د قرآنکريم په تعليم ،اذان او امامت اجرت اخستل روا دي ؟

آيا د کوچنې ماشوم په غوږ کې د اذان او اقامت کولو باندې اجرت اخستل روا دي
ددې پوښتنه کونکي پوښتنه را څخه ورکه شوه خو متن يې په پورته ډول وو
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد په طاعاتو لکه د قرآنکريم تعليم ، اذان او امامت باندې اجرت اخستل جايز نه دي
د امام شافعی او امام احمد په نزد په طاعاتو باندې لکه د قرآنکريم تعليم ،اذان او امامت باندې اجرت اخستل جايز دي .
پخوا به د دين د تعليم ورکونکو ،امامانو او مؤذنينو تنخواګانې د بيت المال نه مقررې وې او خلکو به په اطمنان سره کار کولو ځکه چې بيت المال هسې هم د عامه خريه کارونو د پاره وي ،يو څه وخت وروسته اسلامې سلطنت ختم شو د مسلمانانو پاچاهانو د بيت المال څخه د بې حده او بې ځايه مصرف په وجه د امامت او ديني مدرسينو تنخواګاني کټ کړی يا يې کمې او محدودې کړې ، څرنګه چې دوی هم د ژوند ضروريات درلودل نو نورو کسبونو ته يې مخ کړه ، نو کله چې په جومات کې امام مقرر نه وي د جومات انتظام صحي نشي کيدای او داسې نور .
نو متأخينو فقهاؤ (حنيفه ) ددې شرعي ضرورت په وجه دا فتوا ورکړه چه د ضرورت په وخت کې په طاعاتو باندې اجرت اخستل جايز دي . د قرآنکريم ،حديث او فقهې په تعليم ،آذان او امامت باندې اجرت اخستل يې تصريح کړ ځکه چې دا داسې څيزونه دي چې ددې د بقا نه بغير د دين حقيقت پاتې کيدل مشکل وي (کفايت المفتي ج۷ ص ۳۸۰ – ) .
وبعض مشائخنا رحمهم الله تعالی استحسنوا الاستئجار علي تعليم القرآن اليوم لظهور التوالي في الامور الدنية ففي الامتناع تضييع حفظ القرآن وهليه الفتواي كذا في الهداِية و عالمگيري .
مګر د قرآن په تلاوت ، وعظ او نصيحت باندې اجرت اخستل حرام دي
وبعض مشائخنا رحمهم الله تعالی استحسنوا الاستئجار علي تعليم القرآن لظهور التوالي في الامور الدنية ….. فهذا ما افتی به المتاخرين ……. مخالفين ماذهب اليه امام وصاحباه …… بالضرورة فی عدم جواز الاستئجار علی تلاوة ( ردالمختار کتاب الاجارة ۵۶.۵۵.۶ ) .
 
د جنازې لمونځ او د کوم هلک په غوږ کې اذان کول په عمومی اجرت کې شامل دي کوم چې د کلی يا محلې خلک يې د مياشتني معاش په ډول ورکوي . داسې کول چې د جنازې په یوه لمانځه باندې اجرت واخلي يا په يوه اذان باندې اجرت اخستل جواز نه لري (کفايت المفتی ج۷ ص ۱۴۹ ) .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email