پخوانئ کاتوليک امريکايي “نوح كلر” د اسلام د حقيقت په لورې

نومړي د مسيحيت په اړه ډير تحقيقات کړی دي او د منسوخ مسيحيت نواقص يې په ډاګه کړی دي
په کال د 1954 کې د امريکا د شمال لويځ په يوه کلې کې دنيا ته راغلم او په يوه مذهبی کورنی کې چې د روم کاتوليک مذهب مربوط وه لوی شوم .په وړوکتوب کې مې کليسا د يوې روحاني دنيا په توګه منله او څه شک مې پکې نه وو مګر کله چې لوی شوم او په خاص توګه هغه وخت چې کله د کاتوليک پوهتنون کې داخل شوم او مذهبي مطالعات مې زيات شول نو زما اړيکه له دين سره په سوال او ترديد بدله شوه هم په عقايدو کې او هم په عمل کي .
اول دليل دا وو چې په پرلپسې ډول په مذهبي قوانيو کې تغيرات کله چې د واتيکان دومه شورا په کال د 1963 وشوه او ټولوعامو خلکو ته يې دا په ډاګه کړه چې کليسا د استاندردو او ثابتو قوانيو لرونکی نه ده . روحانيونو به د تغيراتو او تعديلاتو خبرې کولې مګر د کاتوليک عام خلکو به په تاريکی کې په لاره روان وو.
الله تعالی تغير نه دی کړی او د انسان روحي ضروريات هم تغير ته څه ضرورت نه لري او هيڅ وحی هم په نوې توګه له آسمان څخه نه ده نازله شوی نو په داسې حال کې بيا هم د تغيراتو ناري وهل کيږي ؟ هره اونۍ ،هره مياشت او هر کال کمبود ، زيادت ، تغير او تحول له لاتين نه انګليسې ته او همدارنګه د ساز او موسيقي دا خولول د عبادت دايرې ته او داسې نور .
دوهم دليل د عقايدو ځنې مشکلات وو لکه د تثليت عقيده چې د تاريخ په اوږدو کې هيڅ چا هم نه روحانيون او نه کوم عادی خلکو هغې په کومه توضيح ورکولو قادر شول يعنی په طول د تاريخ کې هيڅ چا هم هغې ته قانع ځواب او قانع کونکی دليل او وضاحت پيدا نه کړ . دا چه الوهيت د خدای پلار چې په ځمکه او اسمان حکم چلوي ،د هغه زوی عسی مسيح ، چې د ځکې د کره پر مخ يې بشريت ته نجات ور کړی دی او روح القدوس ، چې د سپينې کبوترې او په يو حد اقل شکل تصوير شوی دی .
په ياد لرم چې کله به مې له دغو دريو له يو سره دوستی نيوله تر څو هغه زما مسايل نورو ته ورسوي او په دې شان به مې په مخلصانه توګه د هغه په درګاه کې دعا کوله او ځنې وخت به مې د هغوی څخه د يوه  په درګاه کې دعا کوله خو داسې فکر به مې کولو چې هغه دوه نور به خفه شي .
په آخر کې دې نتيجې ته ورسيدم چې د خدای پلار بايد له دوو نورو څخه لوی او غوره وي او د الوهيت مسيح په باره کې مې چې ورسته فکر وکړ چې د بشر طبيعت خو د خدای له طبيعت سره په کامل ډول فرق لري ،محدوديت او فاني والی يو طرف ته کمال مطلق او ابديت يې بل طرف ته دا چې عسی مسيح خدای وي دا داسې يو شی وو چې نشوم کولای دا په یاد راوړم چې ما په هغه باندې هيچکله باور نه دی کړی نه په وړوکتوب کې او نه هم وروسته .
او نه مې عقل منله چې بشر دې د خدای درجې ته ورسيږي (العياذ بالله )
   
يو بل د شک او ترديد ټکی دا وه چې د کليسا تجارت او د ضمانت نامو خرڅول د بخشش او لطف په نامه (په منسوخ مسيحيت کې يو عجيب تحريف دا هم دی چې د بخښني سندونه په پيسو خرڅوي ) .
همدارنګه په ياد لرم چې يو مقدس کتاب د نفيس چاپ چې ماته چا په کريسمس کې هديه کړی وو مګر کله مې هغه ولوستل متن يې يو له بله هيڅ ربط نه لرلو او فکر مې وکړ چې هيڅ څوک به هم ونشی کولای خپل ژوند د هغه پر بنا برابر کړي .
وروسته پوه شوم چې مسيحيان څنګه د خپل عبادت مشکل حل کوي ، پروستان واله د هرې فرقې ځانته کتاب دی چې هره فرقه خپل ځان تاکيد کوي او د نورو بې ارزښتي ، کاتوليک واله هم په همدې ډول .
وروسته نوموړی زياتوي چې مسيحټ په اړه مې ډير مطالعات  تر سره کړل په آخر کې مې د جرمني د الهيات متخصص رودلف بولتمن نظر قبول کړ چې وايي :
بې شکه دا صحي ده چې ووايو د عسی مسيح د ژوند واقعات نشو کولای د عهد جديد له کتاب څخه په کوم يوه اعتبار وشي يا له هغه څخه استخراج شي (د اعتبار وړ نه دی ) .
وروسته مې د نورو فلسفو او مکاتبو مطلعات وکړل او بلاخره مې د اسلام په اړه مطالعات پيل کړل او ترجمه شوی قرآنکريم مې پيدا کړ هغه مې مطاعه کړ او پوه شوم چې واقعاً اسماني کتاب دی چې هيڅ لاس وهنه پکې نه ده شوی
بيا مې د شيګاګو په پوهتنون د عربې ژبې زده کړه شروع کړه د يو کال وروسته مې د هغه پوهتنون څخه فراغت ليک تر لاسه کړ   
وروسته مصر ته لاړم او هلته مې زيات ملګرې پيدا کړل او د اسلام په ښکلې حقيقت باندې د دوی د سلوک رفتار ، ګردار او اعمالو په وسليه بلد شوم .
کله مې چې يو ملګري په قاهره کې له ما نه پوښتنه وکړه چې څنګه نه مسلمانيږي زه پوه شوم چې الله تعالی زما په وجود ددې دين د پابندې تهداب ايښی دی .
د اسلام راوړل د يو کس په ذهني عمل يا د يوه کس په اراده پورې اړه نه لري ،بلکه زياتره د الله تعالی په لطف او رحم پورې اړه لري . په همدې وجه دا ددې باعث شو چې په قاهره کې د اسلام په مقدس دين مشرف شوم .

                                                             http://www.Islamicmessage.net منبع

Print Friendly, PDF & Email