَ من كَانَ قبْلكُم كَثْرةُ سُؤَالِهم، وَاخْتِلافُهُمْ عَلَى أَنْبيائِهمْ، فَإِذا نَهَيْتُكُمْ عنْ شَيْءٍ فاجْتَنِبُوه، وَإِذا أَمَرْتُكُمْ بأَمْرٍ فَأْتُوا مِنْهُ ما اسْتَطَعْتُمْ » متفقٌ عليه.

له ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم و فرمایل: ما پریږدی تر څو چې تاسې مې پرې ایښی وی یعنې بې ځایه سوالونه مه کوی، بې له شکه له تاسې مخکې خلک په همدې وجه هلاک شول چې زیات سوالونه به یې کول او له خپلو پیغمبرانو سره په اختلاف کولو، کله مې چې له څه منعه کړی له هغه منعه شی، او په څه شي مې چې در ته امر وکړ پر هغه د خپل توان مطابق عمل وکړی.

نور بیا…


Print Friendly, PDF & Email