السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته ستاسو له درانه مقام څخه هیله کوم چی زما یوی فوشتنی ته جواب راکړی سوال؟ یوه کورنی چی ۶ کورونه دی دری کوره یوه ډله او دری کوره بله ډله ۲۵کاله کیږی چی فه یوه مسجد کی لمونځونه اداء کوی ملا امام یی دټولو فه خوښه دبل کلی څخه انتخاب کړی يوه مياشت مخکی یی فه یوه وړه خبره جنجال جوړ شو هغه ډله چی جنجال یی جوړ کو ورسته له ډیرو بی جایه ګیلو اوتهمتونو دا غوښتنه یی درلوده چی باید مسجد سره جلاکو داسی جلا چی مقابله ډله له مسجده وسړی هغه مقابله ډله وای چی موږ مسجد نه فریږدو نور که مو کوم تاوان درته رسیدلی وی پور به یی درکو خو مسجد نه فریږدو جلا غوښتونکی ډلی مقابل طرف باندی ډیر فشار راووړ یعنی دزور له لاری بی ځایه تهمتونو له لاری خو هغه یی نه منی وایی که تاسو ته یوځای لمونځ کول تکلیف وی تاسو ولاړ سی بل مسجد جوړ کړی جلا غوښتونکو ته بله لار نه شوه فاته اخر مجبور شول ویل یی چی ملایی باید زموږ وی مقابله ډله وایی چی داسی نه کیږی ملا امام باید دتیر فه څیر دبل کلی وی ځکه یو فه بل فسی مو نیتونه خراب دی خو جلاغوښتونکی مجبور شول عریضه یی وکړه طالیبانو ته چی دا مسجد موږ جوړ کړی ده دملا امام د دانتخاب واک باید زموږ وی خو طالیبانو ورته یو څو ملایان معریفی کړل چی دوی به ستاسو فیصله وکوی ملایان راغلو دواړه طرفونه یی راوغوښتل چی خفل دلائل ووایی خو جلاغوښتونکو دا صحنه فه جنګ بدله کړه جنګ ډیر نده شوی خو دډیرو پوزی وینی شوی. خو دهغی ډلی چی جنګ یی شروع کو دیوه نفر دوه غاښه مات شوی اوس له دواړو طرفو څخه دوه دوه نفره بندیان دی له طالیبانو سره زما سوال ده چی ایا دهغه نفر فه اړه شرعی فیصله څنګه ده چی غاښونه یی بل کس ته ور مات کړی دی هغه حدود چی قران شریف کی زکر شوی هغه اوس جاری کیدلای شی کنه


. والسلام

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

۱- جومات د جنجال او اختلاف جوړولو ځای نه دی بلکي د عبادت ځای دی او او د جماعت د لمانځه يو ستر حکمت د مسلمانانانو اتفاق ، اتحاد او يوالی دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي:[وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلاَ تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا] (الجن:۱۷).

ژباړه : او رښتيا چې جوماتونه د الله پاک دي نو له الله پاک سره بل هيڅ څوک مه بولئ .

په جومات کې تربګنت ، قوم پرستي ، سمت پرستي ، جنګ او جنجال ، شرک ، بدعات او نور هيڅ ځای نه لري دلته به ټول خلک د يو الله اکبر په قومانده روان وي.

۲- د شرعي مصليحت پرته هيڅوک ددې حق نلري چې کوم مسلمان له جومات څخه منع کړي ، ځکه جومات د چا شخصي ملکيت نه دی بلکي د عبادت لپاره وقف شوی ځای دی .

لقوله سبحانه وتعالی :[وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَاجِدَ اللّهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَى فِي خَرَابِهَا أُوْلَـئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَن يَدْخُلُوهَا إِلاَّ خَآئِفِينَ لهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ] (البقره: ۱۱۴ ) .

ژباړه : او له هغه چا څخه زيات ظالم څوک دی چې په جوماتونو کې د الله پاک د يادولو مخه نيسي او د جوماتونو په ورانولو کې زيار باسي دوی ددې حق نه درلود چې جوماتونو ته ننوځي خو د وېرې په حال کې ، په دنيا کې دوی ته رسوايي او په آخرت کې ستر عذاب دی .

۳- په يو کوچنی محله او کلي کې ډير جوماتونه بدعت او ناورا عمل دی لکه : په اوس عصر کې په يوه کلي کې څو جوماتونه چې د مسلمانانو د اختلافاتو ، تفرقې سبب جوړيږي ، د مسلمانانو رونق ته زيان رسوي او د ضرورت پرته د مال مصرفول دي.

۴- که چا پخپل مصرف جومات جوړ کړی وي نو هغه ته شريعت د جومات د انتظام او توليت صلاحيت ورکړی دی کچېرې په امام باندې اختلاف راشي ، خپل اختلاف دې حل کړي او د ټولو په خوښه دې امام وټاکل شي که دوی عبادت غواړي او روغه غواړي نو يو بل ته دې له حوصلي او ګذشت څخه کار واخلي او که د شر جوړول غواړي نو په شر هيڅ کله شر نه دفع کيږي بلکي شر او تاوان نور هم زياتيږي ، د شر جوړول د جومات بي حرمتي ده ، د مسلمانانو تفرقې ته لمن وهل دي او په جومات کې د مصرف او صدقي ثواب له منځه وړل په احسان بارولو او همدارنګه خپل عبادت ته صدمه رسول دي او بل څه نه دي ، نو د دغه کلي مسلمانانو ته مو نصيحت دا دی چې لانجې مه جوړوئ او الله په دين باندې را ټول شئ .

۵-  د زخم او غاښ ماتولو ديت ټاکل په محکمې پورې اړه لري .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email