حج ته د تلوونکو حجاجو لپاره سپارښتنې

دا چې د حج د فريضې د ادا کولو افتخار لری تاسې ته مبارکي وايم، هيله لرم چي د دې استثنائي او قيمتي فرصت نه اعظمي استفاده وکړی او ټول وخت دخدای ﷻ په ياد ، استغفار او مخلصانه عبادت سره تېر کړی  او د حج مناسک  په واقعي معنی باندې دهغه د فلسفې او حکمت په نظر کې نيولو سره سرته ورسوی .

زه تېر کال  د حج د مراسمو ګډونوال وم  او دخدای ﷻ په مرسته او کمک سره مې وکولای شول چي د حج فريضه ادا کړم نو لازمه مې وبلله چې خپلې  مشورې او تجربې  د سږ کال حج ته تلوونکو حاجي صاحبانو سره شريکې کړم  زما دا سپارښتنې به انشاءالله  ستاسې لپاره د ژوند په  دې مهم سفر کې مفيدې واقع شي.

دسفر نه مخکې سپارښتني:

  • دا ډيره لازمه او ضروري ده چي د حج په ټولو مسايلو او احکامو باندې پوره او په دقيق ډول ځان پوه کړئ د دې کار لپاره دحج او اوقافو وزارت له خوا  د حج د مراسمو  د تدريسي  حلقو  د کتابونو مطالعه  او داسي نورو منابعو نه مخکې له سفر نه  اعظمي استفاده وکړئ، د حج د مراسمو په تسلسل  احکامو او مسايلو سره  په پوره ډول ځان پوه کړئ.
  • تلبيه حفظ او په ياد زده کړی او له همدا اوس نه يې د ويلو سره ځان عادت کړی.
  • دخپلو لمونځونو د کيفيت دلوړوالي لپاره فکر وکړی. زمونږ د هيواد د اکثرو خلکو لمونځونه ميراثي دي همغه په کوچينوالي کې چې کوم لمونځ زده کړی هغه ته لا تر اوسه  ادامه ورکوي. دا چې د حج په موسم کې مونږ او تاسې د عباداتو يوه نوي فصل ته داخليږو او هلته هر لمونځ به خپل اصلي کيفيت سره  په زر هاوو او لک هاوو درجو زیات ثواب لري نو هيله ده خپل لمونځ چي هره ورځ يي کوی د علماوو سره  او يا له ځان سره چک کړی تر څو د هغه له اصلي کيفيت،  فرائضو، سنتو او ټولو ضروری شرایطو او ارکانو د عملي کولو نه يي مطمين شی او فضلیت څخه يې برخمن شی.
  • پدې سفر کې شايد له ډيرو داسې مسايلو سره مخ شی چي ستاسې د اعصاب خرابۍ او منفي عکس العمل باعث وګرځي نو له همدا اوس نه د صبر تحمل او برده بارۍ سره ځان عادت کړئ.
  • تاسي د حج په مراسمو کې د ميليونونو مسلمانانو په منځ کي چي د دنيا د ګوټ ګوټ نه به راغلي وي د افغانستان د مسلمانانو نماينده ګي کوی نو په ټولو کړنو کې مو باید نظم او دسپلين له ورایه ښکاره شي، له همدا اوس نه د يوه منظم او با دسپلينه نظام لپاره ځان چمتو کړی.
  • دسفر ضروري توکي چې بايد له ځان سره يي ولري
    • د خپلو ضروی توکو د انتقال لپاره د سفر بکس چي محکم وي او د ضرورت په وخت کي يي ستاسي لپاره انتقال اسانه وي.
    • دنارينه وو لپاره احرام که دوه جوړي وي بهتره دی.
    • د احرام کمر بند.
    • قلفکی ستنې (پېنګ) د احرام د بسته کولو لپاره.
    • يو کوچنی بکس چې په غاړه کې اچول کيږي.
    • د چاي يا اوبو لپاره ترموز یا مناسب بوتل یا پتک.
    • د حج د مراسمو په شرايطو برابرې چپلکي دنارينه وو لپاره.
    • اضافه جامې
    • د نسخې او يا د ډاکټر د مشورې مطابق دارو او درمل ( د حساسيت ، ستوني درد، ټوخي ، ذکام، سر دردي او اسهال لپاره دارو درمل اړين دي)
  • کله چې تاسي د حجاجو مجتمع ته غوښتل کيږی نو همدا ستاسي د پرواز ورځ ده شايد وروسته له اوو يا اتو ساعتونو ستاسي پرواز وي  د حج او اوقافو له خوا د موظفو مسولينو رهنمايي ته جدي پاملرنه وکړی او دهغه دهداياتو مطابق عمل وکړی.
  • معمولا کله چي حاجيان د پرواز لپاره تنظيم کيږي نو په وړو ګروپونو باندي ويشل کيږي چي په هر ګروپ کي له ۴۰ تر ۴۵ تنو پورې وي چي په يوه موټر کي ځايیږي  د هر ګروپ په سر يو ناظم وي . په کوم ګروپ کې چې تاسې تنظيم شوي يی او د هوايي ډګر په لوري حرکت کوی ممکن د سفر تر آخره چي چيرته په موټر کي سفر کوی  په همدي ګروپ کې وی او د موټر ملګري او ناظم مو همدا کسان وي.
  • د سفر په ورځ چي کله ستاسي پاسپورتونه درکړل شي دپاسپورتونو په شا باندي به مو دوه سټيکرونه لږول شوي وي چي  هغه يو د مکتب نمبر او بل هم د عمارې نمبر دي زما مشوره داده چي له همدي وخت نه دخپل اطاق دملګرو په لټه کې شی تاسې تنها هغه څوک د اطاق ملګري ټاکلی شی چي  د مکتب او عمارې نمبر يي له تاسي سره يو شان وي .
  • له سفر مخکي د ډير خوراک او څښاک نه ډډه وکړی تر څو طياره کي څلور نيم ساعته سفر مو په آرامۍ سره تير شي.

له سفر وروسته:

  • کله چې تاسې د مدينې منورې يا جدي هوايي ډګر ته ورسيږی او په پاسپورتونو مو د دخولي ټاپه ووهل شوه  شايد تاسي د همغه ګروپ بندي په اساس چې مخکې شويده  په موټرونو کي سپاره شی پدي وخت کې ستاسې پاسپورتونه له تاسې نه اخيستل کيږي او په مقابل کې يي تاسي ته يو کارت در کول کيږي چي دا کارت ستاسي دپيژندګلوۍ کارت دی  دا کارت له هغه کارت او دستبند سره چې تاسې ته په افغانستان کي درکول شوي وو، يوځاي محفوظ وساتی.
  • مخکي له دې چي له تاسي نه پاسپورتونه واخستل شی که يې امکانات درلود د خپلې ويزې او پاسپورت نمبر عکس په خپل مبايل سره واخلی او که موبایل مو نه درلود نو یاد نمبر په قاغذ کې ياد داشت کړی چې وروسته د سيم کارت د اخيستلو په وخت کې تاسې ته په کاريږي .
  • کله چي تاسي خپلې ټاکل شوې عمارې ته ورسيدی، خپله کوټه کې تر ځای پر ځای کيدو ورسته  که په مدينه منوره کې وی نو غسل به  وکړی او د ناظيمينو په مشوره به مسجد نبوي ته ولاړ شی او که په مکه معظمه کي وي د عمرې د ادا کولو لپاره به حرم شريف ته د ناظمينو په ملتيا او مشوره ولاړ شی.
  • په لومړيو ورځو کې به هيڅکله هم تنها حرم شريف ته تګ او راتګ نه کوی مګر دا چي پر ځان باندې ډير باوري ياست چي لاره نه درنه ورکيږي کوشش کوی چي د خپلي کوټې د ملګرو سره يو ځای وی کله چي پدي ښه مطمين شوی چي د عمارې او حرم شريف ترمنځ لاره کې کومه ستونزه نه لری  او ښه بلد شوي ياست نو بيا کولای شی چې تنها تګ او راتګ وکړی.
  • له عمارې څخه د وتلو په وخت کي هيڅکله خپل د پيژندګلوۍ کارت او دستبند چې تاسې ته درکړل شوي وي هير نکړی، همیشه یې له ځان سره ولری.
  • هر څومره زر چې ممکن وي د تلفن سيم کارت واخلی د خپلو ملګرو سره د تلفن شميرې تبادله کړی .
  • که چيري د تاسي عماره يا د اوسيدلو ځاي پداسي یو ځای کې وي چي له عمومي سرک نه بايد تير شی نو وګوری چې چيرته د پياده رو لپاره لاره شته يا به د ځمکې لاندې لاره وي او يا به هم کوم پياده رو پل ولري او يا به هم دسرک په سر دپياده رو لپاره علامي ايستل شوي وي نو دتيريدلو لپاره له همدي لارو استفاده وکړی، له هیڅ عمومي سرک چې په هغه باندي موټرونه په ډير سرعت سره روان وي پلي مه تيريږی چې خدای مه کړه له کومي ترافيکي پيښې سره مخ نشی.
  • که چيرې تاسې ته حرم شريف ته د تګ او راتګ لپاره موټرونه تنظيم شوي وي نو کوشش وکړی چي موټرونو ته د ختلو په وخت کې ښځينه وو او محسن اشخاصو ته د اوليت حق ورکړی.
  • کوشش وکړی حرم شريف کې د لمانځه د ادا کولو لپاره تر ټاکل شوي وخت يو نيم ساعت او يا هم دوه ساعته مخکې حرکت وکړی.
  • د محسن او ضعيفو خلکو سره تر خپلې وسې او توان کمک وکړی پدې مطمين اوسی چې هلته ستاسې د هر نيک عمل ثواب په څو چنده درکول کيږي.
  • ممکن تاسي ته په مکه معظمه کې دري وخته ډوډۍ درکړل شي د ډوډۍ د توضيع په وخت کې د پوره صبر او برده بارۍ نه کار واخلی او نظم په پوره ډول مراعات کړی، خپل نوبت ته منتظر پاتې شی او هيڅکله د خپل نوبت نه مخکې د ډوډي د اخيستلو هڅه مه کوی.
  • د لفت نه د استفادې په وخت کي نوبت مراعات کړی سپين ږيرو، مريض، نا توانه او ښځو ته د اوليت حق ورکړی که چيرې مو اطاق په لومړي  او يا دوهم پوړ کې وي او کولاي شی چي د زينو له لارې خپلې کوټې ته لاړ شی  نو بهتره ده چي  د ازدحام په وخت کې له زينو استفاده وکړی او خپل حق هغه چاته پريږدی چي  په لوړو پو‌ړونو کي اوسيږې او په زينو کې ختل ورته ستونزمن وي، ستا هره فدا کاري او له خلکو سره مرسته اجر او ثواب لري.
  • په کوټو کې د بيځايه خبرو کولو، جنګ، جدال او منازعو څخه په کلکه ډډه وکړی د خپلو ملګرو سره د کور د غړو په شان ګذاره وکړی تر څو ستاسې ښه چلند د عمر تر پايه ستاسې  د ملګرو په ذهن کي  د يوې  ښې خاطرې په توګه پاتې وي.
  • په کوټه کې د بل ملګري د خوب او يا عبادت مزاحم مه ګرځی او کوشش مه کوی چي کوم ملګری ستاسې له امله بې خوبه پاتې شي.
  • کوشش وکړي په حرم شريف کې ډير وخت تير کړی او لمونځونه ټول په حرم مطهر کې په جماعت سره ادا کړی او له دې فرصت څخه اعظمي استفاده وکړی.
  • طواف کول دعباداتو له جملې څخه نه دي. پدې کې به مو توجه تنها او تنها خپل عبادت ته وي کله مو چې طواف شروع کولو نو د ټيلو وهلو نه به په کلکه ځان ساتی که له بلې خوا ټيله درباندي راتتله له پوره صبر او برده بارۍ څخه به کار اخلی په طواف کې د خبرو کولو،   عکس اخيستلو، او همدا رنګه په مبايل کې د خبرو کولو نه په په کلکه ډډه کوی.
  • که چيرې غواړی عمره وکړی د زما لپاره يې تير کال بهترين وخت سهار وختي وو. سهار وختي درې بجې به مسجد تنعيم ته تللم هلته به مې احرام تړلو د سهار تر لمانځه پورې به مو ځان حرم شريف ته رسولو د سهار د لمانځه وروسته به مو عمره ادا کوله .   تاسې هم کولای شی چې پدې وخت کې په آسانۍ سره عمره وکړی او يا هم خپل وخت ځانته په خپله تنظيم کړی.
  • کله چي د احرام لپاره مسجد تنعيم ته ځئ نو کولای شی چی احرام مو په کوټه کی واغوندی، او کله چې مسجد تنعيم ته  لاړی هلته به غسل وکړی احرام به واغوندی او له دوه رکعته لمانځه وروسته به د عمرې نيت وکړی  پدې سره به تاسې د اضافي کاليو له وړلو خلاص وی.
  • د حجر الاسود ښکلول سنت دي خو په هغه صورت کې چې نه ځان او نه هم بل چاته ضرر پکي ورسوی، د حج په ورځو کې حج الاسود ته رسيدل ډير ستونزمن دي نو له لرې فاصلې نه د طواف د شوط د شروع په وخت کې استعلام ورته وکړی همدا بهتره ده . که مو غوښتي وي چې حتما حجرالاسود ته ورسيږی او هغه ښکل کړی نو د ملتزم شريف له طرف نه کولای شی هغه ته په اسانه ورسيږی.
  • د ښځينه وو او ضعيفو کسانو لپاره حجرالاسود او حطيم شريف ته رسيدل بيله کوم استثنايي حالت نه زه ناممکن بولم نو هيله ده چي هڅه يې ونکړي.
  • د حج د شروع نه مخکې مو خپلې روغتيا او سلامتيا ته پوره پاملرنه وکړی ستاسې هدف د حج د فريضې ادا کول دي نو کوشش وکړی د حج د مراسمو لپاره پوره انرژي ولری او د کامل صحت خاوندان وی که چيرې پوهيدلی چې نفلي عبادات مو دومره ډير دي چې روغتيا مو زيانمنوي نو بهتره داده چې استراحت ته ترجيح ورکړی.
  • په مکه معظمه او مدينه منوره کي د اوسيدلو کوټې ډيرې سړې دی او بيرون ډيره زياته ګرمي وي دا حالت د ځينو نارغيو د پيښيدو لامل ګرځي کله چي ناروغه کيدل نو ژر تر ژره داکټر ته مراجعه کوي او يا د ډاکټر د مشورې مطابق درمل واخلی کوشش وکړی چې ډير مايعات واخلی او حفظ الصحه په جدي توګه مراعات کړی د ضرورت په وخت کي د ماسک نه استفاده وکړی، لږ بي پروايي ستاسې د ناروغي سبب کيدلای شي چې بيا به ونشی کړلای چي د حج مراسم په ښه ډول سره ادا کړی.
  • دحج د ورځو په نژدي کيدو سره د جمعي په ورځ د سهار مهال دعمري تکل مه کوي کله چي ازدحام زيات شي نو د جمعي په ورځ حرم شريف ته د داخليدو دروازې تقريبا تر لسو بجو مخکې بنديږي.
  • کوشش وکړی د جمعې د لمانځه لپاره حرم شريف ته مخکې له لسو بجو ځان ورسوی تر څو مناسب ځای ځانته پيدا کړی او وکولای شی چې حرم شريف ته داخل شی.

دحج مراسم:

  • دحج مراسم د ذوالحجې د مياشتې په ۸ نيټه پيليږي کيدای شي  په همدي ورځ او يا هم د دې ورځې په مخکيني شپه حاجیان منا (منی) ته انتقال کړی شی پدې ورځ منا ته په تلوونکو لارو باندې ډير ازدحام وي  او کيدای شي تاسې ته خوراکي توکي ونه رسيږي نو بهتره داده چي لږ خوراکي توکي چې انتقال يې آسانه وي در سره واخلی.
  • په منا کي د ډير خوراک له کولو ډډه وکړی.
  • په منا کي ستاسې خيمې د هغه مکتب نمبر په اساس تعين شوي په کوم کې چي تاسې ياست که يې امکانات وو د منا د خيمو يوه نقشه پيدا کړی په هغه کې د هر مکتب موقعيت معلوم وي نو تاسي ته به مخکي له مخکې په منا کې د خپلې خيمې پته معلومه وي.
  • د منا خيمې شايد ډيرې ګرمې وي او د نفرو تعدا هم په يوه خيمه کې زيات وي کيدای شي داسي حالت وي چي هغه  ستاسې د عصبانيت سبب شي، نو  د حوصلي صبر او برده بارۍ نه به کار اخلی.
  • په منا کي هغه کارت او دست بند چې ستاسې د خيمې پته پري ليکل شوې هميشه له ځان سره ولری.
  • په عرفات کې هم تاسي تم ځای ستاسې د مکتب د نمبر په اساس مخکې له مخکې تعين شوی دی  نو په همغه تعين شوي ځای کې به ځای په ځای کيږی.
  • په عرفات کي د ډير خوراک کولو نه ډډه وکړی.
  • عرفات ته تنها يو جاي نماز د تلاوت لپاره قران کريم او يو د اوبو ترموز يا بوتل درسره يوسی د ډيرو شيانو  د لیږد نه ډډه وکړی.
  • په عرفات کې د ماسپښين او مازديګر لمونځونه په مسجد نمره کې د ماسپښين د لمانځه په وخت کې ادا کيژي که چيرې غواړی چې پدې جماعت کي ګډون وکړی نو وختي به ځان مسجد نمرې ته رسوی چې وروسته بيا د زيات ازدحام له امله هلته مناسب ځای نشی پيدا کولای.
  • عرفات میدان د خپلو ناظيمينو له مشورې پرته په تنهايۍ سره مه ترک کوی.
  • کله چي له عرفات نه دمزدلفې په لوري حرکت کوی په لاره کې او يا هم دريل په سټيشنونو کي ډير زيات ازدحام وي، ځکه نو باید د خپلې سلامتيا ډير پام ساتی.
  • دعرفات نه د مزدلفې په لاره کوشش کوی چي د کوټې له ملګرو سره يوځای وی تر څو وکولای شی د ستونزې د پېښيدو په صورت کې يو د بل سره کمک وکړی.
  • په مزدلفه کې ازدحام ډير وي او د شپې تياره وي ډير کوشش مه کوی چې خپل ټاکل شوي ځاي ته ځان ورسوی که چيرې ستاسې ټاکل شوی ځای د ريل سټيشن ته نژدې وي او په آساني سره ورته  رسيدلای  شی  خو ښه او که نه د ريل سټيشن سره نژدي  د خپلو ملګرو سره يوځای ځانته ځای وټاکي چي سبا ته کله چي د جمراتو په لوري حرکت کوی په اسانۍ سره وکولای شی چي ريل سټيشن ته ځان ورسوی  که چيرې تاسې له ريل سټيشن نه لرې ولاړ شی په سبا بيا چې کله تر ريل سټيشن پورې هم راځی شايد د ډير ازدحام له امله په ساعتونو ساعتونو درباندې ووځي.
  • که چيرې ستاسې تګ له مزدلفې نه جمراتو ته په موټر کې تنظيم شوي یاست بيا کولای شی چې خپل ټاکلی ځای او يا هم د موټرونو تم ځاي سره نژدي ځانته ځای وټاکی.
  • ضعيف، مريض او يا هغه کسان چې شرعي عذر لري له لمر ختلو مخکې کولای مزدلفه ترک کړي او جمراتو ته ولاړ شي.
  • د جمراتو له ويشتلو ورسته که غواړی چي بيرته منا ته راشی نو د بيرته تګ لاره مو ځان ته مشخصه کړی که لاره غلته کړی ممکن ستاسي د ډيرې سرګردانۍ سبب شي.
  • د اختر د دلومړۍ ورځې د حج د مراسمو تسلسل ته جدي پام وکړی. لومړی عقبه جمره ويشتل کيږي ورپسې  قرباني يا ذبح او وروسته سر خرېیل  کيږي او احرام خلاصيږي .
  • د جمراتو د ويشتلو وروسته که غواړی د قرباني تابيا ونيسي نو جمراتو ته نژدې موټرونه نه پيدا کيږي مجبور یاست تر يو ځای پوري  پلی لاړ شې نو  که ضرور نه وي؛ مريض، ضعيف او ښځينه  له ځان سره مه بيايی هغه په منا کې او يا که عماره مو منا ته نژدې وي خپله کوټه کې  يې پريږدی.
  • که چيرې تاسې ضعيف ياست او يا هم مريض ولری او نشی کولای چې جمرې وولی نو د خپلو ملګرو له منځ نه يو تن وکيل نيولای شی چې ستاسې پر ځای جمرې وولي.
  • کوشش وکړی د قربانۍ لپاره آسانه او مطمينه طريقه غوره کړی تر څو پدې ورځ ډير سرګردانه نشی.
  • دامکاناتو په صورت کې که چيرې فرضي طواف د اختر په لومړي ورځ وکړی بهتره دی.
  • داختر دوې نورې ورځې چي په هغه کي به درې واړه جمرات ويشتل کيږي په منا کې پاتې کيږی.
  • کله چې د جمراتو ويشتلو لپاره ځی نو لويې پنډې او بکسونه له ځان سره مه وړی.
  • طواف وداع به په هغمه ورځ يا يوه ورځ مخکې په کومه ورځ چې مکه مکرمه د کور په طرف او يا هم دمدينې منورې په طرف ترک کوی ادا کړی.

دحج له مراسمو وروسته:

  • کله مو چې د حج مراسم په خير سره خلاص شول د کور په لوري او يا د مدينې منورې په لوري دحرکت تابيا ونيسی.
  • که چيرې تاسي مخکي د حج له مراسمو مديني منوري ته تللي یاست نو د حج له مراسمو وروسته به تاسې په کوم پرواز کې چې تنطيم شوی یاست خپل کور ته راستنیږی.
  • کوشش وکړی دهر بکس وزن مو د ټاکلي وزن نه چې 30 کيلو ګرامه دي زيات نشي چي کيداشي د جدې په هوايي ډګر کې ستونزې درته جوړې کړي.
  • که چيرې غواړی چې د زم زم اوبو بوتلونه په خپلو بکسونو کې ځای په ځای کړی نو هغه بوتلونه ښه وپوښي تر څو دخلاصيدو او ماتیدو په صورت کي اوبه له بکس نه بهر لاړې نشې.
  • بعضي وخت د هوايي ډګر کارکوونکي په بکسونو کې زم زم اوبو د وړلو اجازه نه ورکوي امکان لري که چيري ستاسي په بکس زم زم اوبه موجودې وي هغه ستاسې له بکس نه وباسي.
  • خپل بکس په پلاستک باندي پوښ کړی امکان لري د بسکونو پوښول په هوايي ډګر کې درباندي جبري کړي نو ښه دا ده چي يو رول پلاستيک په بازار کې واخلی او خپله خپل بکس په پلاستيک کې پوښ کړی.
  • کوشش وکړی د هغه ځاي په بازارونو کې ډير څه وانخلی کيفيت يې دومره ښه نه وي خو بيه يي ډيره جيګه وي.
  • په هوايي ډګر کي تاسې ته يوه ۵ لیتره بوشکه زمزم اوبه وړيا در کول کيږي چې هغه بوشکې معياري دي اوبه نه تر ځي او په الوتکه کي د انتقال وړ دي  که چيرې غواړی چي نورې اوبه هم واخلی نو د هغه په مقابل کې بايد پيسې ورکړی کيداشي مسئولين تاسي مجبور کړي چي د زمزم اوبو بوشکې هم په پلاستيک کې پوښ کړی د دې کارونو لپاره بهتره ده چي د احتياط لپاره يو څو ريالونه له ځان سره ولری.
  • په کومه ورځ چي ستاسي پرواز وي نو آته يا نهه ساعته مخکي به تاسي هوايي ډګر ته انتقال کړای شی.
  • په هوايي ډګر کې نظم په جدي ډول مراعات کړی د هر چا نوبت ته احترام لری او د مسئولينو هدايت او رهنمايۍ په نظر کې نيسی.

هیله ده په خپلو دعاګانو کی مو په یاد وساتی.

احمد راشد حبیبی

Print Friendly, PDF & Email