صليبي جګړې د امت په تاريخ کې مهم تاريخي حوادث ګڼل کيږي صلیبي جګړې د اورپا د مسيحي کليساوو په لمسون د مسلمانانو پر ضد په کال د ۱۰۹۷ م پيل شوې چې تقريباً ۲۰۰ کاله وخت يې نيولی دی .
صليبيان دغه جګړې د څلورو اهدافو لپاره پيل کړې وي :
۱- د مسلمانانو څخه د اورپا د زړه انتقال اخيستل ، مسلمانان د اورپا په مهمو سيمو لکه : هسپانيه ، پرګال او جنوبي فرانسه باندې واکمن وو ، صليبيان غوښتل چې د اسلامي امت څخه په اسلامي ختيځ خپل انتقام واخلي .
۲- د مسلمانانو څخه د بيت المقدس نيول ځکه د دوی لپاره بيت المقدس داسې وو لکه زمونږ لپاره مکه .
۳- په اورپا کې اسلام او د مسلمانانو تمدن د چټکې پراختيا په حال کې وو ، دوی غوښتل د اسلام د پراختيا مخه ونيسي او د هغه پر ځای مسيحيت ته خلک دعوت کړي .
۴- څلورم هدف اقتصادي هدف وو .
په صليبي جګړو کې صليبيان زيات وحشتونه تر سره کړي دي چې يو نمونه يې دا ده : کله چې صليبيان بيت المقدس ته داخل شول ډير وحشتونه يې تر سره کړل د دوی د وحشتونو څخه ځنې مسلمانانو چې نارينه ، ښځې او ماشومان هم پکې وو مسجد الاقصی ته پناه يوړه هغه ځای چې د دوی په نزد هم مقدس دی د دغو مسلمانانو شمير اويا زره وو ټول يې په قتل ورسول او د صليبيانو آسونه تر سينو پورې د مسلمانانو په وينو کې غرق شول.
چې بيا وروسته د اسلامي امت زړور جنرال صلاح الدين ايوبي له دوی څخه انتقال واخيست او بيت المقدس يې له صليبيان څخه آزاد کړ .
کله چې په افغانستان باندې امريکا يرغل وکړ دغه جګړې ته يې د اسلام پر ضد د صليبي جکړې نوم ورکړ او د امريکا رئيس جمهور بش وويل :
THIS CRUSADE THES WAR ON TERRORISM TAKE A LONG TIME
نن همدغه صليبي ليوانو زمونږ په مظلوم ولس باندې د وحشتونو ناتار جوړ کړی دی د هغوی په ناولو لاسونو باندې بې ضميره او بې وجدانه رژيم يې سيل کوي او يوازې په خوله باندې د غندلو جرت او ايمان هم نلري .
دلته ددې خبرې يادول ضرور دي چې صليبيان هيڅکله هم مخامخ د اسلامي امت د مقابلې توان نلري او دوی هر وخت د خپل کشيش زويمر پر وينا عمل کړی چې وايي : ونه د خپل ښاخ په ذريعه پرې کړئ .
هر وخت يې د خپلو استعماري اهدافو لپاره د همغه سيمو د څو بې ضميره کسانو څخه استفاده کړې او د هغوی په وسيله يې خپل اهداف عملي کوي.
خو هر څوک چې په الله او ورځ د آخرت رښتنی ايمان لري نو هغه دې په دې خبره ښه پوه شي چې : د يو ناحقه مسلمان له وژلو څخه الله تعالی ته د ځمکې نړول آسانه دي :
رسول صلى الله عليه وسلم :« زَوَالُ الدُّنْيَا أَهْوَنُ عَلَى اللَّهِ مِنْ قَتْلِ رَجُلٍ مُسْلِمٍ » [ رواه الترمذي -1395) والنسائي (3987) اوابن ماجه (2619) ] .
او کچېرې يو ناحقه مسلمان قتل شي او د هغه په قتل کې د ځمکې ټول خلک څه حصه ولري لکه : په هغه باندې خوښ او راضي کيدل ، د هغه غوښتل او د وس او توان سره سره په هغه باندې سکوت اختيارول دغه ټول کسان د هغه قاتلين شميرل کيږي او تول اهل د دوزخ دي :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«لَوْ أَنَّ أَهْلَ السَّمَاءِ وَأَهْلَ الْأَرْضِ اشْتَرَكُوا فِي دَمِ مُؤْمِنٍ لَأَكَبَّهُمْ اللَّهُ فِي النَّارِ» رواه الترمذي (1398) ، وصححه الألباني في “صحيح الترمذي” .
يعنې : کچېرې د يو مسلمان په ناحقه وژلو کې د آسمان او ځمکې ټول خلک شريک شي الله تعالی به يې د دوزخ اور ته داخل کړي .
پوه شئ چې د الله تعالی نيول ډير سخت او عذاب يې ډير سخت دی
إِذَا أُلْقُوا فِيهَا سَمِعُوا لَهَا شَهِيقًا وَهِيَ تَفُورُ ، تَكَادُ تَمَيَّزُ مِنَ الْغَيْظِ (سوره الملک )
ژباړه: او کله چې دوی په (دوزخ) کې وغوځول شي دوی به د هغه غړمباری اروي په داسې حال چې چې خوټکيږي او نژدې به وي چې دغه (دوزخ) له قهر او عصې نه وچوي .
نو فکر وکړئ ای د عقل څښتنانو! آن لاين اسلامي لارښود