دې سوال د ځواب مخکې دا ويل پکار دي چې: مونږ ټول د اسلام د دين په مفهوم پوهيږو چې اسلام هغه دين دی چې د الله تعالی په خالص توحيد باندې ولاړ دی نو ځواب اسانه دی بحث ته ضرورت نشته او په دغو (تش په نوم ) دوکه ورکونکو نارو او شعارونو حق نشي پټېدلای بلکي ددې ډول نظام حکم د روڼ لمر پشان واضح دی .

نو برابره خبره ده که د ديموکراسۍ نظام د خلکو او اکثريت وي او يا د يوې طبقې وي ، مستقيم وي او يا نيابتي وي په اسلام کې يې په واضح او څرګند ډول نوم يو دی چې هغه د طاغوت حکم دی .[1]

د قرآن او سنتو ټول ثابت نصوص په دې باندې دلالت کوي چې نظامونه دوه ډوله دي :

۱- شرعي نظام .

۲- طاغوتي نظام .

شرعي نظام

هغه نظام دی چې د الله تعالی کلمه پکې لوړه وي هغه ذات چې ژوندي کول او مړه کول کوي ، او د شرع ، تحليل ، تحريم ، أمر او نهی حکم هغه الله تعالی لره دی چې د ځکمو او آسمانونو مالک او واکدار دی دا که فرد وي اويا خلک او ټولنه وي ، په دې کار کې به د الله تعالی سره هيڅ ډول شی نه شريکوي بلکي د هغه پيروي به کوي .

او دا د لمر په شان واضح حقيقت دی او هر مسلمان په دې باندې عقيده لري چې «لا اله الا الله محمداً رسول الله » او ددې کلمې يوه معنی دا ده چې حکم به يوازې الله تعالی لره وي او په دې باره کې ډير شرعې دلائل راغلی دي :

الله تعالی فرمايي : [إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ] چې دا د مختصر اسلوبو څخه دی ، يعنې حکم نشته مګر يوازې الله لره ( د شرع ، قانون ، حلال ، حرام ، أمر او منع حکم يوازې الله تعالی لره دی ، يوازې د الله تعالی لخوا راليږل شوی اسلامي شريعت دی) .

الله تبارک و تعالی د قرآن کريم په ډيرو ځایونو کې دا بيان کړی دی په سوره يوسف کې د يوسف عليه السلام په ژبه کله چې دی د زندان ملګري ته دعوت ورکوي ، او همدارنګه په سوره يوسف کې د يعقوب عليه السلام په ژبه کله چې دی د يوسف له ورکيدو وروسته خپلو ځامنو ته وصيت کوي او همدارنګه د انعام په سورت کې يې خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم ته په همدې باندې أمر کړی چې د دليل په توګه يې مشرکينو ته ووايي .

او همدې ورته لڼد اسلوب سره الله تعالی فرمايي :[ أَلاَ لَهُ الْحُكْمُ] د قرآن په ډيرو ځايونو کې راغلی دی لکه : په سوره قصص دوه ځايه ، په سوره الانعام کې يو ځل او همدارنګه فرمايي: [أن الحکم لا يکون الا لله ) .

او الله تعالی د أمر ، نهی او تشريع حق د هغه تعالی بيان کړی دی : [أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ][2] .

او الله تعالی په شرع باندې حکم فرض ګرځولی دی : [وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَآ أَنزَلَ اللّهُ][3] .

او د نزاغ او اختلاف حل او فصل په اسلامي شريعت باندې فرض دي :[وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِن شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ][4] .

او الله تعالی په حکم (شرع ، تحليل ، تحريم ، أمر او نهی کې ) ددې څخه منع فرمايلې چې هيڅ څوک به نه ور سره شريکوئ :[ وَلاَ يُشْرِكُ فِي حُكْمِهِ أَحَدًا][5] .

او الله تعالی د هغه حکم خاص کړی دی او هيڅ څوک د هغه لري کولو ، ترک کولو او شاته کولو واک نلري :[ وَاللّهُ يَحْكُمُ لاَ مُعَقِّبَ لِحُكْمِهِ][6].

دغه دلائل او نور ډير دلائل په دې باندې دلالت کوي چې شرع ، حلال ګرځول ، حرام ګرځول ، أمر او منع ټول الله واحد القهار لره دي او دا د اسلامي نظام شان دی کوم چې الله تعالی ته خوښ دی او د دغه نظام د ټينګوونکو او پلي کوونکو سره يې په دارينو کې د نصرت ، عزت ، کرامت او فلاح او کاميابۍ د نعمت وعده کړې ده .

طاغوتي نظام

طاغوتي نظام هغه نظام دی چې أمر ، نهی او شرع ټول غير الله لره وي او يا ځنې اوامر او نواهي الله لره وي او ځنې غير الله لره وي برابره خبره ده که د فرد په سطحه وي يا د خلکو او يا هم د يو ملت .

نو واضح شوه چې د ديموکراسي نظام د طاغوتي نظام يو ډول دی ، او دا معلومه او مشهوره خبره ده چې ايمان نشي تجزيه کيدای او اسلام تر هغه پورې سالم او کامل اسلام نه دی څو پورې چې سړی د طاغوت په کفر باندې ايمان و نه لري ، ځکه چې پر الله تعالی باندې ايمان لرل او په طاغوت باندې ايمان لرل او د طاغوت د حکم قبلول او په هغه باندې خوښ او راضي کيدل هيڅکله نشي جمع کيدای .

الله سبحانه وتعالی د طاغوت کفر ګنل فرض ګرځولی :[ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىَ لاَ انفِصَامَ لَهَا][7] .

ژباړه: نو چا چې له طاغوت نه انكار وكړ او په الله يې ایمان راوړ، نو یقینًا ده ډېره مضبوطه كړۍ ټینګه ونیوله، چې هغې لره هېڅ پرېكېدل

نشته.

او الله سبحانه وتعالی په هغو کسانو باندې رد کړی چې ادعا د ايمان کوي خو خپلې فيصلې پر طاغوت کوي ( ادعا د ايمان خو قانون يې طاغوت وي) .

[أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُواْ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُواْ أَن يَكْفُرُواْ بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلاَلاً بَعِيدًا][8] .

ژباړه: آيا هغو کسانو ته دې نه کتلي چې ګمان کوي چې دوی پر هغه څه چې پر تا او تر تا پخوا کسانو باندې نازل شوي دي ايمان لري؟ حال چې غواړي (خپلې پرېکړو او فيصلو) واک طاغوت ته وسپاري په داسې حال کې چې حکم ور ته شوی دی چې د شيطان له پيروۍ څخه ډډه وکړئ شيطان غواړي چې ډير زيات يي بې لارې کړي .

نو واضح شوه چې په ديموکراسی نظام باندې کفر واجب دی (د هغه کفر ګنل واجب دي )

او د هغو کسان درواغ هم معلوم او ښکاره شول چې دوی په الله تعالی او هغه څه چې د الله تعالی په رسول صلی الله عليه وسلم باندې نازل شوي دي د ايمان ادعا کوي او په عين وخت کې د ديموکراسۍ په نظام باندې هم ايمان لري هغه قبلوي او په هغه باندې خوښ وي ، د هغه د شريعت مساوي ګڼې او يا تر شريعت لوړ ګڼې .ځکه چې د «مسلم» لفظ او د «ديموکراسۍ » چې يو د بل مخالف او يو د بل ماتوونکي دي په يو کس کې نشي جمع کيدای نو دا کسان د اسلام د حقانيت څخه نا خبره دي کوم چې د الله تعالی په خالص توحيد سره بنا شوی دی او هر ډول شرک پکې رد شوی دی او همدارنګه دا کسان د ديموکراسۍ له حقيقت څخه نا خبره دي چې په قانون او شريعت کې يو ډول شرک دی او د الله واحد القهار  سره لوی شرک دی .

حقيقة الديمقراطية – محمد بن شاکر الشريف

آن لاين اسلامي لارښود


[2] – سوره الاعراف : ۵۴ .

[3] – سوره المائده : ۴۹ .

[4] – سوره الشوری : ۱۰ .

[5] – سوره الکهف : ۲۶ .

[6] – سوره الرعد : ۴۱ .

[7] – سوره البقره :۲۵۶ .

[8] – سوره النسآء :۶۰ .

Print Friendly, PDF & Email