د ديموکراسۍ اصلي څيره ( اخلاقي آزادي)

۲- اخلاقي ازادي :

د ديموکراسۍ په نظام کې هر ډول خباثت ، رزاېلو او بد اخلاقۍ ته مطلقه آزادي ورکول شوې ده .زنا د هغوی حق دی ، په عامو لارو او کوچو کې بې شرمه افعال د هغوی حق دی ، لواطت او د هغوی په اصطلاح کې همجنس بازي د هغوی حق دی او ځنې کسانو ته به دا مبالغه ښکاري راځئ چې حقيقت ووينو :

استاد محمد قطب وايي : په ديموکراسۍ کې هر ډول جنسي فعل هغه که ځوان او ځوانې سره وي يا د واده شوې سره وي قانوني جرم نه بلل کيږي مګر يوازې په هغه حالت کې چې د طرفينو په اتفاق نه وي بلکي په زور او اکراه سره وي .

کورونه او نورو د ننه ځايونه خو يې ټول په فساد لړل شوي دي خو هغه څه چې په عام محضر کې تر سره کيږي ځنې مثالونه يې دا دی :

څه کلونه پخوا د هالنډ په يوه کليسا کې د قشيش (مذهبي مشر) په لاس باندې د يوې ښځې نکاح د بلې ښځې سره وتړل شوه او همداسې د يو نارينه نکاح د بل نارينه سره تړل کيږي .

او کلونه مخکې د انګليس پارلمان د جنسي تيريو په اړه نظر ورکړ خو د

وخت رئيس جمهور (کانتربري) دا خبره رد کړ او ويې ويل : جنسي علاقې

د هغوی حق دی او په دې کې مداخله کول نه ښايي .

او همداسې کلونه مخکې د بريطانيا د يو تلويزيون لخوا جنسي محاوره نمايش ته وړاندې شوه چې لسو نجونو په هغه کې برخه لرله او د هغوی څخه د جنسي تعامل په اړه پوښتنې کيدلې او نجونو به په ښکاره توګه ځواب ورکولو چې هيڅ قدرې فطري حيا به پکې نه وه [1]

او د امريکا په تلويزيون کې حتی د جنسي علاقو عملي تصويرونه او ويديوګانې خلکو ته ښودل کيږي او ځوانې ښځې پخپله د هغه بيان کوي چې هيڅ فطري حيا هم پکې نه وي.

د امريکې پارلمان په (۲۰۱۱) کال د همجنس بازۍ قانون تصويب کړ

داسې چې:( نارينه له نارينه سره او ښځه له ښځې سره واده او جنسی تعامل کولای شي ) چې دا کار په حيواناتو کې هم وجود نلري خو د طاغوت علمبرداران يې خپل حق او آزادي بولي .

او دا عمل لومړی د لوط عليه السلام په قوم کې رواج شو چې الله تعالی په سخت عذاب برباد او د ځمکې له مخ څخه يې ورک کړل .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ فَلَمَّا جَاء أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِّن سِجِّيلٍ مَّنضُودٍ][2]

ژباړه : نو کله چې زمونږ فرمان راغی ، د هغوی (کورونه ) مو پر بل مخ نسکور کړل او پر دوی مو د پخو خټو د تيږو باران واوراوه .

دا د يموکراسۍ د نظام يو نقل شوی تصوير دی ، نړۍ ستاسې په

مخکې ده او ټول عالم وينئ چې د هر ډول قيدونو پرته آزادي پکې ده او په هيڅ نظام کې به داسې آزادي نه وي لکه د ديموکراسۍ په نظام کې د هر ډول اخلاقي قيدونو څخه پرته جنسي آزادي ،په دې پوهيدل پکار دي چې ديموکراسي دوه ډوله ده : غربي کوم چې غربي کپيټليزم هيوادونو کې ده او بله شرقي کوم چې کمونستي هيوادونو کې د تطبيق وړ ده دغو دواړو په آزاديو کې زيات فرق دی مګر په جنسي آزادۍ کې دواړه موافق دي .

او دلته تاسې ته د يوه عربي هيواد چې د ډيموکراسۍ شعار پورته کوي د قانون يوه ماده بيانوم :

“لا يعاقب القانون علی جريمة هتک العرض ، اذا ما کانت الفتادة بالغة ، تم الفعل برضاها”

يعنې : د بالغې نجلۍ سره چې رضا او خوښه يې وي جنسي فعل قانوني جرم نه بلل کيږي .

همدارنګه د کابل اوسنی رژيم چې ځان د ديموکراسۍ علمبردار بولي د قانون خشونت عليه زنان په (دريمه ماده) کې ليکي :

تجاوز جنسی: ارتکاب فعل زنا یا لواط بازن بالغ توام با اجبار و اکراه‎ ‎یا ارتکاب آن با زن نابالغ و یا تجاوز بر ‏عفت وناموس زن است‎.

لعنت د په دې قانون شه .

زنا د شرک څخه وروسته ستره ګناه ده چې د دنيا او آخرت خطرناکې پايلي يې په لاندې ډول دي :

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا ءَاخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا ، يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا][3].

ژباړه : او هغه خلك چې نه بولي له الله پرته بل معبود او څوک نه وژني هغه چې حرام کړی الله مګر په حق سره ، او نه کوي زنا او څوک چې دا کار وکړي نو هغه ښکيل شو په ګناه کې دوه چنده به وي هغه لره عذاب په ورځ د قيامت او پروت به وي په هغه عذاب کې سپک شوی .

په زاني کې د زنا په وخت ايمان نه وي:
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «لَا يَزْنِي الزَّانِي حِينَ يَزْنِي وَهُوَ مُؤْمِنٌ »[4]

ژباړه: زنا کار د زنا د عمل د ارتکاب په وخت کې مؤمن نه دی .

او فرمايي: «إِذَا زَنَى الرَّجُلُ خَرَجَ مِنْهُ الْإِيمَانُ كَانَ عَلَيْهِ كَالظُّلَّةِ ، فَإِذَا انْقَطَعَ رَجَعَ إِلَيْهِ الْإِيمَانُ »[5]

ژباړه: کله چې يو کس زنا کوي د هغه څخه ايمان وځي او د وريځې په شان ( د هغه د پاسه دريږي ) کله چې (ددې پليت ) عمل څخه خلاص شي ايمان دوباره ورګرځي .
«وأخبر صلى الله عليه وسلم عن عذاب الزناة في القبر ، وأنهم يعذبون بالنار»[6].

او رسول الله صلی الله عليه وسلم په قبر د زناکارو  د عذاب په اړه خبر ورکوي چې هغوی ته به په اور سره عذاب ورکول کيږي .

د زناکار عمر لڼد او په ژوند کې محتاج وي :

تفسير انوار القرآن د رسول الله صلی الله عليه وسلم حديث نقل کړی دی چې فرمايي : «يا معشر الناس!‌ اتقوا الزني‌، فإن‌ فيه‌ ست‌ خصال: ثلاث‌ في‌ الدنيا وثلاث‌ في‌ الآخرة، أما التي‌ في ‌الدنيا، فيذهب ‌البهاء ويورث‌ الفقر وينقص‌ العمر، وأما التي‌ في ‌الآخرة: فسخط الله سبحانه‌ وتعالي‌، وسوء الحساب‌ وعذاب‌ النار:

ژباړه: ای ډلې د خلکو ! د زنا څخه ځان وساتئ ځکه په هغه کې شپږ خصلتونه دي دری په دنيا کې او دری په آخرت کې ، هغه چې په دنيا کې دي دا دي : زنا د انسان اعتبار او جمال له مينځه وړي ، فقر را منځته کوي او عمر کموي ، او کوم چې په آخرت کې دي هغه دا دي: د الله قهر او عضب ، بد حساب او د دوزخ عذاب دي.

زناکار به د اور په تنور کې پراته وي

الله تعالی خپل نبی صلی الله عليه وسلم ته د وحی په وسيله د زناکارو حال ښيي چې :«فَانْطَلَقْنَا إِلَى ثَقْبٍ مِثْلِ التَّنُّورِ، أَعْلاهُ ضَيِّقٌ وَأَسْفَلُهُ وَاسِعٌ، يَتَوَقَّدُ تَحْتَهُ نَارًا، فَإِذَا اقْتَرَبَ ارْتَفَعُوا، حَتَّى كَادَ أَنْ يَخْرُجُوا، فَإِذَا خَمَدَتْ رَجَعُوا فِيهَا، وَفِيهَا رِجَالٌ وَنِسَاءٌ عُرَاةٌ … وَالَّذِي رَأَيْتَهُ فِي الثَّقْبِ فَهُمُ الزُّنَاةُ»[7]

ژباړه : د يوه خندق له څنک څخه تير شوو چې د تنور په شان وو ، خوله يې تنګه او داخل يې ډير پراخه وو ، د هغه د لاندې حصه کې اور بل وو ، په دغه خندق کې ځنې لپ لغړ نارينه او ښځې وو ، کله به چې اور لمبه ووهله هغوی به پورته شول داسې چې نږدې وو له خندق نه ووځي او کله به چې اور مړ شو دوی به د لاندې تلل و مې پوښتل دا څوک دي ؟ ( پريشتو ) را ته وويل : کوم کسان دې چې لوڅ په خندق کې وليدل زناکاران وو .

زنا د پورته دنيوي او اخروي عذابونو سربيره د روغتيايي عذابونو او خطرناکو امراض سبب هم ګرځي لکه : د آيډز (Aids) وژونکی مرض ، د (Syphilis، Gonorrhea) په نوم خطرناک انتاني نارغيو انتقال او د هر ډول جنسي امراضو (Venereal) انتقال .

حقيقة الديمقراطية – محمد بن شاکر الشريف

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – مذاهب فکري معاصره ص ۲۱۶ .

[2] – سوره هود :۸۰- ۸۲ .

[3] – سوره الفرقان :۶۸-۶۹ .

[4] – رواه البخاري (۲۴۷۵) ومسلم (۵۷) .

[5] – رواه أبو داود (۴۶۹۰) والترمذي (۲۶۲۵).

[6] – رواه البخاري (۱۳۲۰) .

[7] – رواه البخاري : ۱۳۸۶ .

Print Friendly, PDF & Email