يقيناً چې ډير کسان د ديموکراسۍ خبرې کوي او په مختلفو غلوونکو شعارونو او افکارو سره د هغه لوري ته دعوت کوي .

د دوی څخه ځنې

ځنې علماء او هغه کسان چې خپل ځان علم او پوهې ته منسوبوي

عجيب کار دا دی چې مونږ د هغوی په کتابونو کې دارنګه کلمات مومو چې : اسلامي ديموکراسي ، د امت رهبري ، خلک د سلطنت مصدر دی ، اسلامي شراکت او نور چې هغو اصطلاحاتو ته ورته والی لري چې بنسټ يې الحاد دی او د هغو کفارو لخوا زمونږ هيوادونه ته را د ننه شوي چې زمونږ په اسلامي هيوادونو غالب دي .

کچېرې مونږ ددغو اصطلاحاتو په اړه فکر وکړو او هغه درک کړو نو مونږ ته به څرګنده شي چې دا ډول اصطلاحات نه شرعي وزن لري او نه هم علمي بلکي خپل ځانونه يې (په پټو سترګو) د هغوی مدافعين ګرځولي او په هغه کې چې د کفر او ګمراهۍ څه دي هغه يې نه دي درک کړي او په دغه لاره کې يې د نصوصو او تاريخي حوادثو غلط تأويل کړی دی .

مونږ پر دوی باندې تهمت نه لګوو او نه هم بد نيت لرو بلکي زمونږ هدف تنبه او خبرول دي تر څو په دغو اصطلاحاتو کوم چې اسلامي رنګ یې ورکړی څوک تيرنوځي .

او له دغو علماوو او علم او پوهې ته منسوب کسانو په دعوت او اصطلاحاتو کې ګمراهي وي خو په عين حال کې ډير لوستي مسلمانان دغه غير شرعې ثقافت نقلوي او د کفارو له سلطې وروسته په يوه اسلامي ټولنه کې ځای نيسي .

او دا علماء د ديني اعتقاداتو او هغه څه چې دوی يې وايي تر منځ د توافق کولو اراده لري او وايي : حکم خلکو لره دی او د حکم مصدر خلک دي مګر بيا ددې سره قيد لګوي او داسې نه وايي چې مطلق حکم خلکو لره نه دی لکه څنګه چې مشهور دی او دوی وايي حکم شرع لره مقيد دی نو دا خبره هم سمه نه ده ځکه چې ددې خبرې آخرې برخه لومړی برخه ردوي ، ځکه چې «السيادة » (حکم او سلطه ) لکه څنګه مو چې مخکې تعريف کړه چې عبارت له هغه لوړ حکم او سلطې څخه دی چې د هغه څخه پورته بل څه نشته ، نو څنګه سلطه مقيده او که مقيدوالی ممکن وي نو لومړی خبره بيا باطله شوه چې په اسلام کې حکم او سلطه خلکو او ملت لره وي .

او خلک او ملت به د حکم او قانون جوړولو مصدر وي ځکه چې داخبره يو بل ردوي او په اسلامي نظام کې حکم او تشريع اسلامي شريعت دی او خلک او ملت د الله تعالی پر وړاندې چې واحد قهار دی د بنده ګې حيثيت لري او د حکم او تشريع هيڅ صلاحيت نلري .

او ځنې د ديموکراسۍ داعيان هغه ډله ده چې پخپل ګمان يې نيک نيت او سطحي فکر سره غوټه کړی خو دوی اصلاً په کامله غلطۍ کې دي ،وايي چې : په ديموکراسۍ کې څه خير او عدل شته مونږ هغه خلکو ته بیانوو او اسلام هغه څوارلس سوه کاله مخکې بيان او د خلفاء راشدينو په وخت منځته راغلی .

او ځنې د دوی په دوکه کوونکو شعارونو تيروتلي دي چې د حکامو په ټاکلو کې اختيار ، او رأی حق او نور نو که د ديموکراسۍ مخالفت وشي نو دا حقوق به ضايع او د انسان کرامت به ټيټ شي .

او ځنې دعوتګر دا ګمان کوي چې ديموکراسۍ هغوی ته آزادي ورکړې نو څومره مو چې وس کيږي د دعوت فرضيه به تر سره کوو نو په همدې خاطر د ديموکراسۍ نارې وهي [1]

او همدارنګه ځنې دعوتګر په عمل کې د اسلامي نظام ارجاع غواړي او هغوی اراده لري چې مونږ به د ديموکراسي له لارې د اسلامي نظام قيام کوو ، مګر افسوس ( د دوی په حال) او په حقيقت کې دا تصور غلط دی او دا د دوی سطحې فکر دی او ډير کسان د جهاد څخه منع کوي .

خو دا د دوی لوی غفلت او سطحې فکر دی او آيا دوی دا حقيقت هير کړی دی چې اسلامي نظام په کامله توګه د ديموکراسي نظام ماتوونکی دی ؟

که دوی دا حقيقت نه وي درک کړی نو د ديموکراسي عَلمبردارانو دا حقيقت درک کړی دی او غواړي چې په ټولو ممکنه وسائلو د اسلامي نظام د قیام مخنيوی وکړي .

او کله چې د اسلامي نظام او د ديموکراسۍ د نظام تر منځ کامل تناقض او مخالفت وي نو دا به غفلت او ساده ګې نه وي چې فکر کوونکی داسې فکر وکړي چې ديموکراسۍ واله کوښښ کوي تر څو مسلمانان پرېږدي چې د ديموکراسۍ له وسائلو څخه کار واخلي او په هغه باندې خپله قضاء وکړي او بيا د هغه پر ځای د اسلامي نظام قيام وکړي ؟

ځنې جماعتونه او ګوندونه پخپل اسلامي فعاليت کې ديموکراسي اختيار کړې او دوی د خپلې سياسي لارې د ثبات کوښښ کوي مګر تاسې بايد په دې پوه شئ چې هغوی ته څه ور پيش شول .

کله چې د دوی اسلامي حرکت د سياست په لاره کې ښکاره شوی دی نو پر هغوی يې حمله کړې او هغوی يې نيولي او بندي کړي دي او هغوی

يې سکنجه کړي او يا وژلي دي .

دا ټول د څه په نوم وشول ؟ د ديموکراسۍ په نوم کوم چې دوی يې نارې وهلې .

او آيا د ديموکراسۍ علمبرداران مو څه غږ اروي ؟

او ددې مثالونه په عمل کې زيات واقع شوی دي .

او د دوی څخه يو ستره ډله بلکي زيات خلک هغه کسان دي چې دوی د ديموکراسي څخه خبرې کوي خو حقايق يې نه دي درک کړي بلکي د هغه څخه يې تقليد کړی دی څه چې عامه رسنۍ خپروي .

او دا ډلې ټولې په غلطه لاره تللي دي دوی د توجیه لپاره بل هيڅ شی نلري بلکي يوازې د کفر طرف ته دعوت کوي د کفر صفت بيانوي او په پټو سترګو يې قبلوي.

او د دوی څخه ځنې سخت خطرناک دي کوم چې ديموکراسۍ ته په دې نامه باندې دعوت کوي چې دا د اسلام سياسي نظام دی او په دغو ډله کې زيات ليکوالان او يا هغه کسان دي چې ځانونو ته مفکرين وايي او همدارنګه په دوی کې ځنې د پوهنتونو استاذان او په خاصه ټوګه هغه کسان دي چې دوی وضعي قوانين او غربي نظام لوستلي وي او د هغه تر تأثير لاندې راغلي وي او دا کسان په اصل کې د علمانيت نماينده ګي کوي .

او د دوی څخه يوه بله ډله د نورو ملتونو خلک دي لکه يهود او نصارا کوم چې په ځنو اسلامي هيوادونو کې موجود دي نو د هغوی لپاره په ديموکراسۍ کې نجات دی تر څو دوی اسلامي نظام ته له سرتيټی خلاص شي .

او په عين وخت د ديموکراسي تر سيورې لاندې نظام کې چې د دوی د قيادت کوم مراکز دي هغه چې هدف يې د اسلامي نظام محاصره او اشغال دی.

[1] – او زمونږ دعوت يوازې د حق طرف ته دعوت دی نه د ګمراهۍ او باطل طرف کوم چې د ديموکراسۍ د نظام له آزادۍ سره لوی فرق لري .

حقيقة الدمقراطية / محمد بن شاکر الشريف

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email