بدعات او خرافات (کتاب)

په دغه کتاب (بدعات او خرافات) کې په مختصر ډول د بدعت پژندنه او هغه عملي مثالونه د شرعې نصوصو او حنفي فقه په رڼا کې بيان شوي  .

په دې کې شک نشته چې ګناه او بدعت دواړه حرام د اسلامي شريعت مخالفت دي مګر بدعت له ګناه څخه خطرناک دی ځکه ګناه کوونکی کس خپل ځان مجرم ګڼي او د رجوع او توبې په فکر او لټه کې وي مګر بدعتي کس خپل ځان په حقه ګڼي او خپل ځان غوره ګڼي او خپل ځان د شريعت موافق ګڼي له يوې خوا په شريعت پورې دروغ تړي هغه څه چې د شريعت څخه نه وي دی يې په شريعت پورې تړي او له بلې خوا ځان حق بولي نو ځکه د رجوع او توبې هيڅ خيال او فکر پکې نه وي .

او بل خطر يې دا دی چې بدعت اکثراً اهل علم تر سره کوي او عوام د اهل علم تقليد کوي .

او د فردي خطر سربيره ټولنيز خطر يې دا دی کچېرې د بدعاتو او منکراتو پر وړاندې سکوت اختيار شي او د هغه مخنيوی ونه شي نو خلک به په عام عذاب ګرفتار شي .

لقوله سبحانه وتعالی : [وَاتَّقُواْ فِتْنَةً لاَّ تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنكُمْ خَآصَّةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ](الانفال : ۲۵).

ژباړه: اوتاسو له هغې فتنې نه ځان وساتئ چې په تاسو كې به يواځې خاص ظالمانو ته نه رسېږي او پوه شئ چې بېشكه الله ډېر سخت عذاب وا لا دى.

کتاب ښکته کړئ
Download the Book

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email