اسلام علیکم محترمو الله د وکړی چی دعزت او صحت په جامو سمبال وئ که چیری دسحر لمونځ دچاڅخه قضاء شی او بیا غواړی دا را وګرځوی نو په دی صورت کی به دسنتو څه حکم وی. یو چاوی که چیری لمونځ دماسپښین څخه مخی راوګرځوی نو سنت هم را ګرځی اوکه چیری وروسته وی نو بیا نه راګرځی. په مهربانۍ سره که مو دقـــــران او حدیث په رڼا کی جواب راکړ الله به اجـــر درکی مننه.

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کچېرې د هېرې او خوب له امله کوم وخت داسې نه چې همدا يې عادت وي د چا څخه د سهار لمونځ قضاء شي نو کله چې لمر د يوې نيزې په اندازه پورته شي تر زوال پورې د لمانځه قضايي ګرځولای شي .

د نورو وختونو د سنتو قضايي نشته يوازې د فرضو قضايي به ادا کوي ، مګر د سهار په سنتو باندې ډير تأکيد شوی دی د سهار د سنتو د قضايي وخت تر زوال پورې دی د هغه وروسته يې قضايي نشته .

جاء في الموسوعة الفقهية :

وَيَرَى الْحَنَفِيَّةُ عَدَمَ جَوَازِ قَضَاءِ الْفَوَائِتِ وَقْتَ طُلُوعِ الشَّمْسِ ، وَوَقْتَ الزَّوَالِ ، وَوَقْتَ الْغُرُوبِ ، لِعُمُومِ النَّهْيِ ، وَهُوَ مُتَنَاوِلٌ لِلْفَرَائِضِ وَغَيْرِهَا ، وَلأَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ” لَمَّا نَامَ عَنْ صَلاةِ الْفَجْرِ حَتَّى طَلَعَتِ الشَّمْسُ أَخَّرَهَا حَتَّى ابْيَضَّتِ الشَّمْسُ (الموسوعة الفقهية ۳۴/۴۰)

و جاء في مراقي الفلاح ص 246 .

( وإن لم يأمن ) فوت الإمام باشتغاله بسنة الفجر ( تركها ) واقتدى لأن ثواب الجماعة أعظم من فضيلة ركعتي الفجر لأنها تفضل الفرض منفردا بسبع وعشرين ضعفا لا تبلغ ركعة الفجر ضعفا واحدا منها ( ولم تقض سنة الفجر إلا بفوتها مع الفرض ) إلى الزوال وقال محمد رحمه الله تقضى منفردة بعد الشمس قبل الزوال فلا قضاء لها قبل الشمس ولا بعد الزوال اتفاقا وسواء صلى منفردا أو بجماعة ( وقضى السنة التي قبل الظهر ) في الصحيح

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email