ديموکراسي لکه مخکې مو چې وويل : « د خلکو حکم دی د خلکو لپاره » او د ژوند په اکثرو برخو کې يې همدا طريقه ده او دا چې د خلکو حکم د خپل ځان په هلکه څنګه دی صورتونه يې په لاندې ډول دي:

۱- مستقيمه ديموکراسي :

دا د ديموکراسۍ پخوانی شکل دی چې په ټولو چارو کې ټول حکم خلکو لره وي پرته له کومې واسطې لکه په قانوني ، تنفيذې او قضايي چارو کې چې دا کار ډير سخت دی او ددې تصور نشي کيدای چې په ټولو چارو او مسائلو کې دې خلکو ته احتياج وي مګر دا چې د هغوی څخه څه محدود خلک وي نو ځکه دا ډول سلطنت په معاصر وخت کې شتون نلري .

۲- نيابتي ديموکراسي :

دا ډول ديموکراسي د پخوانۍ سره فرق لري چې په دغه ډول دیموکراسۍ کې خلک خپل نمايندګان ټاکي چې هغه ته «پارلمان» وايي او دغه «پارلمان» د ټولو چارو د قانون جوړونې صلاحيت لري او خلک پکې مداخله نه کوي مګر يوازې يو ځل هغه وخت چې کله خپل نماينده ګان ټاکي .

۳- مستقيمې ته ورته ديموکراسي :

دا ډول د مستقيمې او نيابتي دیموکراسۍ تطبيقي او عملي شکل دی چې په دې کې د نماينده ګانو هيئت موجود وي لکه : نيابتي ديموکراسي او په عين وخت کې خلک او ملت د ځان لپاره د ځنو چارو واک هم لري پرته له کومې واسطې څخه لکه په مستقیمه ديموکراسۍ کې .

دا وو د دیموکراسۍ دری عمومي صورتونه چې کله بيا په عمل کې د يو هيواد يا اقليم له بل سره فرق کوي چې داسې کيدای شي او څه عجيبه

نه ده مګر ټول د بشري افکارو او تصوراتو نتيجه ده .

که څه هم د ديموکراسۍ علمبردارانو په ديموکراسۍ باندې ډير انتقادات کړي دي او د هغې يې ډير عيبونه بيان کړي ، زه هغه دلته نه بيانوم بلکي د ديموکراسۍ اصل او بنسټ د شريعت له مخې بيانوو او بيا په هغه باندې حکم کوو .

آن لاين اسلامي لارښود


وګورئ «الدراسة في منهاج الاسلام السياسي » ص ۲۱ .

Print Friendly, PDF & Email