د علماء سوء ( د مال او منزلت علماء) صفات او خطر

د شک پرته چې علماوو لره لوی منزلت دی : [يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ] (المجادله :۱۱ ) .

او په خلکو کې متقي او د الله تعالی څخه تر ټولو ويرېدونکي کسان علماء دي : [إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ] .

کوم علماء ؟ برحق او رباني علماء نه علماء سوء (بد) .

او پر مونږ لازمه ده چې برحق علماء او علماء سوء وپيژنو او ددغو دواړو تر منځ فرق وکړای شو

علماء اصلاً دری ډوله دي :

رباني علماء : هغه علماء دي چې پخپل علم يې عمل کړی وي او تر خپله وسه يې نورو ته رسولی وي حق ويونکي له الله تعالی څخه ويريږي او د دين په قيام کې د خپل وس او توان په اندازه کوښښ کوي .

درباري او دولتي علماء : د قدرت او منزلت تر لاسه کولو لپاره يې علم کړی وي ، پخپل علم باندې عمل نه کوي ، په مشتبه اقوالو سره د خپلو مشرانو او درباريانو خوښي درلاسه کوي ، خپل مشرانو ته چاپلوسي کوي او په دې لاره کې د حق او باطل هيڅ خيال نه کوي .

د خلکو او ټولنې علماء : دا هغه علماء دي چې د يوې لمړۍ يا دينار تر لاسه کولو لپاره د خلکو د خوښۍ او خوشحالولو په فکر کې وي بل هيڅ فکر ورسره نه وي .

 دا دواړه ډلې علماء سوء بلل کيږي مګر درباري زيات خطرناک دي او دا په ټولو خلکو کې بترين خلک او د ټولو شرير ترين خلک بلل کيږي :

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَى مِنْ بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ أُولَئِكَ يَلْعَنُهُمُ اللَّهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللَّاعِنُونَ ] (البقره : ۱۵۹ ).

ژباړه : يقيناً هغه کسان چې پتوي له څرگندو آيتونو او لارښووني نه چي موږ كوم څه نازل كړي، وروسته له هغه چي موږ خلكو ته په كتاب كي بيان كړي، نو يقيناً چي په دغو كسانو هم الله لعنت وايي او هم هر لعنت ويونكى پرې لعنت وايي. 

امام القرطبي پخپل تفسير کې وايي : علماء سوء باندې ملائکې او مؤمنان لعنت وايي او حتی حيوانات او حشرات لعنت ورباندې وايي ځکه چې دغو ټولو ته يې د ګناه ضرر رسيږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : د دجال پرته چې زه د خپل امت په اړه ويره لرم ( چې هغوی به په فتنه واچوي ) هغه د امت له علماء سوء څخه زما ويره ده .

رواه مسند أحمد: (لَغَيْرُ الدَّجَّالِ أَخْوَفُنِي عَلَى أُمَّتِي ) قَالَهَا ثَلَاثًا . قَالَ : قُلْتُ : يَا رَسُولَ اللهِ ، مَا هَذَا الَّذِي غَيْرُ الدَّجَّالِ أَخْوَفُكَ عَلَى أُمَّتِكَ ؟ قَالَ : ( أَئِمَّةً مُضِلِّينَ ) ” .

رواه أبو داود (4252) ، والترمذي (2229) عَنْ ثَوْبَانَ رضي الله عنه مرفوعا بلفظ : ( إِنَّمَا أَخَافُ عَلَى أُمَّتِي الْأَئِمَّةَ الْمُضِلِّينَ ).

او امام غزالي په احياء علوم الدين کې ليکي : دين ته د علماء سوء شر او ضرر له شياطينو څخه هم ستر دی .

إن علماء السوء شرهم على الدين أعظم من شر الشياطين .

علماء سوء هغه کسان دي چې د خپل خسيس منزلت ساتلو لپاره حق ته باطل او باطل ته حق وايي .

کفري طاغوتي نظام اسلامي نظام بولي او د شرعې قيام ته شر او فتنه وايي .

ظالم مظلوم بولي او مظلومان ظالمان ګڼې .

د اسلام دوستۍ پر ځای کفر دوستي کوي.

ټول وخت يې خپله خوله مظلومو ولسونو ته ور خلاص وي خو ظالم ته هيڅ هم نشي ويلای .

علماء سوء هغه منافقان دي چې د اسلامي امت سياسي نظام يې په کفري ديموکراسۍ خرچ کړ ، د مسلمانانو آزادي يې په يهودي او صليبي یرغل خرڅه کړه ، اسلامي اقتصاد يې په غربي سود خرو خرڅ کړ ، او د مسلمانان عفت او عزت يې د غرب په فاحشو لنډرو خرڅ کړ .

نور مو خوښه چې بيا هم د دغو دجالانو خبرې منئ ؟

و ما علينا الا البلاغ

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email