د فتنو له شر څخه د وتلو لاره کومه ده ؟

يو ځل جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د آخر زمان د فتنو په اړه خبرداری ورکړ ، علی رضی الله عنه عرض وکړ د فتنو څخه د نجات لاره څه ده ؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :«كِتَابُ اللَّهِ فِيهِ نَبَأُ مَا كَانَ قَبْلَكُمْ، وَخَبَرُ مَا بَعْدَكُمْ، وَحُكْمُ مَا بَيْنَكُمْ، وَهُوَ الْفَصْلُ لَيْسَ بِالْهَزْلِ، مَنْ تَرَكَهُ مِنْ جَبَّارٍ قَصَمَهُ اللَّهُ، وَمَنِ ابْتَغَى الْهُدَى فِي غَيْرِهِ أَضَلَّهُ اللَّهُ، وَهُوَ حَبْلُ اللَّهِ الْمَتِينُ، وَهُوَ الذِّكْرُ الْحَكِيمُ، وَهُوَ الصِّرَاطُ الْمُسْتَقِيمُ، هُوَ الَّذِي لَا تَزِيغُ بِهِ الْأَهْوَاءُ وَلَا تَلْتَبِسُ بِهِ الْأَلْسِنَةُ، وَلَا يَشْبَعُ مِنْهُ الْعُلَمَاءُ وَلَا يَخْلَقُ عَلَى كَثْرَةِ الرَّدِّ، وَلَا تَنْقَضِي عَجَائِبُهُ، هُوَ الَّذِي لَمْ تَنْتَهِ الْجِنُّ إِذْ سَمِعَتْهُ حَتَّى قَالُوا:﴿إِنَّا سَمِعْنَا قُرْءَانًا عَجَبًا * يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ﴾ [الجن:1-2]، مَنْ قَالَ بِهِ صَدَقَ، وَمَنْ عَمِلَ بِهِ أُجِرَ، وَمَنْ حَكَمَ بِهِ عَدَلَ، وَمَنْ دَعَا إِلَيْهِ هَدَى إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ».(رواه الترمذي ).

ژباړه : (د فتنو څخه د خلاصون يوازنی لاره ) د الله تعالی کتاب قرآن دی.

 په دغه قرآن کې د تاسې څخه مخکني واقعات بيان شوي او تاسې څخه د ورستي واقعاتو په اړه خبر ورکړ شوی .

 هغه د تاسې په منځ کې فيصله کوونکی دی (ستاسې قانون دی) .

يقيناً دا (قرآن) د حق او باطل تر منځ بيلوونکی دی او څه عبث نه دی .

او چا چې د کبر له امله دغه قرآن ترک کړ الله تعالی به يې هلاک او برباد کړي .

او چا چې د (قرآن) پرته په بل څه کې هدايت وغوښت الله تعالی به يې ګمراه کړي .

او دا د الله تعالی ټينګه رسۍ ده .

 او دا قرآن محکم ذکر او سیده لاره ده .

او قرآن هغه کتاب دی چې څوک يې د هوا او خواهشاتو په وسيله نشي تغيرولای او  د ژبو په وسيله نه پټيږي بلکي محفوظ دی (إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ).

او په هغه باندې علماء نه مډيږي او زيات تکرار يې سړی نه خسته کوي يعنې د قرآن علوم او عجايب او اعجاز ډير زيات دي چې علماء يې په زده کړه نه مډيږي او داسې نه دی لکه د بشر خبره چې تکرار يې سړی خسته کوي ، بلکي قرآن داسې معجز کتاب دی چې بار بار تکرار يې ايمان زياتوي او سکون او اطمان زياتوي .

او عجايب يې نه ختميږي او دا کتاب چې کله پيريان وارويد نو هغوی وويل : :﴿إِنَّا سَمِعْنَا قُرْءَانًا عَجَبًا * يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ﴾ (بېشكه مونږ یو عجیبه قرآن واورېده ،چې نېغې لارې ته هدایت كوي) .

چا چې د قرآن کوم حکم بيان کړ هغه رښتيا وويل او چا چې پر قرآن باندې عمل وکړ د هغه لوی اجر په برخه شو .

چا چې په قرآن باندې فيصله وکړه هغه عدل پلي کړ  او چا چې د قرآن طرف ته بلنه ورکړه نو هغه سيده لارې ته لارښوونه وکړه .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي