دهرڅه نه مخکی دتعلیم انلاین اسلامی لارښود کارکونکو ته اسلام وعلیکم ورحمته الله وبرکاته.
محترمه زه احمدالله یوشرعی پوښتنه لرم چی جواب راکړی
هغه داچی په اسلام کی شریعت هرچاته خپله درجه ورکړی ده مثلا دعالم خپله درجه ده دداعی خپله درجه ده دمجاهد خپله درجه ده دهغه مطابق ثواب ورکول کیږی. خو دمجاهد درجه ترټولو لوړه ده دډیراجراوثواب خاوند دی اوورسره په څنګ کی داسی حدیثونه سته مثلا که چایو مړ سنت راژوندی کی الله پاک به دسلو شهیدانو ثواب ورکړی نو داکه یو څوک دجهاد پرځای په دغه حدیث عمل وکړی یو ثنت عمل راژوندی کړی نو وای بغیر دجهاد دسختی نه ماته دسلو شهیدانو اجرراکول کیږی نو ایا ددغه کس درجه دمجاهدسره برابریږی هیله لرم چی جواب راکړی.

په درنښت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

هيڅ فرضي عبادت د بل فرضي عبادت ځای نشي نيولای بلکي هر يو پخپل ذات کې خاص منزلت او اهميت لري که يو کس مجاهد وي د جهاد فرضيه تر سره کوي مکر لمونځ نه کوي نجات نشي ميندلای ځکه دی د بل فرض تارک دی او کچېرې يو کس جهاد هم کوي او پنځه وخته لمونځ هم مګر زکات نه ادا کوي بيا هم نجات نشي ميندلای مګر دا چې الله تعالی يې پخپل فضل وبښي .

همداسې هيڅ نفلي عبادت د فرضي عبادت ځای نشي نيولای ، کچېرې يو کس ټوله شپه نفلي لمونځونه وکړي او مسلسل روژې ونيسي خو د جهاد اجر نشي تر لاسه کولای .

جهاد افضلترين عمل دی ځکه جهاد د دين د نشر ، عدل قايمولو ، د کفر او فساد له منځنه وړلو وسيله ده .

دوهم : د فساد په زمانه کې په سنتو (دين باندې پوره پابند اوسيدل) او د دين د نصرت او قيام لپاره دعوت ، أمر بالمعروف او نهی عن المنکر او د الله په لاره کې جهاد کول لوی اجر لري ځکه چې د فساد په زمانه کې به تقوی لرونکي او د دين نصرت کوونکي خلک ډير کم وي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

جناب رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«بَدَأَ الْإِسْلاَمُ غَرِيبًا ثُمَّ يَعُودُ غَرِيبًا كَمَا بَدَأَ فَطُوبَى لِلْغُرَبَاءِ» قِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ! وَمَنْ الْغُرَبَاءُ؟ قَالَ: «الَّذِينَ يُصْلِحُونَ إِذَا فَسَدَ النَّاسُ»[1].

يعنې : اسلام  بې کسه او غريب شروع شوي دی او بيا به بي کسه او غريب شي لکه څنګه چه شروع شوی ؤ  پس طوبی ( خوشحالي ، اکرام ، لوی خير او جنت دی) لپاره د غريبانو – چا پوښتنه وکړه يا رسول الله ! غريبان کوم کسان دي؟ هغوی صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هغه کسان دي چه د فتنو او فساد په وخت کې د خلکو د اصلاح کوښښ کوي .

 او جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ مِنْ وَرَائِكُمْ أَيَّامَ الصَّبْر ، الصَّبْرُ فِيهِ مِثْلُ قَبْضٍ عَلَى الْجَمْرِ ، لِلْعَامِلِ فِيهِمْ مِثْلُ أَجْرِ خَمْسِينَ رَجُلًا يَعْمَلُونَ مِثْلَ عَمَلِهِ ، – وَزَادَنِي غَيْرُهُ – قَالَوا يَا رَسُولَ اللَّهِ أَجْرُ خَمْسِينَ مِنْهُمْ ؟! قَالَ : أَجْرُ خَمْسِينَ مِنْكُمْ » ([2]).

ژباړه : د تاسې څخه وروسته د صبر ورځې دي ، چې په هغه وخت کې صبر کول داسې دي لکه پخپل موټي کې د اور سکروټه نيول ، په داسې زمانه کې د سنتو موافق عمل ثواب د پنځوسو کسانو د عمل ثواب لري . صحابه کرامو وويل : ای رسول الله د هغوی د پنځوسو کسانو ؟ ويې فرمايل : د تاسې د پنځوسو کسانو .

يعنې پنځوس کسان د نن زمانې نه بلکي د صحابه کرامو د پنځوسو

کسانو او څه وخت چې فتنې او بدعات او منکرات په خلکو کې زيات شي .

دريم : کوم حديث ته چې تاسې اشاره کړې ده « مَن تمسَّكَ بسنَّتي عندَ فسادِ أمَّتي فلهُ أجرُ مِائةِ شَهيدٍ

» په اړه يې د محدثينو تر منځ اختلاف دی .

المنذري په الترغيب و الترهيب (۱/۶۱) کې صحيح او حسن بللی دی .

مګر ابن عدي په کامل في الضعفاء (۳/۱۷۴) کې نقل کړی دی او الباني په سلسلة ضعيفة (۳۲۶) کې شديد ضعيف بللی دی او امام ذهبي په ميزان الاعتدال (۱/۵۱۹ ) کې ضعيف بللی دی او همدارنګه امام ذهبي په تاريخ الاسلام (۱۵/۱۱۸ ) کې ويلي ويريږم چې دا حديث موضوع نه وي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – رواه أحمد والترمذی- السلسلة الصحيحة .

[2] – رواه أبوداود ۴۳۴۱ ، الترمذي ۳۰۵۸ و سلسلة الصحيحة ۴۹۴

Print Friendly, PDF & Email