۱- د تور رنګ پشی او تور رنګ قارغه بد ګنل .

۲- د لور يا زوی د نکاح ځند سحر ګڼل حال دا چې دا مشکل يا د مهر لوړوالی يا اقتصادي مشکل او بل څه وي.

۳- په ځنو خلکو کې دا عقيده ده چې د ښځې د لاس ذبحه ښه نه بولي دا عقيده لرل بدعت او حرام کار دی.

۴- په ځنو خلکو کې دا مشهوره ده چې د کوم کور چرک يا چرګه د مازديګر او ماښام په منځ کې آذان وکړي نو که هغه چرګ يا چرګه حلاله نشي څه پيښه رامينځته کيږي دا عقيده شرکيه بدعت دی.

۵- ځنې خلک بيا دا وايي چې که سپی وانګولي څه مرض مينځته راځي دا ډول خرافات هيڅ اصل نلري.

۶- په ځنې خلکو کې دا مشهوره وي چې که د چا ښی سترګه ورپيږي خوشحالی راځي او که چپه سترګه يې ورپيږي خفګان دا عقيده لرل بدعت او کوم اصل نلري .

۷- په ځنو خلکو کې دا رواج او دود دی چې کله مسافر له کور څخه ووځي نو په همغه ورځ د هغه اتاق نه جارو کوي دوی داسې کول سپره ګڼې دا هم خرافاتي دود او رواج دی .

۸- په ځنې خلکو کې دا باور وي چې که د کوم سړي ورغوی خارښت وکړي مالدار ګرځي دا هم بې اصله خبره ده.

۹- ځنې خلک دا باور لري چې که د کور په ديوال يا د ونې په ښاخ باندې کارغه کيني او وچغيږي او يا هم د چي په پياله کې خلکی ښکاره شي نو دوی وايي چې ميلمه راځي داهم هيڅ اصل نلري .

۱۰- ځنې کسان دا عقيده لري چې د جمعې په شپه باندې د مړو ارواح کور ته راځي که خيرات وشي نو خوشحاله خپلو قبرونو ته ځي او که خيرات ونشي نو پريشانه او خفه خپلو قبرونو ته ځي دا عقيده او باور هيڅ شرعي اصل نلري .

۱۱- په لاس کې د فلزي حلقې اچول او د روماتيزم درملنه چې نه علمي او طبي اصل لري او نه هم ديني.

۱۲- د بد نظر د دفع لپاره د فيروزې د ګوتې کارول او يا د سپينلي دودول .

په لاس کې فلزي حلقې اچول ، بد نظر لپاره لپاره د سپينلي او فيروزې کارولو په اړه شرعي حکم داسې دی:

اول حکم : څوک چې په دې عقيده وي چې دا شيان مؤثر بذات دي ، ګټه رسوي او ضرر دفع کوي دا عمل شرک دی .

دوهم حکم : که څوک په دې عقيده وي چې دا هغه اسباب دي چې الله تعالی ددې په وجه بلاء دفع کوي شرک اضعر او ګناه ده ځکه چې دا خبره په اسلامي شريعت کې هيڅ اصل نلري او دا ذريعه شوه شرک لره .

د سحر او نظر علاج به په شرعي رقيه تر سره کيږي نه په شنو مريو ، شنو جنډو ، بدراو او سپنلې باندې ځکه چې داسې کول هيڅ شرعي اصل نلري .

دريم حکم : او که څوک د نفع او د ضرر د دفع عقيده ونلري خو دا کارونه د تشبه او زينت لپاره کوي لکه په لاس يا غاړه کې د ځنځير اچول او داسې نور ، نو دا کار په منع شوې تشبه کې راځي .

شرعې لارښوونې :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« وَمَنْ تَعَلَّقَ وَدَعَةً ، فَلَا وَدَعَ اللَّهُ لَهُ » ([1]).

يعنې : که چا و ځړولو صدف ( د بلاء او نظر دفع لپاره )، نو الله به د هغه څخه سکون او اطمنان واخلي ( د رسول الله صلی الله عليه وسلم بد دعايي ده .

عن عمران بن حصين: « حديث عِمران : أنّ النبي صلى الله عليه وسلم رأى رجلا في يده حلقةً مِن صفر (الحديثَ)

  عَنْ عِمْرَانَ بْنِ حُصَيْنٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ: أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم رَأَى رَجُلاً فِي يَدِهِ حَلْقَةٌ مِنْ صُفْرٍ، فَقَالَ: ((مَا هَذِهِ؟)). قَالَ: مِنَ الْوَاهِنَةِ.فَقَالَ: ((انْزِعْهَا فَإِنَّهَا لاَ تَزِيدُكَ إِلاَّ وَهْنًا، فَإِنَّكَ لَوْ مُتَّ وَهِيَ عَلَيْكَ مَا أَفْلَحْتَ أَبَدًا » ([2]).

ژباړه : د عمران بن حصين نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يو کس وليد چې حلقه يې په لاس کې وه ( داسې حلقه چې په يوه شي احاطه شوې وه) ، ویې فرمايل : دا څه دی ؟ هغه وويل : واهنه مرض دی ( د لاس د مفصل روماتيزم) ، ويې فرمايل : دا لرې کړه ځکه دا نه زياتوي مګر ضعف او مرض ، پس کچېرې ته مړ شي او دا دې په لاس کې وي نو هيڅکله به کامياب نشې .

عَنْ حُذَيْفَةَ أَنَّهُ رَأَى رَجُلاً فِي يَدِهِ خَيْطٌ مِنَ الْحُمَّى، فَقَطَعَهُ وَتَلاَ قَوْلَهُ: [وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُم بِاللهِ إِلاَّ وَهُم مُّشْرِكُون].

و في رواية عن حذيفة بن اليمان رضي الله عنه، أنه رأى رجلا في يده خيط من الحمى، يعني وضع هذا الخيط يزعم أنه ينفع في دفع الحمى أو رفعها، وهو المرض المعروف، فقطعه حذيفة، وهذا بحسب الحال، أن الإنسان ينكر المنكر بيده إذا كان له الصلاحية .

ابن ابی حاتم له خذيفه بن يمان رضی الله عنه نه روايت کوي چې : هغه يو سړی وليد چې په لاس کې د د يو مرض د دفع لپاره بند او حلقه وه ، چې هغه کس په دې نظر وو چې دا ددې مرض دفع کوونکی دی ، نو خذيفه رضی الله عنه هغه ورباندې قطع کړ ، دا په دې وجه چې څوک په منکر باندې د منع کولو توان ولري نو هغه دې په لاس سره منع کړي([3]) .

په همدې نبوي صلی الله عليه وسلم ارشاداتو باندې اکتفاء کوو :

الله سبحانه وتعالی دې مونږ د هر ډول پټ او ښکاره شرک ، بدعت او خرافاتو څخه وساتي .

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – رواه مسند احمد .

[2] – رواه أحمد ، ابن ماجه و ابن حبان.

[3] – الاکاديمية الاسلامية – شيخنا دوکتور سهل العتيبي

Print Friendly, PDF & Email