د بدعت او ګناهونو د خپريدو پر وړاندې د سکوت خطر

لله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَاتَّقُواْ فِتْنَةً لاَّ تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنكُمْ خَآصَّةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ] ([1]).

ژباړه: اوتاسو له هغې فتنې نه ځان وساتئ چې په تاسو كې به يواځې خاص ظالمانو ته نه رسېږي او پوه شئ چې بېشكه الله ډېر سخت عذاب وا لا دى.

ابن کثير رحمه الله وايي : الله تعالی خپل مؤمنان بنده ګان له داسې فتنې څخه وېرولي دي او د داسې امتحان څخه چې په هغه کې به يوازې ګناه کوونکي شامل نه وي بلکي عام به وي .

ابن عباس رضی الله عنه په تفسير ددې ايت کې وايي : الله تعالی مؤمنانو ته حکم کړی دی چې د منکراتو او ګناهونو پر وړاندې سکوت ونکړئ که نه د الله تعالی عذاب به پر ټولو باندې نازل شي .

قرطبي رحمه الله وايي : زمونږ علماء وايي : هغه فتنه چې د هغه په وجه به ټول هلاکيږي هغه د ګناهونو ، منکراتو او بدعاتو ظهور او انتشار دی داسې چې خلک يې نه منع کوي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«إن الله عز وجل لا يعذب العامة بعمل الخاصة، حتى يروا المنكر بين ظهرانيهم وهم قادرون على أن ينكروه، فإذا فعلوا ذلك عذب الله الخاصة والعامة»([2]).

ژباړه : يقيناً الله تعالی د خاصو خلکو په ګناه عام خلک نه عذابوي ، مګر دا چې هغوی منکر او ګناه ويني او د ګناه څخه په انکار او منع کولو قادر وي خو نه يې منع کوي نو کله چې دا کار وکړي نو الله تعالی د خاصو خلکو په ګناه په عامو خلکو عذاب راولي .

له جابر رضی الله عنه څخه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «أَوْحَى اللَّهُ إِلَى مَلَكٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ أَنِ اقْلِبْ مَدِينَةَ كَذَا وَكَذَا عَلَى أَهْلِهَا!! قَالَ : إِنَّ فِيهِ عَبْدَكَ فُلَانًا لَمْ يَعْصِكَ طَرْفَةَ عَيْنٍ ؟! قَالَ : اقْلِبْهَا عَلَيْهِ وَعَلَيْهِمْ ، فَإِنَّ وَجْهَهُ لَمْ يَتَمَعَّرَ لِي سَاعَةً قَطُّ»([3]).

ژباړه: الله تعالی جبرائيل علیه السلام ته حکم وکړ چه فلانی کلی سره له خپلې ټولې آبادۍ په بل مخ کړه ، جبرائيل عليه السلام عرض وکړ چې په دې کلی کې خو ستا فلانی بنده هم دی ،چې د ستګې د رپ په اندازه يې هم ستا نافرمانی نده کړی د الله (جل جلاله) د طرف نه حکم وشو چې دغه آبادي سره د دغه بنده په ټولو باندې واړوه ځکه چې د يو ساعت د پاره هم د دغه بنده مخ زما له وجې متغير شوي ندی .

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:« مروا بالمعروف وانهوا عن المنكر قبل أن تدعوا فلا يستجاب لكم »([4]).

ژباړه: په نيکو کارونو أمر کوئ او له بدو کارونو منع کوئ مخکې له دې چې تاسې به دعا کوئ او ستاسې دعا به نه قبليږي .

همدارنګه صحيح مسلم روايت نقل کړی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : «تعرض الفتن على القلوب كالحصير عوداً عوداً ، فأي قلب أشربها نكت فيه نكتة سوداء ، وأي قلب أنكرها نكت فيه نكتة بيضاء ، حتى تصير على قلبين ، على أبيض مثل الصفا ، فلا تضره فتنة مادامت السماوات والأرض ، الآخر أسود مرباداً كالكوز مجخياً لايعرف معروفاً ولاينكرمنكراً إلا ماأشرب من هواه »( [5]).

ژباړه : زړونه به د فتنو سره داسې مخامخ شي لکه پوزی يو پر بل پسې ، نو کوم زړه چې په دغو فتنو باندې خوښ او راضي شو نو په هغه کې به يو تور داغ پيدا شي . او کوم زړه چې هغه بد وګڼلو په هغه کې به سپين داغ پيدا شي تر څو ټول سپين شي لکه صافه ډبره ، نو څو پورې چې ځمکې او آسمانونه دي دغه زړه ته به فتنې ضرر ونه رسوي ، هغه بل تور (زړه) به لکه د کږې شوې او يا سوری کوزې پشان وي چې نه به ښه کار پيژني او نه به له بد کار څخه کرکه کوي مګر په هغه کې به يوازې هوا او خواهشات څښل کيږي .

نو کله چې دعوت الی الله ترک شي :

دعوت الی الله او أمر بالمعروف او نهی عن المنکر ددې امت عظيمه فريضه ده ، ددې امت د فضيلت سبب دی ، د پيغمبران عليهم السلام لاره ده ، نو کله چې أمر بالمعروف او نهی عن المنکر ترک کړ شي ، د علم ځای به جهل ونيسي ، نيکو او صالح اعمال ځای فسق او فجور ونسي ، د صالح انسانانو ځای به فاسقان ونيسي ، د سنتو د متابعت ځای به بدعت ونيسي .

جهل ، فسق او فساد او فحاشت به خپاره شي ځمکه به فساد پر سر واخلي .

اهل خير به يوازې او غريب شي او اهل فساد به قوت ومومي ، بلاخره د الله تعالی عام عذاب او عامې بلاوې نازليږي چې د هغه څخه به هيڅوک په امن نه وي .

 لقوله سبحانه وتعالی : [وَاتَّقُواْ فِتْنَةً لاَّ تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنكُمْ خَآصَّةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ] .

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – سوره الانفال :۲۵ .

[2] – فتح الباري شرح صحيح البخاري

[3] – رواه البيهقي في شعب الايمان

[4] – رواه ابن الماجه و ابن حبان

[5] – رواه مسلم

Print Friendly, PDF & Email