قضاء په لغت کې حکم ، حل او فصل ته وايي چې  د دوو متخاصمو ډلو تر مينځ پرېکړي کول دي تر څو هغوی پخپل حق وسپارل شي .

په اصطلاح کې :

امام الکاسانی رحمه الله وايي : القضاء : الحکم بين الناس بالحق ، الحکم بما انزل الله ([1]).

ابن عابِدين رحمه الله وايي : القضاء: هو الفصل بين الناس في الخصومات حسمًا للتداعي وقطعًا للنزاع بالأحكام الشرعية المتلقاة من الكتاب والسنة” .

امام رملي رحمه الله وايي : القضاء : الالزام من له الالزام بحکم الشرع.

قضاء او په خلکو کې د عدل قيام د دين عظيم مقصد دی ، لقوله سبحانه وتعالی : [لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ]([2]) .

ژباړه: يقيناً چې مونږ خپل پيغمبران له خپلو روښانه او څرګندو هداياتو

سره وليږل او له هغوی سره مو کتاب او تله نارل کړي ؤ تر څو پر خلکو

کې عدل قايم شي .

د قضاء او فيصلې لپاره به یوازې اسلامي شريعت ته رجوع کيږي .

پر ټولو مسلمانانو واجبه ده چې د الله تعالی په راليږل شوي شريعت باندې حکم او فيصله وکړي ، نه د يوې ټولنې او قبلې په عاداتو او رواجونو يا وضعي قوانينو .

الله سبحانه وتعالى فرمايي:[وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِن شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ]([3] )

ژباړه: او هر څه کې چې تاسې شخړه کوئ ، نو د هغه (په هکله ) حکم به د الله جل جلا له لره وي .

، وقال سبحانه و تعالی :[أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُواْ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُواْ أَن يَكْفُرُواْ بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلاَلاً بَعِيدًا]([4]) .

ژباړه : آيا هغو کسانو ته دې نه کتلي چې ګمان کوي چې دوی پر هغه څه چې پر تا او تر تا پخوا کسانو باندې نازل شوي دي ايمان لري ؟ حال چې غواړي (خپلې پرېکړو او فيصلو ) واک شيطان ته وسپاري په داسې حال کې چې حکم ور ته شوی دی چې د شيطان له پيروۍ څخه ډډه وکړئ شيطان غواړي چې ډير زيات يي بې لارې کړي .

 وقال عز و جل :[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً] ([5]).

ژباړه : ای مؤمنانو ! د الله جل جلا له  او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  او له تاسې څخه د امر د خاوندانو پيروي وکړئ کله چې مو په کوم شي کې شخره وکړه ، نو هغه الله تعالی  او رسول الله ته راجع کړئ ، که پر الله پاک او ورځ د آخرت ايمان لرئ دغه کار غوره دی او ښه پايله لري .

الله تعالی فرمايي : [إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ..] ([6]).

پس پر مسلمانانو واجبه ده چې خپل منځي اختلافات او پرېکړې په قرآن او سنتو وکړي او بغير له قرآن او سنتو په بل څه حکم و نه کړي چې د قرآن او سنتو بغير پر بل څه حکم کول لوی مُنِکر، قبيح عمل او طاغوت دی .

په ټولنه کې د طاغوتي پرېکړو او فيصلو څو مثالونه په راتلونکو درسونو کې :

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – بدائع الصنائع ۳/۷ .

[2] – سوره الحديد :۲۵ .

[3] – سوره الشوری :۱۰ .

[4] – سوره النسآء : ۶۰ .

[5] – سوره النسآء :۵۹ .

[6] – سوره يوسف :۴۰ .

Print Friendly, PDF & Email