۱- خلک د کفر له تيارو څخه د ايمان نور ته بلل، خلکو ته د خپل رب او خالق ورپيژندل ،چې دا کار د دعوت پرته امکان نلري ، لقوله سبحانه وتعالی :[ الَر كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ][1]
ژباړه: الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې مونږ تا ته نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته خلق له تیارو نه رڼا ته وباسې د دوى د رب په اذن سره، د ډېر غالب، ښه ستايل شوي ذات لارې ته.
۲- بشريت ته له هلاکت څخه نجات ورکول ، ځکه کله چې انسان د ژوند په چارو کې يوازې د عقل ، نفسي غوښتنو ، خواهشاتو لاره اختيار کړي نشي کولای چې له ضرر او هلاکت څخه نجات و مومي او حتماً به په فساد او هلاکت کې پرېوځي ، الهي شريعت د تحليل او تحريم داسې اصول او قواعد وضع کړي دي چې په هغه کې جلب مصالح او دفع ضرر په نظر کې نيول شوي ، چې دا هدف د دعوت الی الله پرته امکان نلري .
لقوله سبحانه وتعالی :[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ..][2]
ژباړه : ای مؤمنانو! تاسو د الله او د رسول خبره منئ كله چې دى تاسو د هغه كار لپاره راوبلي چې تاسو ته ژوند دركوي.
د [يحيي] څخه مطلب د دين او زړونو ژوندې کيدل دي په ايمان سره .
۳- د انسان د خلقت او پيدايښت د اصلي هدف تحقق کوم چې يوازې د الله تعالی عبادت او بندګې ده ، لقوله سبحانه وتعالی :[وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ][3]
ژباړه : او نه مو دي پيدا کړي پيريان او انسانان مګر دا چې عبادت وکړي زما.
اوفرمايي :[اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ *
الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ
مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَندَادًا وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ][4]
ژباړه: عبادت وکړئ د هغه رب چې تاسې او له تاسې څخه مخکې ټول خلک يې پيدا کړي دي ، تر څو تاسې پرهيزګاران شئ .هغه ذات چې ستاسو لپاره يې ځمکه وغوړوله ، آسمان يې چت جوړ کړ او له پاسه يې اوبه را ښکته کړې ، په اوبو سره يې ستاسې د خوراک لپاره ډول ډول مېوې را وښکلې . نو بايد تاسې هم له الله پاک سره نور څيزونه برخه من ونه ګرځوئ .
۴- د الله تعالی د طرف نه پر خپلو بنده ګانو دليل او حجت ، لقوله سبحانه وتعالی :[ رُّسُلاً مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ اللّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا][5]
ژباړه : او (مونږ لېږلي وو) رسولان، چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو، د دې لپاره چې د خلقو لپاره په الله باندې څه حجت پاتې نشي او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى.
۵- ټول عالم ته د الهي رحمت او هدايت رسول چې د دعوت پرته هيڅ امکان نلري ، لقوله سبحانه وتعالی :[ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلاَّ رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ][6]
ژباړه : او مونږ ته نه يې لېږلې مګر د ټول عالم لپاره رحمت.
۶- د دين او مسلمانانو د شان او عزت لوړوالی ځکه په کومه ټولنه کې چې منکرات او فساد نه وي په هغه کې د شعائر الله او ديندارو خلکو عزت لوړ وي مګر په کومه ټولنه کې چې فساد او منکرات وي په هغه ټولنه کې د شعائرو او ديندارۍ عزت کم او د فاسقانو او فاجرانو شان لوړ وي .
۷- د فسق او ګناهونو د وعيدونو په بيانولو سره خلک د ګناهونو څخه منع کول .
۸- د اعمالو د فضائلو په بیانولو سره خلک نيکو کارونو ته تشويق او ترغيب .
۹- د غافله خلکو بيدارول .
۱۰- د ايمان تجديد او د نفسونو تحريک .
۱۱- د اسلام په مسقيمه لاره ثابت پاتې کيدل .
۱۲- خلک اسلامي شعائرو او حدودو ته متوجه کول .
۱۳- د انسي او جني شيطانانو د مَکر څخه د خلکو خبرول.
آن لاين اسلامي لارښود
[1]– سوره ابراهيم :۱ .
[2]– سوره الانفال :۲۴
[3] – سوره الذاريات :۵۶ .
[4] – سوره البقره :۲۱ .
[5] – سوره النسآء :۱۶۵ .
[6] – سوره الانبياء :۱۰۷ .