د رحمن بابا د دوو اشعارو شرعي حيثيت

محترمو علماو  وروڼو۰ له هرڅه وړاندې زما سلامونه او احترامات ومنۍ۰ د دینی خدمتونو او عامه اذهانو  د روښا نتیا په ستر خدمت کې  ستاسو لا بریالیتوب له الله تعالی نه غواړم
یوه مهمه پوښتنه  د رحمان بابا د دوو  اشعارو په باب  تاسو ته وړاندې کوم او هیله کوم  چه  دشریعت د اصولو په رڼا کې به یی ځواب راته ولیکۍ۰
رحمان بابا وایی:
که صورت د محمد نه وای پیدا
پیدا کړې    به خدای نه وه دادنیا
بیا وایی:
د خلیل تر کعبې دا کعبه ده لویه
چه اباد کا څوک ویران حرم د زړه
ستاسو نظر ته انتظار کوم۰ درناوی


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

عبدالرحمن بابا رحمه الله يو متقي ، پرهيزګاره ، داعي او د امت خير خواه شاعر تير شوی دی ، د ده اکثره اشعار تربيوي او دعوتي بڼه لري چې خلک يې د حق طرف ته دعوت کړي الله تعالی د ده څخه راضي شي .

 فکر کوم د عبدالرحمن بابا رحمه الله دا شعر (که صورت د محمد نه وای پیدا  پیدا کړې    به خدای نه وه دادنیا)

له دغه حديث څخه اخيستل شوی وي «لو لاک لو لاک لما خلقت الافلاک»

او عبدالرحمن بابا رحمه الله ته به ددې علم نه وي رسيدلی چې نومړی حديث موضوع دی نو ځکه په دې خبره دده لپاره څه ګناه نشته ان شآء الله.

دا حديث «لو لالک لما خلقت الافلاک» موضوع دی .

الصغاني – المصدر: موضوعات الصغاني – الصفحة أو الرقم: 52 خلاصة حكم المحدث: موضوع

ملا علي قاري – المصدر: الأسرار المرفوعة – الصفحة أو الرقم: 288 خلاصة حكم المحدث: قيل لا أصل له أو بأصله موضوع

الألباني – المصدر: السلسلة الضعيفة – الصفحة أو الرقم: 282 خلاصة حكم المحدث: موضوع

الشوکاني – المصدر : مجموعة فی الاحاديث الموضوعة – ارقم 326 خلاصه حکم : موضوع

او معنی هم باطله ده ځکه د انسانانو او پيريانو د پيدايښت مقصد د الله تعالی د راليږلي شريعت پيروي او اطاعت کول دي :[وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ] (الذاريات: ۵۶) .

او د دوهم شعر معنی يې صحي ده او له لاندې حديث شريف څخه اخيستل شوې ده :

«من آذى مسلما بغير حق فكأنما هدم بيت الله» (رواه الطبراني، كشف الخفاء العجلوني ، أو المقاصد السخاوي رقم 2086 ).

ژباړه : څوک چې کوم مسلمان په ناحقه اذار او اذيت کړي داسې دی لکه بیت الله شريفه چې نړولې وي.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email