ديموکراسي د اسلامي نظام پر وړاندې قاطع طريق ده

ډير کسان د کفري هيوادونو لخوا په عربي او اسلامي هيوادونو باندې د فکري هجوم په اړه نه پوهيږي کوم چې دوی دعوی کوي چې مونږ ستاسې ټولنيز نظم او آزادي غواړو ، بې امني له منځه وړو او ستاسې د آزادۍ او امن ساتنه کوو .

واروه ای اوريدونکيه او ولوله ای لوستوکيه ! آیا کفري هيوادونه پر مسلمانانو باندې دومره رحمت او شفت لري چې مسلمانان د جابرو حاکمانو څخه خلاص کړي ؟ عجيب شی .

که مونږ پوه شو نو دا رحمت او شفقت نه دی بلکي دا د اسلامي نظام د لارې شکول دي تر څو په اسلامي هيوادونو کې اسلامي نظام رانشي .

او توضح يې داسې ده

حاکم ظالم رژيمونه په تدريجې توګه قدرت ته رسوي او په خلکو کې د هغوی رسوخ ته وده ورکوي او پر مسلمانانو باندې به له ښي او ګين لوري را تاو شي چې د اسلام پرته بل د رجوع ځای نلري او کله چې د اسلام د بيا ژوندې کولو او اسلامي ويښتابه ځواک را پيدا شي او څه قوي شي او نږدې وي چې حاکم رژيم نسکور کړي نو دلته د دوی درواغجن رحم او شفقت را ښکاره شي او بيا د ديموکراسۍ پيرو هيوادونه د ديموکراسۍ د راوستلو غوښتنه کوي مګر اصل حقيقت دا دی چې دوی د اسلامي نظام مخه ونيوله .

او پر خلکو باندې په يو بل نامه سره هماغه جابره او ظالم حاکمان قدرت ته رسوي او يا د هغوی ملاتړ کوي تر څو اسلامي ځواک د اسلامي نظام قيام ته پرې نږدي .

لکن اسلامي ويښتابه ته پکار ده چې خپلې صحي لارې ته ادامه ورکړي د الله تعالی په اذن به حتماً خپل مقصد ته رسيږي .

مګر  ځنو بيا د بصيرت پرته د هغوی په دام کې را ګير شول او د ديموکراسۍ شعار يې ورسره بدرګه کړ  او څه ناڅيز شی يې ورکړل خو وروسته يې ډير زيات تاوان وکړ  او هر څه يې له لاسه ورکړل .

او زه هنوز هم هغه ورځ په ياد لرم چې د يو عربي هيواد رئيس جمهور دې ته تيار شو چې يو اسلامي حرکت چې پوره قوت يې تر لاسه کړی وو او هر ځای يې مرسته کوونکي لرل او خبره تر فوځ او پوليسو پورې ورسیده يعنې په هغوی ور داخل شول او وروسته يې په رسمي بيان کې په ديموکراسۍ اعتراف وکړ حال چې په دغه ګوند څلور پيړۍ تيرې شوې وې او ډيرو کسان چې په اصلي حقيقت نه پوهيدل هغوی دا نيک کار او صحي لاره بلله مګر په اصلي حقيقت دوی نه پوهيدل چې ددې څخه يې مطلب د اسلامي نظام مخنيوی وو .

حقيقة الدمقراطية / محمد بن شاکر الشريف

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email