زما څخه دوه کله زکاة قضاه سوی دی زه اوس سه وکم ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

فقهاء کرام په دې باندې متفق دي چې کله په مال باندې زکات فرض شي (نصاب ته ورسيږي او کال ورباندې تير شي ) نو فوراً د زکات ادا کول پکار دي او تأخير او ځنډول جواز نلري ، مګر دا چې يو مصلحت وي داسې چې مستحق کسان نه پيدا کيږي او د هغوی تر پيدا کيدو پورې وځنډوي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[وَأَنْفِقُوا مِنْ مَا رَزَقْنَاكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ فَيَقُولَ رَبِّ لَوْلَا أَخَّرْتَنِي إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ فَأَصَّدَّقَ وَأَكُنْ مِنَ الصَّالِحِينَ ][1]

ژباړه: او تاسو له هغه (مال) نه چې مونږ تاسو ته دركړى دى څه انفاق كوئ، مخكې له دې نه چې په تاسو كې یو كس ته مرګ راشي، بیا دا ووايي: اى زما ربه! ته ما تر نژدې مودې پورې ولې نه وروسته كوې، پس چې زه خیرات (صدقه) وكړم او له صالحانو (نېكانو) ځنې شم.

اتفق الفقهاء  في المفتى به عند الحنفية  على وجوب الزكاة فوراً بعد استيفاء شروطها من ملك النصاب وحولان الحول ونحوهما، فمن وجبت عليه الزكاة وقدر على إخراجها لم يجز له تأخيرها،ويأثم بالتأخير بلا عذر، وترد شهادته عند الحنفية، لأنه حق يجب صرفه إلى الآدمي توجهت المطالبة بالدفع إليه، والأمر بالصرف إلى الفقير ومن معه قرينه الفور؛ لأنها لدفع حاجته، فإذا لم تجب معجلة لم يحصل المقصود من الإيجاب على وجه التمام. والإخراج على الفور بشرطين:
فقه الاسلامي وادلته ، درالمختار ۲/۱۶ .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

[1] – سوره المنافقين :۱۰ .

Print Friendly, PDF & Email