اسلام علیکم محترم وروره ، دا ډیره ښه صفحه ده هر وخت یی ګورم زه امریکا کی ژوند کوم ډیری پوښتنی لرم انشالله چی یوه یوه به درسره شریکه کړم هیله لرم چی ایمل ته می ځواب راکړی .

پوښتنه :دکفارو سره نیکی کول په اسلام کی رواه کار دی او که ناروا خصوصا د ماشومانو او ناچارو او غریبانو سره هیله لرم په تفسیل سره ځواب راکړی .

دیره زیاته مننه


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

لومړی :

کافرانو ته زکات ، صدقه او خيرات ورکول جواز نلري هغه که د تأليف لپاره ( په دې نيت چې زړه يې اسلام ته مايل شي ) او يا د هغه پرته وي جواز نلري ، زکات او صدقه نه صحي کيږي .

جاء في فقه الاسلامي وادلته / دوکتور وهبة الزحلي رحمه الله :

وقال الحنفية والشافعية: لا يعطى الكافر من الزكاة لا لتأليف ولا لغيره، وقد كان إعطاؤهم في صدر الإسلام في حال قلة عدد المسلمين وكثرة عدوهم، وقد أعز الله الإسلام وأهله، واستغنى بهم عن تألف الكفار، ولم يعطهم الخلفاء الراشدون بعد رسول الله صلّى الله عليه وسلم ، قال عمر رضي الله عنه: «إنا لا نعطي على الإسلام شيئاً، فمن شاء فليؤمن، ومن شاء فليكفر»

دوهم ، د کافرانو کومک يا ښه سلوک کول :

هغه کافران چې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جنګ نه کوي ، مسلمانانو ته ازار او اذيت نه رسوي د هغوی سره ښه سلوک کول جايز دي .

په دليل د دغه قول د الله تعالی چې فرمايي : [ لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ] [الممتحنة:8] .

ژباړه: الله تعالی تاسې له دې کار نه منع کوي چې تاسې له هغو خلکو سره د نیکۍ او عدل چلن وکړي چې ستاسې سره په دين کې نه وي جنګيدلي او تاسې يې له خپلو کورو څخه نه وی ايستلي  ، يقیاً الله تعالی انصاف کونکي خوښوي  .

مګر هغه کافران چې د مسلمانانو سره يې جنګ وي او مسلمانان يې د خپلو کورونو ترک ته مجبور کړي وي او يا يې د مسلمانانو پر خاوره يرغل کړی وي حربي کافران بلل کيږي د هغوی سره دوستي او ښه سلوک کول حرام دي :

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ] [الممتحنة:9] ).

ژباړه:  الله تعالی تاسې منع کوي له دوستۍ د  هغو خلکو چې ستاسې سره په دين کې جنګيدلي وي او تاسې يې له خپلو کورو ويستلی وی او هغه چې شريک شول په ويستلو د تاسې کې  او څوک چې د دوی سره دوستي کوي پس هغه دي ظالمان .

امريکايي رژيم د افغانستان او اسلامي امت پر وړاندې صليبي جنګ اعلان کړی دی او امريکايي ملت د خپل رژيم حمايت کوي او هغوی له دغه وحشت او ظغان څخه نه منع کوي (وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ) په حکم کې راځي نو ځکه امريکايان حربي کفار دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email