البشارة الدعوية (فلم The world in changing)

په دغه مختصر بیان کې په راتلونکي کلونو کې د غرب لوی تغير ته اشاره شوې ده چې په آينده کلونو کې به امريکا او اورپا د اسلام او مسلمانان تر چطر لاندې راشي او ددې لوی تغير اسباب په لاندې ډول دي :

۱- په غرب کې د اسلام چټک خپراوی

په بريطانيا کې په تيرو 30 کلونو کې د مسلمانانو شمير له 82000 څخه تقريباً 3 ميلینونو ته لوړ شوی دی .

په اورپا کې د مسلمانانو شمير 52 ميليونو ته رسيږي اورپايي اتحاديه خبر ورکوي چې دا شمير به تر 2025 کال پورې کيدای شي 104 ميليون ته ورسيږي .

په امريکا کې  په 1970 کال د مسلمانان شمير يو لک وو مګر تر 2008 کال پورې 9 ميليون ته ورسيد .

يعنې په تيرو 38 کلونو کې د مسلمانانو شمير 90 چنده زيات شوی دی .

او په راتلونکو 30 کلونو کې کيدای شي په امريکا کې د مسلمانانو شمير له 50 ميليونو څخه زيات شي .

۲- د غربيانو راتونکي نسلونه د زوال په لوري روان دي په غربي ثقافت کې د اولاد راوړل محدود دي ، علماء وايي د يو ولس او هيواد د نسل د بقاء لپاره حد اقل 2.11% اطفالو ته ضرورت دی حال دا چې په اورپا او امريکا کې تر دي کم دی .

فرانسه :1.8%

انګلنډ :1.6%

جرمني :1.3%

يونان :1.3%

ايطاليه :1.2%

اسبانیه : 1.1%

په اوسط ډول د اورپا د نوي زږيدونکو اطفالو 1.38%فصيده ده چې د حداقل څخه کم دی .

او په امريکا د نوي زږيدونکو اطفالو فيصدې 1.6% رسيږي .

حال دا چې د مسلمانانو د نوي زږيدونکو اطفالو فيصدې 8.11% ته رسیږي .

په هالنډ او بلجيم کې 50% نوي زږيدونکي اطفال مسلمانان تشکلوي .

همدارنګه د فرانسې په ځنو ښارونو کې د 20 کلونو لاندې عمر لرونکو ځوانان او ماشومو 30% مسلمانان تشکلوي .

۳- غرب ته د مسلموانانو مهاجرت : غرب ته د ګډوالو 90% مسلمانان تشکلوي .

پورته اسبابو ته په کتلو سره تر 2050 کال پوري به نړۍ د ستر بدلو شاهده وي هغه دا چې په امريکا او اورپا کې به مسلمانان په اکثريت بدل شي هغه مسلمانان چې زياتره نوي او اسلام يې په پوره معنی پيژندلی وي …. ان شآء الله .

افسوس د هغو په حال چې د اسلام په خاوره کې د غرب د اسلام دوښمنو لنډغرو ملګرتيا کوي کوم چې غواړي اسلام له مينځه يوسي حال چې اسلام په ټوله نړۍ کې د چټکې پراختيا په درشل کې دی او ډير ژر به د امريکا او اورپا ولسونه دغه دين ته په خپله غيز کې ځای ورکړي ….

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email