د ډيموکراسۍ اصلي څهره (تعريف او پيژندنه)

د ديموکراسۍ تعريف

ديموکراسي څه شی ده ؟

زمونږ عادت دا دی واقعاً چې دا يو ښه عادت دی چې دا حرص او علاقه لرو څو هغه کلمات چې عربي نه وي اصلي معنی يې وپيژنو او د هغې کلمې د را وتلو اصلي ځای وپيژنو تر څو مونږ د هغو ژباړونکو په دوکه او فريب کې اخته نشو چې د خپل هوا ، شهوت او شبهې له مخې يې د اجنبي (پرديو) اصطلاحاتو د معنی تحريف کړی وي او بيا يې خلکو ته د دوکې او فريب په جامه کې وړاندې کړي وي چې د خاصو کسانو پرته له نورو خلکو څخه يې معنی پټه وي او ډير کم ورباندې پوهيږي ددې لپاره تر څو دغه اجنبي (پردي)اصطلاحات په مسلمانانو کې رواج کړي.

نو اصل د دغه کلمې څه دی او حقيقې معنی يې څه ده ؟

په قاموسونو او کتابونو کې مې چې لټون وکړ نو زياتو مراجعو کې راغلی وو چې ديموکراسۍ اصلاً يوناني کلمه ده چې له دوو برخو جوړه شوې :

اول : ديموس په معنې د خلکو او يا ملت

دوهم : کراتوس ، حکم يا حکومت[1]

نو ديموکراسي له دوو کلمو څخه جوړه شوې (خلک او حکومت ) يعنې د خلکو حکومت ، يعنې ديموکراسي داسې يو سلطنت او حکومت دی چې په هغه کې د شرع او قانون جوړولو حق خلکو او يا ملت يا د خلکو اکثريت لره دی .

ديموکراسي د پرون او نن تر منځ

کله چې د خلکو حکم د خلکو لپاره شو نو دا يې ستر  خصيصوالی او بدوالی دی کوم چې ديموکراتان يې يادوي ، پخوانی او اوسنی تاريخ په دې باندې دلالت کوي چې دغه پورته بيان شوی خصيص عمل هيڅکله د ديموکراسۍ په تاريخ کې نه دی عملي شوی بلکي د ديموکراسۍ نظام هميشه طبقاتي پاتې شوی دی ، چې ټولنه يوازې د يوې طبقې په واک او انحصار (محاصره) کې پاتې شوې ده .

په پخواني عصر کې : د يونانيانو په نزد – د قوم مشران ، ملکان او اشرافو د حکومت ، سلطنت او قانون جوړولو صلاحيت لرلو او ددې څخه پرته اکثريت خلکو د هيڅ شي واک نه لرلو [2].

په اوس عصر کې : مالداره خلک د واک ، حکم او سطلنت ، قانون او ارادې خاوندان دي هغه کسان چې ګوندونه لري ، مالي ، تبليغاتي او نور وسائل لري ، يعنې واک او سلطنت او قانون جوړول د مالدارې او کپيټليزم طبقې په واک او اختيار کې دی او نور خلک ددې هيڅ واک نلري [3].

نو واضح شوه چې ديموکراسي د خلکو او ملت حکومت نه دی بلکي دا د يوې وړې طبقې چې (مالدار او بدمعاشان دي) حکومت او سلطنت دی او څنګه چې د ديموکراسۍ تعريف دی او د ډيرو خلکو ګمان دی د خلکو او ملت يا اکثريت حکومت نه دی.

[1] – کچېرې غواړئ په دې باره کې نور معلومات تر لاسه کړی نو «الديمقراطية و موقف الاسلام منها » کتاب صفحه ۱۷ ولولئ او همدارنګه څيړونکې د ديموکراسۍ پيژندلو په اړه نور مراجح هم ذکر کړي دي .

[2] – وګورئ «المبادئ الاساسي في القانون الدستوري » ص ۱۴۹ .

[3] – وګورئ «الحرية رأي » ص ۸۹ .

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – کچېرې غواړئ په دې باره کې نور معلومات تر لاسه کړی نو «الديمقراطية و موقف الاسلام منها » کتاب صفحه ۱۷ ولولئ او همدارنګه څيړونکې د ديموکراسۍ پيژندلو په اړه نور مراجح هم ذکر کړي دي .

[2] – وګورئ «المبادئ الاساسي في القانون الدستوري » ص ۱۴۹ .

[3] – وګورئ «الحرية رأي » ص ۸۹ .

Print Friendly, PDF & Email