الحمد لله وكفى وسلام على عباده الذين اصطفى اما بعد:

اولنی فایده : دا میاشت د هجری کال یوولسمه میاشت ده دیته ځکه ذو القعده وایی چی دی کی به مشرکین د قتال څخه کیناستل ځکه دا عزتمنده میاشت ده او د حج تیاری به یی کولو (1)

دویمه فایده: دا میاشت د هغه څلورو میاشتو څخه ده چی د حرمت میاشت دی یعنی عزتمندی میاشتی دی هغه اول کی ذو القعده بیا ذوالحجه بیا محرم بیا رجب

او دا میاشتی الله تعالی پدی قول سره ذکر کړی دی

(( إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ)) [التوبة: 36] 

(۱) لسان العرب 3 / 357

((بیشکه د الله په کتاب کی د میاشتو حساب ۱۲ دی ددی څخه څلور عزتمندی میاشتی دی))

او نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی :

(( إِنَّ الزَّمَانَ قَدِ اسْتَدَارَ كَهَيْئَتِهِ يَوْمَ خَلَقَ اللَّه السَّماواتِ والأَرْضَ: السَّنةُ اثْنَا عَشَر شَهْرًا، مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُم: ثَلاثٌ مُتَوَالِيَاتٌ: ذُو الْقعْدة، وَذو الْحجَّةِ، والْمُحرَّم))ُ

((ژباړه د څه وخت نه چی الله تعالی ځمکی او اسمانونه پیدا کړی هغی وخت څخه زمانه روانه ده او یو کال دولس میاشتی دی  د هغی څخه څلور د عزت میاشتی دی))(1)

دریمه فایده : دا څلور میاشتی چی ددی څخه ذو القعده هم ده ډیری د عظمت او عزت میاشتی دی پدی کی ګناه کول په خپل ځان باندی د ظلم کولو مرادف ده او دی کی د الله تعالی د احکامو نافرمانی ډیر غټ جرم دی

الله تعالی فرمایی ((فَلَا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنْفُسَكُمْ))

ترجمه ((پدی میاشتو کی په ځانونو باندی ظلم مه کوی ))

یعنی پدی څلورو میاشتو کی په ځانونو باندی ځکه ظلم مه کوی چی پدی میاشتو کی ګناه او ظلم کول د نورو میاشتو په نسبت ډیره ګناه ده ځکه دا د عزت میاشتی دی

(1) البخاري (3197)

 قتاده رحمه الله فرمایی: ((پدی څلورو میاشتو کی ظلم کول د نورو میاشتو په نسبت ډیره ګناه ده اګر که ظلم په ټولو میاشتو کی نارواه دی لیکن الله تعالی بعضی میاشتو ته عزت ورکړی دی ))(1)

څلورمه فایده : عربو به په جاهلیت کی د حرم او د عزتمندو میاشتو ډیر سخت احترام کولو پدی کی به یی هیچا ته یره نه ورکوله او قصاص به یی مه اغسته تر دی چی یو کس به په بیت الله کی او پدی میاشتو کی د خپل پلار یا ورور قاتل ولیده نو هیڅ به یی ورته نه ویل او قصاص به یی ترینه نه اغسته

پینځمه فایده : په هر مسلمان باندی لازم دی چی ددی میاشتو احترام وکړی او هغه داسی چی پدی کی دالله د حدودو التزام وکړی د الله فرایض او واجبات ادا کړی او دالله تعالی عبادت په هغه طریقی سره ادا کړی چی الله پری راضی کیږی او دهغه څه نه ځان وساتی چی هغی باندی الله غصه کیږی او دالله د احکامو نافرمانی پکی وی دا کار پدی میاشتو کی په خصوصی طور سره او په نورو میاشتو کی په عام طور

(۱)تفسير الطبري ۱۴/۲۳۸

شپږمه فایده : ‍ذو القعده د حج د میاشتو څخه ده الله تعالی فرمایی

{الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ} [البقرة: 197]

(( حج په معلومو میاشتو کی ادا کولی شی))

عبدالله بن عمر رضی الله عنهما فرمایی د حج میاشتی دری  دی شوال  ذوالقعده او لس ورځی د ذو الحجه

اوومه فایده : په دی میاشت کی عمره کول مستحب دی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تابعداری ده ځکه نبی کریم صلی الله علیه وسلم څلور عمری کړی دی او ټولی یی په ذو القعده کی کړی دی

۱ عمره هغه په شپږم هجری د ذوالقعده په میاشت کی کړی ده

۲ عمره یی په اووم هجری د ذوالقعدی په میاشت کی عمره القضا کړی ده

۳ او د فتح مکه په کال کله چی یی د حنین غنیمتونه تقسیم کړل نو په ذوالقعده میاشت کی یی عمره وکړه دا په اتم کال د هجرت

۴ هغه عمره چی د حج سره یی یو ځای ادا کړی وه ددی نیت او احرام یی هم په ذوالقعده کی تړلی وو

اتمه فایده : په ذوالقعده کی عمره کول د نورو میاشتو په نسبت افضله ده مګر د رمضان په میاشت کی عمره کول

ځکه نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی : په رمضان کی عمره کول د حج برابره ده (1)

او د بعضی سلفو دا موقف وو چی په ذو القعده کی عمره کول د رمضان او شوال د عمری نه بهتر دی دا قول د ابن عمر عایشه رضی الله عنهم او د عطا څخه نقل دی

دی وجی نه امام ابن القیم رحمه الله ددی دوه اقوالو په اختیارول کی تردد کړی هغه فرمایی:

الله تعالی د خپل نبی لپاره د عمری هغه اوقات غوره کړی چی د عمری مطابق او غوره اوقات دی او لکه څنګه چی پدی میاشتو کی حج دی دغه شان عمره هم ده او دا میاشتی الله د خپل عبادت لپاره خاص کړی دی

 (1) البخاري1863

او دا یی د عبادت لپاره یو وخت مقرر کړی دی نو عمره وړوکی حج دی نو ددی بهترین وخت همدا میاشتی دی او دی میاشتو کی بیا بهتره میاشت ذوالقعده ده او دا قول الله تعالی څخه زمونږ په زړه کی اچول شوی دی

لیکن علی کل حال پدی میاشت کی عمره کول مستحب او بهتر دی

نهمه فایده : د ذو القعدی په میاشت کی روژی نیول مستحب دی لیکن ددی میاشتی بعضی ورځی خاص کول او په هغی کی روژی ته زیات فضیلت ورکول صحیح ندی

ځکه دا د عزتمندو میاشتو څخه ده او پدی میاشتو کی روژی نیول مستحب دی

نبی صلی الله علیه وسلم فرمایی : د حرم په میاشتو کی روژی ونیسه او کله کله یی پریږده هم (1)

او بعضی سلفو به پدی میاشت کی روژی نیولی لکه ابن عمر  حسن بصری او سفیان ثوری او دا د جمهور مذهب دی

(1)ابو داود 2428

لسمه فایده : د ذو القعده په میاشت کی ډیر غټ واقعات پیښ شوی دی پدی میاشت کی الله تعالی د موسی علیه السلام سره وعده کړی وه چی تورات به ورته وکوی

الله تعالی فرمایی((وَوَاعَدْنَا مُوسَى ثَلَاثِينَ لَيْلَةً وَأَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِيقَاتُ رَبِّهِ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً وَقَالَ مُوسَى لِأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلَا تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ)) الاعراف  (142)

(( مونږ د موسی سره دیرش ورځی وعده وکړه او بیا مو دا څلویښت ورځی کړه نو دالله تعالی مقرر وخت د وعدی څلویښت شپی وو))

او اکثر مفسرین وایی چی ددی دیرش ورځو نه مراد د ذو القعده میاشت ده او دلسو ورځو نه مراد د ذوالحجه لس ورځی دی

دا قول د مجاهد مسروق ابن جریج څخه نقل دی او د ابن عباس رضی الله عنهما څخه هم نقل دی

نو دینه معلومیږی چی میقات به د اختر په ورځ ختم شوی وی او الله تعالی به موسی علیه السلام سره خبری د اختر په ورځی کړی وی

یوولسمه فایده : د بدر وړه غزوه هم د هجرت په څلورم کال د ذوالقعدی په میاشت کی واقع کیدونکی وه کله چی د غزوه احد نه پس ابو سفیان مسلمانانو ته چیلنج ورکړو لیکن بیا جنګ ونه شو

دولسمه فایده: نبی کریم صلی الله علیه وسلم د خپل ترور د لور زینب بنت جحش سره پدی میاشت کی نکاح کړی وه یعنی په څلورم هجری کال د ذوالقعدی په میاشت کی

دیارلسمه فایده : غزوه احزاب په پینځم هجری د ذو القعدی په میاشت کی واقع شوی وه او دا هم یو قول دی چی د شوال په میاشت کی وه

څوارلسمه فایده : غزوه بنو قریظه هم په پینځم کال د هجرت او د ذوالقعدی په میاشت کی واقع شوی وه او دا هم ویل کیږی چی په شوال کی واقع شوی وه

پینځلسمه فایده : د حدیبیه صلح هم په شپږم هجری او د ذوالقعدی په میاشت کی واقع شوی وه او دی صلح ته الله تعالی د فتح مبین لقب ورکړی وو یعنی واضحه فتحه

لکه انس رضی الله عنه ددی ایت په تفسیر کی فرمایی

ددی نه صلح د حدییبه مراد ده

او دا د اکثرو مفسرینو قول دی

د الله تعالی څخه دعا ده چی پدی میاشت کی د نیکو اعمالو د کولو توفیق راکړی

تأليف : الشيخ محمد صالح المنجد

( د رياض ستر داعي)

پښتو ژباړه : عامر حسن

Print Friendly, PDF & Email