په اسرائيلو کې سخت اور لګيدلې او د پراختيا په حال کې دی

اخبار جهان اسلام او الفکورة الاسلام : د اسرائيلو لخوا اشغال شوی فلسطين په ځنګلونو کې داسې اور لګيدلی چې په 60 کالو کې مثال نه لري .تر اوسه پورې يې څه د پاسه 40 کسان وژلی او 13000 صهيونیستی اسرائيل له خپلو کورونو څخه د شمالی فلسطين په لورې تښتدلې دي.
د مهر د خبر د راپور او د آلمان د خبرې رسنيو په حواله : د پرون ورځې را هسې تر نن (جمعې ) پورې څه چې د اور خولې ته ورغلي سوزولي يې دي او تر اوسه پورې د 40 زياتو کسانو د مرګ سبب شوی دی .
دغه اور د فلسطين په شمالی جنګلونو په يوه غرنی “الکرمل” په نوم سيمه کې مينځ ته راغلی دی او د پراختيا په حال کې دی .

 

د اسرائيلو مقاماتو د حيفا ښار (اشغال شوی شمالي فلسطين )  اسيدونکو ته اعلان وکړ چې خپل کورونه پريږدې او ښار تخليه کړي .

 

 

مصر هم د نموړې اور د سړولو په پروسه کې د اسرائيلو سره يو ځای شو . راپور زياتوي تر اوسه پورې 24 هوايې اطفايې برخه لري چې د مختلفو هيوادونو لکه مصر ، يونان ، فرانسې پورې اړه لري .
 

 

خو د اور سړولو (اطفايی ) کميټې ريس وويل : تر اوس پورې مونږ د اور د کنترول توان نه لرو او زمونږ کوښښونه ګټه نه لري
همدارنګه د ظالم رژيم د امنيت وزير”اسحاق آهارنوویچ” وويل د شمال د ځنګلونو د اور سړولو د وخت ټاکل غير محال دی .
له بل لورې د اشعالي صهيونست ملګرې  “باراک اوباما” تعهد وکړ چې په دغه لګيدلې اور کې به له صهونيست سره مرسته وکړم .
ددې سخت اور ويديو دلته وګورئ
آن لاين اسلامې لارښود
Print Friendly, PDF & Email