مسئله دا ده مثلا زه یو دوکان کي لس لکه پیسي ورکومه او شریک مي یو لک او ګټه مو دواړو یو ډول شریکه ده خو اوس دوکان توان وکړو ان تر دي چي خپلي نغدي زما لس لکه او د هغي یو لک لاړي اوس مو توان شریک دی که یوازي به زما پیسی لاړي وي د صحیح جواب په هیله مو منور قرین د کابل څخ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

تاوان به لومړی له ګټې څخه ګرځول کيږي که په ګټه پوره نه شو پاتې به له اصلي پانګې ګرځول کيږي ځکه تجار په مثال د امين او مزدور دی که تاوان وشي د ده به د وخت او کار ضايع کيدو تاوان وي او د پيسې ورکوونکي به د مال تاوان وي .

هدايه ليکي : وما هلک من مال المضاربة فهو من الربح دون راس المال …. فان زاد الهلاک علی الربح فلا ضمان علی المضارب لانه امين (هدايه ج ۳ ص ۲۶۴ ) .

يعنې : که د مضاربت مال هلاک شو نو دا به له اصلي سرمايي څخه نه بلکي له ګټې څخه ګرځوي ، کچېرې تاوان تر ګټې زيات ؤ نو پر تجار يې تاوان نشته ځکه چې هغه امين دی .

دا په هغه صورت کې چې د تجار د کوتاهۍ ، ناپوهۍ او غفلت له کبله نه وي که د ده د غفلت له امله وي نو دی يې ذمه وار دی مثلاً د يو شي نرخ پنځه روپۍ وي خو دی بغير له پوښتنې په اوه روپۍ اخلي يا د مال صحي ساتنه ونه کړه او يا يې د پيسو ورکوونکي د هدايت خلاف کار وکړ او په دغو صورتونو کې تاوان وشو نو تاوان به د سوداګر په غاړه وي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email