د خفګان او د زړه د سکون دعا

اسلام عليکم ، درنو د دين ملګرو زه ډير خوشحاله يم چې ددې اسلامي لارښود څخه مې ډير څه زده کړل ، زه پوښتنه لرم ، زه پنځه وخته لمونځ کوم ، د قرآن تلاوت کوم خو زړه کې سکون نه راځي او په زړه کې وسوسې راځي او زړه مې تنګيږي او زړه مې ډاريږي چې ډير ګنهکار يو او بيمار هم يم د سر ، سنې درد لرم زما عمر ۲۶ کاله دی ، زه کومه دعا وکړم چې الله تعالی مې تکليفونه لري کړي

نعمت الله – پاکستان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

تا ته دا لاندې څو نصيحتونه لرم :

۱- پنځه وخته لمونځ په جماعت ادا کوه ځکه د نارينه لپاره د لمانځه کمال جماعت دی او د ښځو لپاره پخپل وخت کې لمونځ کول دي ، د قرآن تلاوت په تدبر او فکر سره کوه که په معنی يې نه پوهيږي تفسير لوله ، ځکه چې په بې فکره لمونځ او قرآن کې سکون نه وي ، قرآن د بيمار زړه شفاء ده خو هغه وخت چې په تدبر سره تلاوت شي تر څو زړه نرم او سترګې اوښې وبهوي .

۲- د سبا او بيګا اذکار وايه ستا زړه به سکون ومومي .

ذکر ، دعا ، توبه او استغفار

۳- د الله تعالی په نعموتو شکر اوباسه او قناعت کوه ، ځکه ناشکره او بې قناعته زړه هر وخت خپه وي .

۴- په زړه کې وسواس پيدا کيدل د ايمان نښه ده، اغوذ بالله وايه او هغه فوراً قطع کوه او فکر بلې خواته اړوه .

۵- د مؤمن ايمان د خوف او رجاء تر مينځ وي ( د الله تعالی ويره او همدارنګه د هغه د رحمت هيله لرل) د مؤمن دوه وزرونه دي .

او کله کله شيطان مؤمن ته وسواس قهري ور اچوي چې زه خو نو ډير ګناه کار يم ، زه هلاکيږم ، زما دعا نه قبليږي ، زما توبه نه قلبيږي او بلاخره د الله تعالی د رحمت څخه نا اميده کيدل خطرناک شيطاني وسواس دي او ددې څخه دې مؤمن ځان وساتي .

۶- دنيا د مشکلاتو ځای دی او په هغه باندې صبر کول پکار دي

صبر په عبادت ، د ګناه څخه د پرهيز کولو په لاره کې صبر ، په مصيبتونو او الهي تقديراتو باندې صبر کول .

۷- په اخلاص سره دعا کول

او دخفګان لري کولو مسونه دعا دا ده :

«لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ الْعَظِيْمُ الحَلِيْمُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيْمُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ رَبُّ السَّمَوَاتِ وَرَبُّ اْلأَرْضِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيْمُ» [صحيح بخاري 7 / 154، و صحيح مسلم 4 / 2092]

نشته لائق د عبادت مګر الله دی چې عظيم او حکيم دی ، نشته لائق د عبادت بغير د پروردګار د ستر عرش څخه ، نشته لائق عبادت بغير له پروردګار د آسمانونو او پروردګار د ځمکې او پروردګار د عرش کريم.

۸- د بدني نارغيو د درملنې لپاره ډاکتر ته لاړ شه ځکه دا ستا د امانت بدن حق دی

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email