۱- د دين او عقيدې آزادي :

په ديموکراسۍ کې هر څوک حق لري چې خپل دين او فکر پرته له ادنی قيد څخه تغير کړي فرق نه کوي که هغه الهي دين وي او يا کوم د بشر او باطل دين .

دا د هر کس مطلق حق دی چې هيڅ خاصوالی او ادنی قيد هم پکې نشته کچېرې څوک وغواړي هره ورځ هم خپله پخوانی عقيده بدلولای شي .

ددې حق په ورکولو سره د ارتداد د جرم او حد څخه انکار دی .

مونږ وينو په هغو عربي هيوادونو کې چې د ديموکراسۍ شعار پورته کوي کله چې کوم نماينده پارلمان ته د ارتداد د حد  موضوع وړاندې کړي نو په ميډيا او رسنيو کې به د هغه پر ضد باندې شور او غوغا وګورئ او حتی د کپيټليزم علماء به هم ورسره کډ وي .

پس د ديموکراسۍ د عقيدې آزادي د هغه څه پر وړاندې مخالفت دی کوم چې حکيم او خبير ذات لخوا قانون ټاکل شوی دی چې هغه د

ارتداد سزا ده .

په ديموکراسي نظام کې مسلم ته د عقيدې د آزادۍ څخه د هغوی مقصد دا دی تر څو په خلاص مټ خپل برحق دين پريږدي ، یهوديت ، مسيحيت او بل دين ته واوړي او مسلم ته يوازې دومره اعتقادي حق ورکول کيږي چې پر الله تعالی به ايمان لري او شخصي عبادات به تر سره کوي مګر د نورو شرعي احکامو د تطبيق حق نه ورکول کيږي لکه : سياست ، معاملات ، ټولنيز مصالح او نور .

او د ديموکراسۍ تر سيوري لاندې په مسلمان باندې لازمه ده چې وضعي نظام (ديموکراسۍ ) ته خپل سر ټيټ کړي او هغه ومني .

حال دا چې اسلام شامل دين دی په مسلمان باندې لازمه ده چې د ژوند

په ټولو چارو کې دين عملي کړي [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ][1] .

ژباړه: اي مؤمنانو! په اسلام كې پوره پوره داخل شئ او د شیطان په قدمونو پسې مه ځئ، یقینًا هغه ستاسو ښكاره دښمن دى.

پس دا خبره کاملاً باطله ده چې په ديموکراسۍ کې د اعتقاد آزادي ده ،

ددې آزادۍ څخه مقصد يوازې کفر او الحاد دی او د اسلام پر ضد

يوه دسيسه ده .

کچېرې مسلمان ته د اعتقادي ازادۍ حق ورکړ شي نو هر رښتنی مسلمان اسلامي نظام غواړي ولی هغوی ته خپل حق نه ورکوي ؟

او کله چې پر کوم اسلامي هيواد کې اسلامي نظام جوړ شي ولی د ديموکراسۍ علمبرداران د هغه مخالفت کوي ؟ نو معلومه شوه چې دا آزادي د اسلام پر ضد د کفر دسيسه ده .

حقيقة الديمقراطية – محمد بن شاکر الشريف

آن لاين اسلامي لارښود

[1] – سوره البقره :۲۰۸ .

Print Friendly, PDF & Email