السلام علیکم ورحمت الله
مونژیوسوشریکانوپه شریکه یومارکیت جورکروتراوسه موتقسیم ندی کری دهیچامشخص سهم ندی پکی معلوم خوزمونژیوملگری دوکانونه پکی خرچ کریدی اوخریدارته یی ویلی چی زه پدی مارکیت کی دوکانونه لرم چی بیاهرزای کی زمادوکان ورسید هغه تاته درکوم اوس دامعامله شرعی جوازلری

منصور

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا معالمله د شرکت املاک ده

د املاکو شرکت : يعنې د جايداد او ملکيت شرکت ، دا داسې شرکت وي چې دوه يا څو کسان په ميراث ، هبه شوي ملکيت او يا اخيستل شوي جايداد او مليکت کې سره شريک وي .

د شرکت املاک حکم : د شرکت املاک حکم دا دی چې په دې شرکت کې يو شريک ته هم بغير د نورو شريکانو له اجازت څخه د تصرف کولو هيڅ حق نشته . او هر يو يې د شرکت په حصه کې د پردي شخص په څير دی .

جاء في بدائع ۶/۶۵ :

فَأَمَّا شَرِكَةُ الأَمْلاكِ فَحُكْمُهَا فِي النَّوْعَيْنِ جَمِيعًا وَاحِدٌ , وَهُوَ أَنَّ كُلَّ وَاحِدٍ مِنْ الشَّرِيكَيْنِ كَأَنَّهُ أَجْنَبِيٌّ فِي نَصِيبِ صَاحِبِهِ , لا يَجُوزُ لَهُ التَّصَرُّفُ فِيهِ بِغَيْرِ إذْنِهِ.

و جاء في الموسوعة الفقيهة ۲۲/۲۶

الأَصْلُ أَنَّ كُلَّ وَاحِدٍ مِنَ الشَّرِيكَيْنِ أَوِ الشُّرَكَاءِ فِي شَرِكَةِ الْمِلْكِ أَجْنَبِيٌّ بِالنِّسْبَةِ لِنَصِيبِ الآخَرِ . لأَنَّ هَذِهِ الشَّرِكَةَ لا تَتَضَمَّنُ وَكَالَةً مَا ، ثُمَّ لا مِلْكَ لِشَرِيكٍ مَا فِي نَصِيبِ شَرِيكِهِ ، وَلا وِلايَةَ لَهُ عَلَيْهِ مِنْ أَيِّ طَرِيقٍ آخَرَ . وَالْمُسَوِّغُ لِلتَّصَرُّفِ إِنَّمَا هُوَ الْمِلْكُ أَوِ الْوِلايَةُ لَيْسَ لِشَرِيكِ الْمِلْكِ فِي نَصِيبِ شَرِيكِهِ شَيْءٌ مِنَ التَّصَرُّفَاتِ التَّعَاقُدِيَّةِ، كَالْبَيْعِ ، وَالإِجَارَةِ ، وَالإِعَارَةِ وَغَيْرِهَا ، إِلا أَنْ يَكُونَ ذَلِكَ بِإِذْنِ شَرِيكِهِ هَذَا .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email