۱- د شرعي سياست تغيرول په کفري ډیموکراسۍ چې يو خطرناک معاصر بدعت او شرک دی او د مسلمانانو د سياسي نظام له منځه وړلو لپاره د کفارو لویه حربه ده.

د شرعي قانون پر ځای بل ساختګي قانون چلول بدعت او شرک اکبر دی ځکه د مسلمانانو قانون اسلامي شريعت او آسماني وحی ده (ان حکم الا لله ) .

۲- د اسلامي شوری تحريف د ډيموکراسۍ په پارلمان سره .

د شوری او پارلمان تر منځ فرق :

  • د الشوری لفظ قرآني دی ، حکامو ته د الله تعالی حکم دی چې تاسې به له خپلو ماتحتو سره مشوره کوئ (وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْر) .

ډيموکراسي وضعي لفظ دی چې د سيکولرزم سياسي برخه ده ،لومړی په کال د (۱۷۸۹) په فرانسه کې د دين او مذهب پر خلاف مينځ راغلې چې هدف یې د سياست څخه د دين حذف کول دي، د خلکو د حکم (وضعې قانون) تحکيم پر خلکو باندې .

  • په الشوری کې عدد معتبر نه دی بلکي هغه رأی د منلو وړ ده چې د شرع موافق وي ، مګر په ديموکراسۍ کې عدد معتبر دی کچيرې د اکثرو رأیې په باطل او ناروا کار ورکړ شي هغه د منلو وړ دي .
  • په شوری کې به هغه کسان شامل وي چې هغوی د شوری شرعي اهليت ولري ، مګر په ډیموکراسۍ کې اهليت شرط نه دی .
  • په شوری کې يوازې په اجتهادي مسائلو کې مشوره او رأی ورکول کيږي د دين په ثابتو احکامو کې هيڅ څوک د مشورې او رأی حق نلري ، مثلاً : د شرابو ، زنا او لواطت حرمت ثابت دی نه پکې څوک د مشورې ورکولو حق لري او نه هم څوک د رأی ورکولو حق لري .

مګر ډيموکراسي چې عصري شرک بلل کيږي ځانته د قانون جوړولو حق ورکوي کولای شي حلال حرام وګرځوي او په حرام باندې د حلال حکم ورکړي .

  • د شوری منهج او قانون اسلامي شريعت دی، کچېرې د چا رأی او مشوره د شرع خلاف وي د اسلامي اخلاقو خلاف وي هغه لره هيڅ وزن او هيڅ اصل او اعتبار نشته .

 مګر په ديموکراسۍ کې دينې منهج ته اعتبار نشته ، مطلق اخلاق وجود نلري، حتی که چېرې د حيوان څخه يو پست او زريل کار باندې اکثريت رأی ورکړي د منلو وړ دی لکه د اشرف مخلوق انسان نکاح د سپي او خره سره ، او يا د نارينه واده له نارينه او د ښځينه له ښځينه سره چې داسې عمل پر حيواناتو کې هم وجود نلري .

۳- سياسي ګوندونه او حزبونه جوړول حرام او بدعت دی د قرآنکريم او سنتو له احکامو څخه خلاف دی او د اسلامي امت د تضعيف او نفاق ستر عامل دی ، او له اسلامي امت سره لويه جفا او خيانت دی .

ځکه چې مسلمه امت يو امت دی ، لقوله سبحانه وتعالی :[إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ]([1]) .

و قال سبحانه وتعالی :[وَأَنَّ هَـذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلاَ تَتَّبِعُواْ السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ][2] .

د حزبونو او ډلو جوړولو عواقب په لاندې ډول دي :

  • تعصب حزبي حال دا چې په اسلام کې حزبي ، قومي ، سمتي او لساني تعصب حرام او د جاهليت عمل دی .
  • د هر حزب او ګوند لپاره ځانګړی منهج وي چې پر اعضاوو يې تطبيق لازمي وي او داسې فکر کول چې ټول دين او کاميابي په همدې ګندې منهج کې دی .
  • هر يو حزب ته د خپل حزب او ګوند مشران ، علماء او اشخاص

غوره وي او د بل ګوند کم ګنل کيږي حال دا چې د اسلام معيار تقوی ده « إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ» .

  • د افکارو ميزان د حزب منهج او اجنډا وي حال دا چې په اسلام کې د افکارو او مناهجو ميزان کتاب الله او سنت دي ، لقوله سبحانه وتعالی : [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ]([3] ).
  • بلاخره د حزب او ګوندونو جوړولو نتجه تفرق ، اختلاف ، عداوت او د امت او مسلمانانو ټوټې کول دي.

۴- په حکومتي ادارو او دفترونو کې د ښځو او نارينه اختلاط معاصر بدعت او عظيم فساد دی .

۵- د رياست لپاره پخپله خپل ځان ټاکل بدعت او ناروا دی .

۶- د سياسي نظام څخه د الولاء او البراء حذف:

د مسلمانانو د زياتو تش په نوم سياسي نظامونو څخه د «الولاء و البراء» عقيدتي اصل په کلي ډول له منځه تللی دی ، د سياسي اهدافو لپاره د مسلمان پر ځای له کافر سره دوستي او د کفر د کفري عقائدو او کفري اهدافو د دوښمنۍ پر ځای د مسلمانانو له اسلامي اهدافو سره دوښمني کوي .

او د سياسي رقابت په وجه له کفارو سره دوستي کول او په خپل مسلمان ورور باندې هغه ته ترجيح ورکول بدعت ، اشد موالات ، سخته ګناه او د قرآن او سنتو له صريح نصوصو څخه خلاف ورزي ده .

۷- د پيسو او ننواتي په وسيله د خلکو ملاتړ تر لاسه کول او خپل ځان

قدرت او رياست ته رسول بدعت دی.

۸- صرف د سياسي اختلاف له امله له خپل مسلمان ورور سره دوښمني کول او له هغه سره د اخوت اړيکې شکول بدعت او حرام عمل دی .

۹- د اسلامي ورځو (جمعه او اخترونو ) پرته د نورو ورځو رخصتي کول بغير له کوم شرعی عذر څخه بدعت دی .

۱۰- د مور ورځ ، د کارګرانو ورځ ، ربيع الاول ، د شهيدانو ورځ او نوروز لمانځل او په دغه ورځ رخصتي اعلانول او مجلسونه جوړول بدعت دی .

۱۱- د لاس او سر په اشارې سره رسمي سلامي کول بدعت دی له يهودو او نصاراؤ  سره تشبيح ده .

۱۲- پر نارينه باندې ښځه د رئيس او وزير په توګه مقررول بدعت او حرام عمل دی .

۱۳- د اسلامي دعوت او وعظ په باره کې په علماوو باندې د حکومت او وزارت لخوا څه مقررول او ټاکل بدعت دی .

۱۴-  رسم تعظيم کول بدعت دی([4]).

۱۵- په حکومتي ادارو او علمي مراکزو کې د نارينه او ښځو مختلط کار

اصل دا دی چې د نفقي او کورني احتياجاتو پوره کول د نارينه مسئوليت

دی نه د ښځو ، د ښځې نفقه د پلار په کور کې د هغې پلار ، يا نيکه ، ورور

او يا کاکا پر غاړه ده او د خاوند په کور کې د هغې نفقه د هغې په خاوند ، خسر ، زوی باندې واجب ده .

لقوله سبحانه وتعالی :[الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ])[5]( .

ژباړه: سړي پر ښځو حاکمان دي له دې کبله چې الله پاک ځېنې د دوی ته پر ځينو نورو افضليت او غوراوی ورکړی دی او له دې امله چې نارينه ( د ښځو لپاره ) خپله شتمني لګوي .

او فرمايي: [وَعلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ]([6]).

ژباړه: په دې صورت کې به د ماشوم پلار په ښه توګه هغوی (مور او ماشوم ) ته په ښه توګه خواړه او جامې ورکوي .

او حضرت جابر رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د

حجة الوداع په خطبه کې وفرمايلي :

«…ولهن عليكم رزقهن وكسوتهن بالمعروف » ([7]).

يعنې : او د هغوی (ښځو) پر تاسې باندې دا حق دی چې هغوی ته به په ښه شان نفقه او د استوګني ځای برابروئ .

بل اصل دا دی چې ښځه به په کور کې اوسيږي د کور چارې به تر سره کوي او نارينه به د باندې چارې تر سره کوي ، ښځه به د ضرورت پرته له کور څخه نه وځي ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الأُولَى] ( [8]).

مګر کچېرې ښځه بې سرپرسته شي د نفقې پيدا کولو څوک نلري ، يا داسې چارې وي چې نارينه يې نشي تر سره کولی او د ښځو په موجوديت کې يې هغوی ته کول رواه نه وي لکه : د ښځو درملنه په خاصه توګه نسايي او ولادي څانګه ، د ښځو تدريس ، د ښځو د جامو ګنډل او داسې نور .

د لاندې شرعي ضوابطو په صورت کې جايز دی :

  • دا چې د نارينه سره به کډون او اختلاط نه وي ، يعنې کار به په کامل ښځينه چاپيريال کې وي هغه که علمي څانګه وي ، روغتون ، دفتر او يا بل کار ځای وي ، لقول رسول صلی الله عليه وسلم «إياكم والدخول على النساء»([9] ).

ژباړه: د بيګانه ښځو د خلوت نه ځان وساتئ.

  • دا چې د هغې د ولي او سرپرست په اجازې به وي ځکه نارينه پر ښځو باندې مشران ټاکل شوي دي ، لقوله سبحانه وتعالی :[ الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء] .
  • دا چې دا کار به د والدينو او يا خاوند د حقوقو او همدارنګه د اولاد د روزنې او پالنې په لاره کې خنډ نه وي بلکي د هغوی د حقوقو پر

ځای کول به مقدم وي .

  • دا چې دغه کار به د هغې د طبعې جوښت سره مناسب وي لکه : د الله تعالی طرف ته دعوت ، درملنه ، تعليم او تدريس ، ليکنه ، خياطي او نور ، داسې سخت او وزمين کار به نه وي چې د هغې د توان څخه لوړ وي .
  • دا چې شرعي حجاب به مراعاتوي .
  • دا چې په هغه کې به سفر نه وي او که سفر وي د محرم څخه پرته به نه وي .
  • او دا کار به اصلاً حرام نه وي لکه : د آرايشګاه حرام سينګار ، فلم ، سريال او د موسيقي څانګه کې کار کول .

۱۶- ملي سرود ته په احترام درېدل څه حکم لري ؟

د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنه ليکي: ځواب:

د ملي سرود او ملي بيرغ د احترام د پاره درېدل جايز نه دي بلکي دا يو بدعت دی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم او خلفای راشدينو په دور کې نه وو ، او دا عمل د کامل توحيد سره نه لګيږي . احترام او تعظيم يوازې د الله تعالی او ديني شعائرو په کار دی ، دا عمل د کفارو تقليد دی چې هغوی د خپلو حکمرانانو په تعظيم کې غلو کوي ، پيغمبر صلی الله عليه وسلم د هغوی د مشابهت څخه منع فرمايلې ده- و الله اعلم.

آن لاين اسلامي لارښود


[1] ))- سوره الانبياء :۹۲ .

[2]) )- سوره الانعام :۱۵۳ .

[3]  – سوره النسآء :۹۵ .

([4])- نا رواه دودونه او بدعتونه .

[5] – سوره النسآء : ۳۴ .

[6] – البقرة ۲۳۳ .

[7] – رواه المسلم ۱۲۱۸ .

– سوره الاحزاب :۳۳.[8]

[9] – رواه البخاري ومسلم .

Print Friendly, PDF & Email