د سيادت او تولنيز تړون نظریه

د سیادت د نظريې آساس او بنسټ

سيادت يعنې حکم به خلکو لره وي چې د ديموکراسۍ بنسټيز رکن بلل کيږي چې بلاخره د الله تعالی په شرک نيولو پای ته رسيدلی اساس او بنسټ يې کفري الحاد دی چې لاندې مراحل يې طی کړي :

د سيادت نظريه لومړۍ د غرب په نصاراوو کې مينځه راغله کوم چې د منحرفې عقيدې او تحريف شوي شريعت پيروان وو ، د هغوی پاچاهانو او ملوکو ظلم او استبداد اختيار کړی وو او حاکميت يې مطلق د ځان حق بللو چې کواکي دوی ته د الله تعالی د جانبه سپارل شوی دی هغوی به ويل : پاچاهان پخپل سلطنت او حاکميت کې د دوی لپاره د الله نماينده ګان دي هغه که مستقيم وي او که غير مستقيم، يعنې خپل ظلم او طغيان ته به يې ديني رنګ ورکولو .

او کليساوو د نصارا په نزد د دين تمثيل نشو کولای ځکه په فساد ، انحراف او تحريف ککړې وې او په دې باندې نه توانيدې چې خلکو ته د حاکم وضيعت چې سراسر ظلم او طغيان وو د کومې صحي مرجع لارښوونه وکړي او دوی ته د حاکمانو د ظلم څخه نجات ورکړي .

يعنې په مستقيم او غير مستقيم ډول اورپايي کليساوې وې چې هغوی په خپل منسوخ شوي دين او تحريف عقائدو کې زيات خرافات ځای پر ځای کړي وو ، د علم او نويو حقائقو سره يې کرکه او مخالفت کولو  ،آسماني دين يې کاملاً تحريف او د خپلو رأيو او خواهشاتو موافق جوړ کړی وو ، چې د خلکو مشکلات نه ور باندې حل کېدل ځکه نو خلک ددې تحريف او ساختګي دين څخه د لادينی خواته منحرف شول.

نو وروسته په دوی کې ځنې مفکرين پيدا شول چې د دين او هغه څوک چې د دين استازيتوب کوي د لريوالي په فکر کې شول چې په څه طريقه

پاچاهان او واکداران لرې کړي .

او نه وه د دوی دا لاره مګر د يو کفر بدلول وو پر بل کفر سره چې دوی وويل : سيادت يا حاکميت به پاچاهانو لره نه بلکي ټولو خلکو لره وي .

يعنې دواړه د سيادت او حاکميت په نظر وو خو پاچاهانو د ځان حق بللو او مفکرينو د ټولو خلکو .

او دا چې مفکرينو حاکميت د ټولو خلکو حق بللو بنسټ يې پر دغه خبره ولاړ وو چې :

د ټولنيز تړون نظريه :

د ټولنيز تړون نظريه لومړی دغو دری کسانو ورکړې ( توماس هويز ، حون لوک او جان جاک روسو) چې انسانانو په ابتداء کې فطري ژوند کولو نه يې قانون لرلو او نه يې شريعت لرلو نه يې سلطنت او نظم لرلو بيا دوی د خپل ژوند د تنظيم لپاره ټولنيز تړون وکړ چې حکم به خلکو لره وي او خلک به د شرع او قانون جوړولو واک لري .

دا نظريه الحادي او د قرآن سره په ښکاره ټکر کې ده ، قرآنکريم مونږ ته خبر راکوي چې لومړی انسان آدم عليه السلام پيدا شوی او بيا بې بې حوا او کله چې آدم او بې بې حوا ځمکې ته را ښکته شوي دي ، دوی ته د الله تعالی د جانبه شريعت را استول شوی او دوی ته د ژوند د ټولو ضروري چارو او معاملاتو هدايت شوی دی :[وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ فَمِنْهُم مَّنْ هَدَى اللّهُ وَمِنْهُم مَّنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلالَةُ فَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ فَانظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ][1] .

او فرمايي : [إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ بِالْحَقِّ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَإِن مِّنْ أُمَّةٍ إِلاَّ خلاَ فِيهَا ][2] .

او فرمايي :[كُلَّمَا أُلْقِيَ فِيهَا فَوْجٌ سَأَلَهُمْ خَزَنَتُهَا أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَذِيرٌ * قَالُوا بَلَى قَدْ جَاءنَا نَذِيرٌ فَكَذَّبْنَا][3] .

مونږ ددې کفري الحادي نظريې بيان ته څه ضرورت نلرو ، يوازې دومره کافي ده چې پوه شو چې د دغه نظریې (ټولنيز تړون) نسبت «جان جاک روسو» ته کيږي کوم چې د وخت يو بې دينه وو ، او دغه نظریه يې د فرانسي د الحادي انقلاب په انجيل کې ثبت شوه.

او کله چې د دغه نظریې اصل کفري الحاد دی چې نتيجه يې د الله تعالی سره شريک نيول دي يعنې مخلوق ته يې د تشريع ، تحليل او تحريم حق ورکړی دی .

لنديز :

لنډه دا چې د وضعي نظام (دیموکراسۍ ) په سيوري کې د حکم حق يوې طائفې يا خلکو يا ملت لره وي يعنې په هر صورت کې د حکم حق بشر لره دی مګر په اسلامي نظام کې د حکم (قانون ، تحليل او تحريم ) حق الله تعالی لره دی يعنې د اسلامي نظام قانون به د الله تعالی له جانبه را ليږل شوی اسلامي شريعت وي او په کوم اسلامي نظام کې چې شريعت حاکم نه وي هغه به هسې په نوم اسلامي وي او په اصل کې طاغوت بلل کيږي .

حقيقة الدمقراطية – محمد بن شاکر الشريف

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – سوره النحل :۳۶ .

[2] – سوره فاطر :۲۴

[3] – سوره الملک :۸،۹ .

Print Friendly, PDF & Email