د غير مسلم سره معامله او استوګنه کول څه حکم لري ؟

اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته ،جناب تاسې ته او د د ينی لارښود کارکوونکو ته په د هيله چی روغ به يی .بعد له سلام زه يوه پوښتنه لرم زه په جرمني کی له يوه کورنۍ سره ژوند کوم چی يوه ښځه او يو يی ميړه دی چی عمرونه يی د 75 او 80 کلونو تر منځ دی دا ښځه زما لباس ،جامۍ ،وينځي او 3 وخته ډوډۍ هم تياروی،يا پخوی .زه حلال شيان اخلم او داښځه يی پخوی او هر وخت د روپۍ او نوره مرسته هم کوی دا خلک عيسويان دی نو له داسی خلکو سره يو ځای ژوند کول , او د ددوي د لاس خواړه خوړل ، ډوډۍ يو ځای خورو خو کاسه ،يا لوښۍ مو تنها ده نو په دی کی خو به د ايمان خطر نه وی او هغه څيژونه چی د ايمان خطر پکي وی که معلومات راکړی ډيره مهربانۍ به مو وی ستاسو د کاميابۍ په هيله وسلام رفيع الله له جرمني څخه .


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اهل کتابو سره د معاملې شرعې ضوابت په لاندې ډول دي :

۱- په دې باندې عقيده لرل چې هغوی کافران دي هغوی که يهود وي يا نصارا او يا هم مشرکين او ملحدين .

۲- د هغوی سره د زړه محبت او د هغوی موالات کول حرام دي بلکي د هغوی سره د کفر په سبب د زړه بعض ساتل، الله تعالی مسلمانان د داسې کار څخه منع کړي دي :

[ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ]  ( المائده 51).

ژباړه :اي مؤمنانو! يهود او نصارا خپل ملګري مه نيسی دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغه خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي

۳- د هغو کسانو سره چې حربي نه وي یعنې د اسلام او مسلمانانو پر ضد جنګ نه کوي د هغوی سره نيکي کول او د عدل معامله جايز ده .

[ لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ] (الممتحنة:8) .

ژباړه: الله تعالی تاسې له دې کار نه منع کوي چې تاسې له هغو خلکو سره د نیکۍ او عدل چلن وکړي چې ستاسې سره په دين کې نه وي جنګيدلي او تاسې يې له خپلو کورو څخه نه وی ايستلي  ، يقیاً الله تعالی انصاف کونکي خوښوي .

۴- د هغوی د مذهبي کتابونو کتل جواز نلري .

۵- هغوی به اسلام ته رابلل کيږي ځله دا زمونږ د امت مسئوليت دی .

۶- مسلمان به د خپلو ديني شعائرو د پوره پوره ښکارولو او حق بيانولو توان لري .

لکه : لمونځ ، روژه ، زکات ، اسلامي معاملات ، د قرآن تلاوت ، د حرامو څخه پرهيز او نور ..

۷- کچېرې ملحد نه وي نصارا وي او په شرعې طريقه ذبح وکړي نو د هغه ذبح او د ذبحې څخه پرته د هغوی د نورو شيانو چې شرعاً حرام نه وي خوړل يې جواز لري .

لقوله سبحانه وتعالی : [الْيَوْمَ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حِلٌّ لَكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلٌّ لَهُمْ [المائدة:5].

۸- د هغوی سره رابطه او سلوک په هغه صورت کې جايز دي چې ايمان ، عقيدې او عمل صالح ته زيان نه وي ، په هر صورت علماوو د هغوی سره د ضرورت پرته رابطه ساتل ، استوګنه کول منع کړي دي ځکه دا کار د هغوی په کفري شعائرو باندې سکوت او دين لپاره خامخا ضرر دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email