د اسلامي نظام پر وړاندې د ديموکراسي جنګي وسائل

ديموکراتان ، ملحدين او د اسلام نور دوښمنان د اسلامي نظام پر وړاندې د مختلفو وسائلو څخه کار اخلي چې د يو هيواد له بل هيواد سره فرق لري او د يو وخت نظر بل وخت او همدارنګه د مسلمانانو سياسي نظام او د اسلامي بيدارۍ قوت او ضعف ته په کتلو سره فرق کوي .

کچېرې د يوه هيواد قيادت او اسلامي ويښتيا ضعيفه وي نو د هغوی پر وړاندې به جنګ هم سست او آسان وي او ښکاره او ډاګيز به نه وي، مګر کچېرې د مسلمانانو قيادت او اسلامي بیداري قوي او شامله وي نو د هغوی پر وړاندې به د دوی جنګ هم قوي او هر اړخيز وي .

مونږ دلته د هغوی ځنې وسائل بيانوو نه ټول ، هغه وسائل چې دوی يې د اسلامي نظام پر وړاندې کاروي دا دي :

۱- د اسلام د سياسي نظام څخه انکار :

د اسلام د سياسې نظام څخه انکار کول او دا ويل چې په دين کې داسې څه نشته چې مسلمانان د نورو ټولنيزو او سياسي علومو څخه منع کړي کوم چې د هغه په وسيله خپل نظم او سياست قايم کړي [1].

د سياسي نظام څخه د انکار تور او تهمت لومړی د ازهر شيخ علي عبدالرازق په خپل کتاب «الاسلام و أصول الحکم» کې ولګولو او بل يو ليکوال په نوم د خالد محمد خالد وو چې د «من هنا نبدأ» په نوم کتاب کې يې دا تهمت ولګولو .

مګر د الله تعالی په فضل د هغوی پر وړاندې علماء ودريدل او د هغوی دغه درواغجن تهمت يې د قرآن ، سنتو او اجماع امت په قاطع دلائلو رد کړ او په هغه وخت د عبدالرزاق د محاکمې لپاره د سترو علماوو اجماع جوړه شوه او هغه يې د علماوو له ډلې څخه وشړلو او په حقيقت يې هغه د مسلمانانو له ډلې څخه لرې کړ .

الحمد لله چې دا آواز له منځه لاړ او بيا چا وانرويد او نه هم وروسته چا د هغه جرأت وکړ او خلکو ته دا حقیقت څرګند شو چې دا د اسلام دوښمنو څخه نقل شوې خبرې دي .

پورته بيان شوی صورت د اسلام د سياسي نظام څخه د انکار يو بد صورت وو مګر دلته د هغه څخه يو بل بتره او زيات خبيث صورت لولو چې دا صورت د اسلام په شرعي مصادرو باندې تيری او هجوم دی داسې چې سياسي احکام يې ورڅخه ايستلي دي لکه په لاندې ډول :

۲- دا وسيله د اسلام سياسي نظام ته په تسليمۍ باندې ولاړه ده خو څه ډول تسليمي ،وايي چې : اسلام د سياست او دولت دين  دی او بيا ددې خبرې څخه دا اطلاق کوي چې د عملي سياست د احکامو مصدرونه يوازې قرآن او سنت دی او د نورو احکامو او حتی اجماع څخه انکار کوي که څه هم په هغه باندې د صحابه کرامو اجماع وي.

په دوهم قدم کې د پخوا پشان اقرار کوي چې اسلام لره سياسي نظام شته او وايي : قرآنکريم چې د سياست په اړه کوم احکام بيان کړي دي د عامو قواعدو په توګه دي نه په تفصيلي توګه ددې خبرې معنی دا ده چې د سياسی نظام لپاره محدود احکام نشته کوم چې د هغه په وجوب باندې ټينګار شوی وي .

او دلته يوازې عام قواعد ذکر شوي دي چې يوازې په هغه باندې ټينګار شوی دی چې دا د غرب يوه طريقه ده چې اسلامي نظام ته يې ورداخله کړې په دې دعوی سره چې د عامه قواعدو سره څه تعارض نلري .

  او بيا په دريم قدم کې د دوی په نزد د عملي سياست دوهم مصدر سنت دي او وايي : د سنتو احکام دوه ډوله دي يو هغه دي چې دايمي احکام دي او بل هغه چې د نبوت په زمانه پورې اړه لري او دوی په دې کې درواغجن دي – د سنتو هغه احکام چې دستوري او عملي سياست پورې اړه لري لکه عامه قاعده نو هغه  په دوهم ډول پورې اړه لري کوم چې په وخت پورې تړلي دي.

او دا په حقيقت کې په نظري ډول ددې خبرې رد دی چې وايي اسلام لره سياسي نظام دی ځکه کله چې د سياسي احکامو لومړی مصدر قرآنکريم وي د دوی په نظر چې تفصيلي احکام پکې محدود دي او دا چې سنت يې دوهم مصدر وي او په هغه کې تفصيلي احکام چې پر مونږ لازم وي نشته ، نو ددې خبرې معنې څه ده چې دوی د اسلام په سياسي نظام باندې اعتراف کوي ؟

او ددې مسلک او طريقې ضرر زيات او د هغه مسلک څخه خلکو ته زيات د دوکې وړ دی کوم چې په ښکاره د اسلام له سياسي نظام څخه انکار کوي ، په دې مسلک کې هم په عين وخت کې دوی د اسلام له سياسي نظام څخه انکار کوي خو په داسې طريقه چې د ډيرو خلکو څخه پټ وي .

وګورئ چې دوی د معصومې وحی له پريښودلو وروسته د اسلامي دولت د سياسي احکامو مصادر څنګه وګرځول – وګورې د اسلامي نظام پر وړاندې د دوی جنګ او مقابلې ته !

او کيدای شي ته پوښتنه وکړې او ووايې چې : دغو ليکوالانو ته څوک دغه خبرې وړاندې کوي ؟ نو تاته به د دوی د خبرو څخه په تيزی سره ځواب درکړي چې دا د ديموکراسي د وضيعې قانون تقليد او هغه ته سر ټيټی دی .

وګوره چې د هغوی يو کس څه وايي : په اوسني وضيعي قانون کې کوم چې مخکې مو بيان کړ د تشريع او قانون جوړولو مصدر عبارت له :

پارلمان ، رئيس دولت او يا عرف څخه دی. [2]

حقيقت دا دی چې په دغه مسلک کې چې دوی د اسلامي سياست څخه د شرعي احکامو د لرې کولو کوښښ کړی دی په اصل کې دوی دين له دولت څخه لري کوي او دين له سياست څخه د او دا د سيکولرزم سياسي څهره ده لکه مخکې مو چې بیان کړ .

نو مونږ ته دغه مسلک کشف او څرګند شو او د هغو کسانو دوکه او ګمراهي هم څرګنده او ښکاره شوه کوم چې دغه مسلک ته دعوت کوي او ددې پيژندل پر علماوو او طلابو واجب دي او الله تعالی څخه سوال کوم چې پخپل فضل ماته په دې باره کې د ځانګړي کتاب ليکلو توفیق راکړي .

۳- او د دوی د وسائلو څخه د اسلامي نظام پر وړاندې د دوی بله وسیله دا ده چې : د مسلمانانو د ځنو خلفاء ، امراء او حکامو خطاوې په اسلامي نظام پورې تړي .

او يا يې د امت د هغو افرادو څخه استفاده کړې چې دوی د شرعي احکامو په فهم کې نيګړتيا لري ، د اسلامي نظام طبيعت دا دی چې د خپلو حاکمانو به اطاعت کوي ، اسلامي نظام هيڅ قسم استبداد ، ځان غوښتنه نه مني بلکي ټول به د خپل امير اطاعت کوي .

ددې مسلک ګمراهي او خطاء د ټولو لپاره واضح او ښکاره ده څوک چې د اسلام په حقيقت پوهيږي ځکه چې :

الف): په شرعي نصوصو کې د امير او حاکم لپاره د ادنی ظلم او طغيان ځای نشته بلکي حرام دی او د مرتکب لپاره سخت وعيد دی په دې اړه ځنې نصوص داسې راغلي : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «اللهم من وَلي من أمر أُمتي شيئاً فشق عليهم فاشقق عليه، ومن وَلِيَ من أمر أمتي شيئاً فرفق بهم فارفق به»[3]

ژباړه : ای الله ! څوک چې زما د امت د يو کار سرپرستي په غاړه واخلي او هغوی سره سختي وکړي ته د هغه سره سختي وکړې ، او څوک چې زما د امت د يو کار سرپرستي په غاړه واخلي او د هغوی سره نرمي وکړي نو ته د هغه سره نرمي وکړې .

او فرمايي : «ما مِن عبدٍ يسترعِيهِ اللَّه رعيَّةً ، يَمُوتُ يومَ يَموتُ وهُوَ غَاشٌ لِرَعِيَّتِه، إلاَّ حَرَّمَ اللَّه علَيهِ الجَنَّةَ »[4]

 ژباړه: هيڅ داسې بنده نشته چې الله تعالی هغه د خپل رعيت لپاره شپون ګرځولی وي او هغه په داسې حالت کې وفات شي چې له خپل رعيت سره يې خيانت کړی وي مګر دا چې الله تعالی به په هغه باندې جنت حرام کړي.

او فرمايي : « ما مِن أَمِيرٍ يَلِي أُمورَ المُسلِمين، ثُمَّ لا يَجهَدُ لَهُم، ويَنْصحُ لهُم، إلاَّ لَم يَدخُل مَعَهُمُ الجَنَّةَ » .

ژباړه : هيڅ داسې امير نشته چې الله تعالی هغه ته د مسلمانانو امارت سپارلی وي او بيا د هغوی لپاره کوښښ نه وي کړی او هغوی لپاره يې خير نه وي غوښتی مګر دا چې الله تعالی به هغه له هغوی جنت ته داخل نه کړي.

ب): الحمدلله په شرعې نصوصو کې داسې څه نشته چې امت دې د امير او حاکم د ظلم او  طغيان په مقابل کې سکوت او يا دې هغه ته خپل سر ټيټ کړي په دې باره کې د أمر بالمعروف او نهی عن المنکر ، د ظلم او باطل د رد او تغير واضح نصوص موجود دي .

او همدارنګه په اسلامي شريعت کې د حکامو د محکوميت لپاره واضح بنسټونه موجود دي ، د شريعت څخه د مخالفت په صورت کې د هغه د اوامرو د رد حکم شوی دی ، او دا نصوص د وصيت او نصيحت په شان نه بلکي د وجوب په صيغه سره راغلي دي .

 او همدارنګه په اسلامي شريعت کې د والي او حاکم لپاره حدود ټاکل شوي دي چې په کومو شرطونو به پخپل منصب پاتې کيږي او په کومو شرطونو به له خپل منصب څخه غورځول کيږي او دا هر څه د سپيڅلي اسلامي شريعت په نصوصو کې راغلي چې د هر ډول تحريف او تغير څخه محفوظ دي او همدارنګه د دغو اسلامي ضوابطو او شرايطو په اړه علماوو ځانګړي تأليفات کړي دي. [5]

۴: او همدارنګه د اسلامي نظام پر وړاندې د دوی له وسائلو څخه دا وسيله ده چې وايي : اسلامي نظام مثالي دی نو دا په هغه وخت کې صالح نظام وي چې د هغه په مثل صالح قيادت ولري .

او ددې باطلې وينا په رد کې دا کفايت کوي چې هغوی ته وويل شي چې : د اسلام د سياسي نظام تر سیوري لاندې چې کله په مدينه منوره کې د جناب رسول صلی الله عليه وسلم په قيادت سره اسلامي دولت جوړ شو ، د هغه څخه څو پيړۍ وروسته مسلمانانو د همدغه نظام تر سيوري لاندې د ځمکې لويديځ او ختيځ فتح کړل او د اسلام بيرغ يې ورباندې ورپولو او په خلکو کې يې حق او عدل قايم کړ او د انساني تاريخ مخ يې بدل کړ ، دا هر څه د اسلام تر سیوري لاندې او د اسلامي دولت تر سیورې لاندې وو ،نو آيا دا د تطبيق وړ نظام نه دی ؟

۵- او همدارنګه د اسلامي نظام پر وړاندې د دوی له وسائلو څخه دا وسيله ده چې د اسلامي نظام په تاريخ کې يې تحريف او تأويل کړی دی .

الف ): د دوی ډير تاريخي روايات باطل او درواغ دي کوم چې په هغه

باندې د تاريخي قضيې اثبات نشي کيدای .

ب ): د ډيرو صحې رواياتو تأويل او حتی تحريف کړی دی .

ج) : د ستر دولت د تاريخ څخه د ډيرو مسلمانانو نا خبري .

دوی په خپلو درواغو ، تأويل او تحريف سره د اسلامي نظام تاريخ ته داسې څهره ورکړې ده چې خلفاء راشدينو پرته نور د ظلم او طغيان څخه ډک وو .

د تأسف ځای دا دی چې ډير خلک هغه که اهل علم دي او يا غير اهل علم او حتی زده کوونکي د امت د خلفاء راشدينو او يا عمر بن عبدالعزيز او يا صلاح الدين د تاريخ پرته نور د اسلامي امت د ختيځو او لويځو هيوادونو د فتوحاتو تاريخ او اسلامي نظام څخه هيڅ معلومات نلري .

که څه هم د اسلامي دولت دغه تاريخي حقائق په آسانه ټوګه پوره توضيح شوي چې اسلامي دولت په تاريخ کې د دجالانو ټول درواغ او دوکې لرې کولو لپاره کفايت کوي او د ټولو علماوو ، زده کوونکو او ليکوالانو لپاره ښايي په دې باره کې په بيړه کوښښ وکړي او هغه ناديده ونيسي او حتی هغه ونه ځنډوي ( مسلمانان بايد اسلامي تاريخ او د اسلامي امت تاريخي حقايقو باندې پوه او هغه درک کړي) .

حقيقة الديمقراطية / محمد بن شاکر الشريف


[1] – مؤلف حفظه الله په دې باره کې تفصيل ورکړی دی، ما دغه تفصيل را لنډ کړ ځکه چې د هغوی خبرو ته ډير زور ورکول مناسب نه دي .

[2] – وګورئ «النظرية الاسلامية في الدولة » ص ۹۰ .

[3] – رواه مسلم ۱۲/۲۱۴ .

۱۱- رواه مسلم ۱۲/۲۱۳

۱۲- رواه أحمد ۵/۲۶۷ .

[4] – متفق عليه .

[5] – وګورئ «الطريق الی الخلافة » ص ۷۱-۹۳ .

Print Friendly, PDF & Email