د محمد صلی الله عليه وسلم لوړ اخلاق د هغوی له نظره

كه بې طرفانه قضاوت وشي نو!!

به كتل شي چې  نبي کريم صلي الله عليه وسلم هغه سپيڅلې هستي وه چې نړۍ ته يي د سولۍ ، امن او سوکالۍ پيغام راوړ، هغه مهال چې يو انسان دبل انسان د وينو تږى وو نو دغه ستر شخصيت په نړۍ کې د سوکالۍ او هوساينې توغ پورته کړ.هلته چې بشريت نور له ژوندانه ستومانه شوى وو نو همدغه دانسانيت لوى محسن د معنويت نه خالي انساني جسد کې نوى ساه پوکوله ، هغه يي په خوځښت راوسته اود نوي ژوند لپاره يي  هغه ته داسې نوې تګلارې وروښودې چې  پلي كيدو يې په بشري ټولنو کې د ورورولۍ او مينې فضا رامنځ ته کوله. هغه يواځې په خبرو اوتقريرونو بسنه نه كوله بلكې عملاً يي د هوسا ژوند نمونې خلكو ته وړاندې كړې . يثرب ته په مخ رااړولو سره تر هرڅه دمخه يې د  اوس او خزرج ترمنځ دجګړې هغه اور مړكړ چې تر سلونو كلونو پورې يې لمبې بلې وې او د ډيرو ځوانانوككرۍ يې خوړلې وې نه يواځې داچې د جګړې اورمړ شو بلكې د الله په مرسته د انساني تاريخ دغه ستر او عظيم شخصيت په ډيره كمه موده كې هغه پروني دښمنان د نن ورځې ترټولو خواږه دوستان وګرځول.

د لوړو او  سپيڅلو اخلاقو خاوند

د هغه د اخلاقو په اړه قرانکريم فرمايي: [انک لعلىٰ خلقٍ عظيم]

ژباړه: اى پيغمبره! يقيناً ته د لوړو اخلاقو درلودونکى يې

کوم اخلاق

حضرات صحابه كرامو رضى الله عنهم له حضرت عايشې رضى الله عنها نه وپوښتل چې د نبي كريم صلى الله عليه وسلم اخلاق څه وو؟ نو هغې رضى الله عنها په ځواب كې وويل چې : كان خلقه القران

هو! د ايت سره سم :

  د تاريخ په اوږدو کې داسې ډير خلک تيرشوي چې ددې خبرې سره سره چې نبي کريم صلى الله عليه وسلم  پيغمبري نه مني خو د هغه د ستر ، سپيڅلي او هر اړخيز شخصيت په اړه په زړه پورې ليکنې لري.د نړۍ هر وګړى د هغه د شان په پاكۍ او سپيڅلتيا ګواهي وركوي ، همغه مهال هم ډيرو زياتو خلكو د نبي كريم صلى الله عليه وسلم د اخلاقو څخه د اغيزمن كيدو له امله ايمان راوړى وو او دهغه پيغمبري يي منلى وه

  • په دغه ننداره كې د نړۍ د هغه مشهورو نامسلمانو سياستوالو ، قلموالو او تاريخ پوهانو ويناوې ،ليكنې راخستل شوې چې په بيلابيلو وختونو كې يې د اسلام د ستر پيغمبر  په اړه خپل نظرونه ښكاره كړي او دهغه ريښتينولي يې تاييد كړى ده.

د نړۍ تر ټولو ستر دايرۀ المعارف ENCYCLOPEDIA BRITANICA

   په ۱۲ جلد كې وايي چې :

  [ په لومړينو منابعو كې د تفصيلاتو يو ستره كتله داپه ډاګه كوي چې هغه (محمد ) يوداسې شريف ، ريښتونې او صادق انسان وو چې په خپل وخت كې يې د ټولو هغه خلكو احترام او درناوى ځانته رااړولى وو چې دده په څير شريف او درانه وو ]

جان ويليم ډرپر وايي چې John William Draper, A:

    د قسطنطين له مرګ نه روسته په ۵۶۹ ميلادي كال  د عربو په مكه كې هغه انسان سترګې وغوړولې چې د ټولو انسانانو څخه زيات يې په انساني ټولنه اغيز پروت دى ……… دا انسان محمد د ى .

جورج برنارد شاه وايي:

  • ما هغه (محمد صلى الله عليه وسلم) مطالعه كړ ، هوهمغه زړه راښكونكې انسان ، زما په اند خو د عيسىٰ عليه سلام په ځاى بايد همده ته د انسانيت د ناجي يا خلاصون وربخښونكي لقب وركړل شي.
  • زه په دې عقيده يم كه چيرې د هغه په څير يو شخصيت ته ددې نوي وخت ديكتاتوري هم ورسپارل شوى واى نو هغه به په دې توانيدلاي واى چې ستونزې په داسې يو طريقه حل كړې چې ترټولو اړينه سوكالي او خوښي وروبخښي.
  • ما د محمد (صلى الله عليه وسلم ) د عقيدې په اړه دا وړاندوينه لا دمخه كړې ده چې دا ګروهه به ارومرو د سبانۍ اروپا لپاره داسې د منلو وړ وي لكه څرنګه چې ننۍ اروپا ته يې منل پيل شوي دي.
  • كه چيرې په راتلونكو سلو كلونو كې په اروپا او انګلستان باندې كوم مذهب واكمني ټينګوي نو زما په اند خو هغه يواځې اسلام كيدلاى شي اوبس.
  • هغه د يو مذهب تبليغ وكړ ، د يو دولت بنسټ يې كيښوده ، يو ملت يې جوړ كړ ، اخلاقي ارونه يې رامنځ ته كړل او يو زيات شمير سياسي او ټولنيز اصلاحات او سمونې يې رامنځ ته كړې.
  • هغه داسې يو ځواكمنه او خوځنده ټولنه رامنځ ته كړه چې دهغه لارښونې يې په عمل كې پياده كولې او په بشپړ ډول سره يې انساني افكار ، الواك او كلمات د هر راتلونكي وخت لپاره بدل كړل.

د هندوستان د ميسور په ښاركې د انجونو د ارټس كالج دفلسفې د څانګې مشر پروفيسر راما كرشنا راو د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په اړه وايي چې :

  • د الله دغه رسول په ټولنه كې په دومره ستره كچه بدلون راوست چې دعربو عزتمندو او درنو كورنيو بيا حبشي غلام حضرت بلال ته د لورانو د وركړې وړانديزونه كول.
  • د حضرت محمد [صلى الله عليه وسلم] د شخصيت ټولو اړخونو ته رسيدل ستونزمن دي .زه يواځې دهغه يو څرك ګورم ، د ښكلو منظرو يوه ښكلې لړۍ ده. هغه محمد (ص) يو جنرال وو، محمد پاچا وو ، دا محمد سرلښكر وو ، هغه يو سوداګروو ، دغه محمد بلونكى او دعوتګر وو ، همدا محمد يو خطيب وو ، دا محمد يو مصلح وو ، دا د يتيمانو پناځاى وو ، ميرمنو ته د خلاصون وربخښونكى وو ، هغه قاضي وو ، هغه ولي وو او دغه ټول لوړ او سپيڅلي كردارونه په يو عظيم شخصيت كې راټول شوي وو.

راما كرشنا راو:

  • محمد صلى الله له ديندارۍ نه هم ډيرلوړ وو پر هغه صلى الله عليه وسلم د انسانيت بريدونه ختم شوي وو. د انسانانو سره مينه او خواخوږي دهغه په خټه كې اغګل شوې وه .د انسانانو چوپړ ، دهغوي د شان لوړول ، تزكيه او پاكوالې ، هغوي ته سمه لارښول  او د انسان خخه ريښتونى انسان جوړول   دهغه د ژوند موخه وه .
  • د نړيوالې ورورولۍ او انساني برابرۍ لپاره چې هغه صلى الله عليه وسلم كوم اصول نړۍ ته وړاندې كړي په ټولنيز لحاظ دبشريت دسرلوړي لامل ګرځيدلي دي.
  • LAMAR TINEلامارټاين چې يو مشهورتاريخ پوه دى كله چې د بشري ارزښت او عظمت په اړه غږيږي نو په ډير ډاډ سره وايي چې : كه چيرې د مقصد سترتوب ، د امكاناتو كموالې او د پايلو په زړه پورې والې او ارزښت د يو انسان دنبوغ يواځيني درې شرايط وي نو بيا څوك دا جرائت كولاى شي چې د معاصر تاريخ كوم ستر شخص د محمد (صلى الله عليه وسلم ) سره پرتله كړي.
  • هغه د شلو نړيوالو او يوی سترې روحانی امپراطورۍ بنسټ ايښودونکی وو كه هغه ټول مقياسونه وګورو چې د يو انسان لوړتيا او سترتوب پرې كچ كيدلاى شي نو بايد وپوښتو چې : ايا له هغه ( محمد) څخه كوم بل ستر شخصيت هم شته ؟
  • (Alphonse de Lamar tine, HISTOIRE DE LA TURQUIE, Paris, 1854, Vol. II, pp 276-277)

د هند سياسي مشر ګاندي وايي :

ماغوښتل د هغه بهترين انسان په اړه وپوهېږم ،هاغه چې د ميليونونو انسانانو په زړونه واكمن دى

  • کله مې چې د هغه د ژوندليک دوهم ټوک بنداوه نو په دې مې افسوس کاوه چې ما ددغه ستر شخصيت د ژوند په اړه کافی معلومات نه درلودل.

پروفېسر هورګ رنج وايي چې:

  • د ملتونو د يوالي هغه ټولنه چې محمد صلی الله عليه وسلم رامنڅ ته کړې و ه د انسانی ورورولۍ  او نړيوال يووالی داسې اصول يې وړاندې کړي چې د نړۍ د نورو ملتونو لباره د رڼا د څرک بېلګه لری.“
  • “د نړى هيڅ قوم او ملت د ملتونوديووالي انځورته د حقيقت دجامو په اغوستوكې د اسلام سره سيالي نه شي كولاى.”

بوسورت سمت زياتوي چې:

محمد صلى الله عليه وسلم  يواځې او يواځې همدا ويل چې ماسره د ستر واكمن جل جلاله لارښونه ده نو ځكه هغه صلى الله عليه وسلم  د واكمنۍ له وسايلو پرته واكمن وو. هغه د واكمنۍ د وسايلو كله هم پرواه نه ده كړى. دهغه ژوند د يو عام وګړي د ژوند په توګه وو.

د ډيكارټ له نظره

كامل او پوره بلونكي په نړۍ كې د ګوتو په شماروي . هغه په خپل كتاب Mein Kamp  كې خپل دانظر څرګند كړى دى چې :  د  بلونكي ،مفكر، منتظم ، مشر اوقايد ټولې ځانګړتياوې په يو شخص كې په يووخت راغونډيدل شاذ او نادردي  او همدا اصل سترتوب او عظمت دى خو نړۍ د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په وجود كې د غوښې او پوستكي دانسان په بڼه دا ټولې ځانګړتياوې كتلې دې.

ـــــــــــــــ

  د همدې ځانګړتياوو او ښكلو اخلاقو پايله وه چې صحابه كرامو دپتنګانو په څير د رسالت په دغه شمع خپل ځانونه قربانول .

    لو كنت فظا ً غليظا القلب لنفضو من حولك

  كه چيرې ته په زړه كلك او بدخلقه واى نو دا ټول به دې له شاوخوا څخه تښتيدلي واى.

هو همدغه ستر او عظيم انسان وو

چې د انسانيت او اخلاقو ټول بريدونه پرې ختم شوي وو الله جل شانه د لالهانده بشر د لارښونې او هدايت لپاره د وروستي پيغمبر په توګه غوره كړى وو.

او بيا همدغه  ستره هستي الله جل شانه د انسانيت لپاره بيلګه غوره كړى وه او په قرآنكريم كې مومنانو ته فرمايي چې :

لكم في رسول الله اسوة حسنة

ژباړه: بې شكه تاسې ته د الله د رسول په ژوند كې ښه بيلګه او نمونه ( پيروي ) ده.

كه غواړو! چې د كايناتو ستر واكمن راڅخه راضي وي او د د دنيا دژوند نيكمرغي او د اخرت تلپاتۍ خوښۍ مو په برخه شي

نو راځئ :

    ددغه عظيم او ستر انسان پيروي دخپل ژوندتګلاره وګرځوو او د انسانيت د سوكالۍ هغه پيغام چې ده نړۍ ته راوړى دى د ټول انسانيت غوږونو ته ورساوو!!!

داکتر خالد راشد

آن لاين اسلامي لارښود

د (PPT) فايل په بڼه يې خپل کمپيوټر ته ښکته کړئ

Print Friendly, PDF & Email