– د ثوبان رضی الله عنه  نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  د سلام ګرځولو وروسته دری ځله استغفار :” أَسْتَغْفرُ اللَّه ، أَسْتَغْفرُ اللَّه ، أَسْتَغْفرُ اللَّه ” ويل او وروسته يي دا دعا ويله :«اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلام، ومِنكَ السَّلام، تباركْتَ يَاذا الجلالِ والإكرام»[1] .

ژباړه : ای الله ! ته له ټولو عيبونو نه پاک يې ، او سلامتيا ستا له جانبه ده ، با برکته ذات يې ، ای د لويي او عزت ورکولو څښتنه .

۲- له ابی امامة رضی الله عنه  نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :« مَنْ قَرَأَ آيَةَ الْكُرْسِيِّ فِي دُبُرِ كُلِّ صَلَاةٍ مَكْتُوبَةٍ لَمْ يَمْنَعْهُ مِنْ دُخُولِ الْجَنَّةِ إِلَّا أَنْ يَمُوتَ »[2] .

يعنې : څوک چې د فرض لمانځه څخه وروسته ايت کرسي ولولي ، د مرګ پرته به يې بل څه جنت ته د داخليدو مانع نشي (کله چې وفات شي جنت ته به داخل شي) .

۳- له مغيره بن شعبه رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  به کله لمونځ ختم کړ نو ويل به يي : «لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ ، لَهُ الْمُلْكُ ، وَلَهُ الْحَمْدُ ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ، اللَّهُمَّ لَا مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ ، وَلَا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ ، وَلَا يَنْفَعُ ذَا الْجَدِّ مِنْكَ الْجَدُّ»[3]

 ژباړه: د الله تعالی پرته بل معبود برحق نشته ، هغه يو دی ، شريک نلري ، هغه لره ( د کائناتو) پاچاهي او پوره غوره ستاينه ده ، او هغه پر هر څه قادر دی ، ای الله ! ته چې (چا ته ) څه ورکوې ، د هغه څوک مانع بندونکی نشته ، او ته چې (له چا نه) څه بند کړې ، د هغه څوک ورکونکی نشته ، او فائده نه کوي مالدار لره د هغه مال  ستا د عذاب ( په لرې کولو کې ).

۴- له ابو هريره نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :«مَنْ سَبَّحَ اللَّهَ فِي دُبُرِ كُلِّ صَلاةٍ ثَلاثًا وَثَلاثِينَ وَحَمِدَ اللَّهَ ثَلاثًا وَثَلاثِينَ وَكَبَّرَ اللَّهَ ثَلاثًا وَثَلاثِينَ فَتْلِكَ تِسْعَةٌ وَتِسْعُونَ وَقَالَ تَمَامَ الْمِائَةِ لا إِلَهَ إِلاّ اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ غُفِرَتْ خَطَايَاهُ وَإِنْ كَانَتْ مِثْلَ زَبَدِ الْبَحْرِ»[4] .

ژباړه:څوک چې د هر لمانځه وروسته ۳۳ ځله سبحان الله ، ۳۳ ځله الحمدلله، ۳۳ ځله الله اکبر ووايي چې ټول ۹۹ ځله کيږي او د «لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شئ قدير» په ويلو ۱۰۰ ځله پوره کړي د هغه (کوچني ) ګناهونو به وبخښل شي که څه هم د بحر د جګ په شان وي . ( ددې تسبحات په باره کې نور احاديث هم نقل شوي دي چې زيات فضيلت يي ذکر شوی دی )

۵- معاذ بن جبل رضی الله عنه  وايي: چې يو ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم  زه تر لاس ونيولم او ويي ويل : «يا معاذ إني لاحبك» ای  معاذه ! يقيناً زه ستا سره مينه لرم  .  معاذ وويل‌:  ای  پیغمبر صلی الله علیه و سلم پلار او مور مې له تا قربان شي ،  زه هم ستا سره مينه لرم ‌،  ويي فرمايل :« أُوصِيكَ يَا مُعَاذُ لَا تَدَعَنَّ فِي دُبُرِ كُلِّ صَلَاةٍ تَقُولُ : اللَّهُمَّ أَعِنِّي عَلَى ذِكْرِكَ وَشُكْرِكَ وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ »[5]

ژباړه : ای معاذ! تا ته وصيت کوم چې دا دعا د هر لمانځه نه وروسته ترک نه کړي : ای الله ! زما سره کومک وکړه تر څو زه د تا په ذکر او ياد کې ووسم او ستا شکر ادا کړم او ستا سم عبادت وکړم .

۶- سعد بن وقاص رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د لمانځه وروسته داسې دعا ويله

«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْبُخْلِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الْجُبْنِ، وَأَعُوذُ بِكَ أَنْ أُرَدَّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ فِتْنَةِ الدُّنْيَا وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ»[6] .

ژباړه : ای الله ! زه پر تا پناه غواړم له بخل ، او پر تا پناه غواړم له بزدلی او پر تا پناه غواړم له نا کاره عمره (چې د ذلت سبب شي) او پر تا پناه غواړم د دنيا له فتنې او پر تا پناه غواړم د قبر له عذاب څخه .

 ۷- عقبه بن عامر رضی الله عنه وايي چې ماته رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم کړی چې « أَنْ أَقْرَأَ بِالْمُعَوِّذَاتِ ، فِي دُبُرَ كُلِّ صَلاَةٍ»[7] .

ژباړه: د هر لمانځه وروسته به «قل هو الله أحد » ، «قل اعوذ برب الفلق » ، «قل اعوذ برب الناس» وايې.

حافظ ابن حجر رحمه الله وايي : د «المعوذات» څخه مطلب دری سورتونه (قل الله أحد ، قل اغوذ برب الفق او الناس ) سورتونه دي .

نوموړي سورتونه به د سهار او ماښام لمانځه وروسته دری ځله ويل کيږي او د نورو لمونځونو څخه وروسته به يو ځل لوستل کيږي .

د لمانځه وروسته اذکارو خلاصه

۱- «أَسْتَغْفرُ اللَّه ، أَسْتَغْفرُ اللَّه ، أَسْتَغْفرُ اللَّه»

 «اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلام، ومِنكَ السَّلام، تباركْتَ يَاذا الجلالِ والإكرام»

۲- آيت الکرسي

۳- «لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ ، لَهُ الْمُلْكُ ، وَلَهُ الْحَمْدُ ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ، اللَّهُمَّ لَا مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ ، وَلَا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ ، وَلَا يَنْفَعُ ذَا الْجَدِّ مِنْكَ الْجَدُّ»

۴- ۳۳ ځله سبحان الله ، ۳۳ ځله الحمدلله او ۳۳ ځله الله أکبر او يو ځل «لا إِلَهَ إِلاّ اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ»

۵- «اللَّهُمَّ أَعِنِّي عَلَى ذِكْرِكَ وَشُكْرِكَ وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ »

۶- «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْبُخْلِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الْجُبْنِ، وَأَعُوذُ بِكَ أَنْ أُرَدَّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ فِتْنَةِ الدُّنْيَا وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ»

۷- «قل هو الله » ، «قل اعوذ برب الفلق» او «قل اعوذ برب الناس» ويل

آن لاين اسلامي لارښود


([1]) – رواه مسلم: ۵۹۱.

([2]) – رواه النسائي وصححه ابن حبان او صحيح الجامع:۶۴۶۴.

([3]) – رواه البخاري :۶۳۳۰ و مسلم ۵۹۴ .

([4]) – رواه مسلم :۹۳۹ .

([5]) – ابوداود: ۱۵۲۲ – تحقيق رياض الصالحين بالسناد صحيح: ۱۸۳.

([6]) – رواه البخاري.

([7]) – رواه احمد ، ابؤداود ، النسائي ،صحيح الحاکم ، و صحيح ابن حبان ).

Print Friendly, PDF & Email