ډيرې خبرې چې کيږي هغه دا چې ځنې خلک وايي : مونږ په دې کې شک نه کوو چې ديموکراسي په اسلام کې نشته کوم چې پورته بيان شوه هغه ديموکراسي کوم چې په نصراني هيوادونو او کفري ملتونو کې شتون لري ، او بيا دا وايي چې مونږ په ديموکراسۍ کې ځنې ښه شيان موندلي لکه : د حکامو په ټاکلو کې د ملت او خلکو حق چې د استبداد مانع ګرځي او د رأی حق لري او د هيواد په اداره کې د برخې اخيستلو حق لري نو کله چې داسې وي نو زمونږ لپاره څه مانع ده چې د ديموکراسۍ څخه خير واخلو او شر يې پريږدو .

او ددې خبرو ځواب دا دی :

۱- اسلام کامل او جامع دين دی چې د ژوند د ټولو چارو لپاره لارښوونې لري ،او د هر مسلمان عقيده ده چې زمونږ دين هيڅ داسې باب نه دی پرېښی چې په هغه کې خير وي او مونږ ته يې بيان کړی نه وي او هيڅ داسې باب يې نه دی پرې ښی چې په هغه کې شر وي او د هغه څخه يې مونږ منع کړي نه وو ، لکه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم چې فرمايلي :« انه لم يکن نبي قبلي الا کان حقاً عليه أن يدل أمته علی خير ما يعلمه و ينذرهم شر ما يعلمه لهم »[1] .

د اسلام دين مسلمانانو ته د ژوند د ټولو چارو لارښوونه کړې ده حتی د قضای حاجت آداب يې هم بيان کړي دي نو آیا دا ممکنه ده چې سياسي نظام به پوره نه وي او مونږ به نورو ته احتياج وو ؟

د اسلامي شريعت له سترو مقاصدو څخه يو مقصد د اسلامي نظام او اسلامي حکومت قيام دی .

[لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ][2] .

ژباړه : يقيناً چې مونږ خپل پيغمبران له خپلو روښانه او څرګندو هداياتو سره وليږل او له هغوی سره مو کتاب او تله نارل کړی وو تر څو پر خلکو کې عدل قايم شي .

د عدل د قيام څخه مقصد شرعې نظام دی .

او بل دا چې : د اسلام تاريخ په دو برخو ويشل شوی دی د تکوين دوره او د حکومت او شريعت د تأسيس دوره .د تکوين دوره چې په مکه کې د وحی د نزول نه شروع وه پيغمبر صلی الله عليه وسلم د الهي دستور له مخې د شرک او بت پرستی پر وړاندې مبارزه کوله او خلکو ته يې د اسلام دعوت ورکولو .

د مدينې منورې ټوله دوره د حکومت او شريعت په تأسيس کې تير شوي ده .

او اسلامي شريعت د امير د ټاکلو لپاره د مصلحت څخه ډکې لارې ټاکلی دي .

نو مونږ په اسلامي سياست کې يو ګمراه ملت ته د څه لپاره اړتيا لرو ؟

۲- او همدارنګه مخکې مو بیان کړل چې د ديموکراسۍ اصل او بنسټ کفري الحاد دی نو بيا د ښه او بد جلاوالی پکې ممکن نه دی ځکه چې اساس يې يو دی .

۳- او دا چې وايي په ديموکراسۍ کې څه داسې څه شته چې خير دی نو خير به ورڅخه اخلو او شر به يې پريږدو .

هغه امت چې الله تعالی ورته افضل او خير امت ويلي [كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ][3] .

کله چې زمونږ امت الله تعالی خیر د امتونو بللی نو بیا ولی خپل خير ،عزت او شرافت د بل په شر او ذلت خرچوو؟

او هر چې اختراعات ، نوي انکشافات او علمي تجارب او نور مباح امور دي هغه الله تعالی مونږ ته پريښې تر څو د امت د هر عصر زمان د مصالحو په نظر کې نيولو سره اجتهاد او کوښښ پکې وکړو .

او هغه چې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم امر ، نهی ، هدايت او لارښوونه ده نو ټول خير په هغه کې دی او په دې برخه کې هيڅ چا ته ضرورت نلرو .

حقيقة الدمقراطية / محمد بن شاکر الشريف

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – رواه مسلم .

[2] – سوره الحديد :۲۵ .

[3] – سوره آل عمران :۱۱۰ .

Print Friendly, PDF & Email